امریکایي ډالر
From Wikipedia, the free encyclopedia
د متحده ایالاتو ډالر (چې سمبول یې $ دی؛ کوډ یې USD؛ او همدارنګه د US$ یا امریکایي ډالر په بڼه هم اختصار کېږي، ترڅو د نورو ډالر-نومو پولي واحدونو څخه یې توپير وشي؛ همدارنګه د ډالر، امریکایي ډالر او په عامه ژبه کې د buck په نوم هم یادېږي) د متحده ایالاتو او د هغه د اړوند قلمرو د پیسو واحد دی. د ۱۷۹۲ز کال د پیسو د ضرب قانون امریکایي ډالر د هسپانوي د سپینو زرو له ډالر سره د ورته ارزښت معرفي کړ، چې په ۱۰۰ سنټونو وېشل شوی و او د ډالرو او سکو ضرب ته یې هم اجازه ورکړه. د متحده ایالاتو بانکنوټونه د فدرالي زیرمو د نوټونو په بڼه چاپېږي، چې له تاریخي اړخه د شنه رنګ د شتون له امله د کاغذي شنو پیسو په نوم هم یادېږي.
تولیدونکی |
---|
عمومي معلومات | |
---|---|
هېواد | |
ځایناستی د |
Ecuadorian sucre (en) — Delaware pound (en) — New Hampshire pound (en) — New Jersey pound (en) — South Carolina pound (en) — Rhode Island pound (en) — North Carolina pound (en) |
د پيل موده |
---|
د متحده ایالاتو پولي سیاست د فدرالي خزانې د سیسټم له خوا پر مخ وړل کېږي، چې د هېواد مرکزي بانک په توګه دنده ترسره کوي.
د متحده ایالاتو د ډالر ارزښت په اصل کې د دوه فلزه معیار د ۳۱۷.۲۵ دانو (۲۴.۰۵۷ ګرامه) خالص سپین زرو، یا ۱۸۳۷۲۳.۲۲ دانو (۱.۵۰۵ ګرامه) خالص سره زرو، یا د ۲۰.۶۷ ډالره د یو ترای اونس سرو زرو معادل په بنسټ تعریف شو. د ۱۹۰۰ کال د د سرو زرو د معیار قانون ډالر یوازې له سرو زرو سره ونښلولو. له ۱۹۳۴ کال څخه ورسته د سرو زرو سره د هغه انډول ۳۵ ډالره في ترای اونس ته له سره وټاکل شو. له ۱۹۷۱ څخه وروسته له سرو زرو سره ټولې اړیکې لغوه شوې. [1]
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د متحده ایالاتو ډالر د اسعارو د ارزښتناکه زېرمو په توګه ساتل کېږي او د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو یې د بریټن وډز د تړون پر بنسټ د سټرلینګ پونډ ځای ونیو چې مخکې په نړۍ کې د اسعارو په زېرمو کې د مخکښو اسعارو په توګه کارول کېده. په نړیوالو راکړه ورکړه کې ډالر تر ټولو پراخه کارول کېدونکې سعر دی، همدارنګه په څو هېوادونو کې رسمي پولي واحد دی او په ډیرو نورو کې د غیر رسمي (حقیقي) سعر په توګه ګڼل کېږي، چې د فدرالي خزانې د نوټونو (او په ځینو حالاتو کې د سکو) په بڼه په جریان کې دی. [2][3][4]
د ۲۰۲۱ ز کال د فبروري د ۱۰ نېټي راهیسې، په جریان کې د اسعارو کچه ۲.۱۰ تریلیون ډالرو ته رسېږي، چې له دې څخه ۲.۰۵ تریلیون ډالر یې د فدرال زېرمو نوټونو دي (پاتې ۵۰ میلیارد ډالر د سکې او د متحده ایالاتو د پخوانیو نوټونو په بڼه دي).[5]