![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/94/Steve_Bannon_2023_by_Gage_Skidmore.jpg/640px-Steve_Bannon_2023_by_Gage_Skidmore.jpg&w=640&q=50)
سټیو بنن
From Wikipedia, the free encyclopedia
سټیفن کوین بنن ( زېږون ۲۷ نومبر ۱۹۵۳ زکال) امریکايي رسنیز اجرائیوي مدیر، سیاسي ستراتیژي جوړوونکی او پخوانی پانګوال بانکوال دی چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو اووه میاشتو کې یې د ډونالډ ټرمپ په اداره کې د سپینې ماڼۍ د جګ پوړي ستراتیژي جوړوونکي په توګه خدمت وکړ. هغه د برایټبارت نیوز د اجرائیوي مدیر او له هغو وړاندې یې د Cambridge Analytica په نوم د معلوماتو د تحلیل د شرکت په مدیره پلاوي کې خدمت کړی؛ هغه شرکت چې اوس لغو شوی دی. [6][7][8]
سټیو بنن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون ![]() |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1] ![]() |
د کړنې څانګه | سياست ، سیاسي علوم [2]، سوداگري [2] ![]() |
کار ورکوونکی | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک ![]() |
مؤثر | ژوليوس ايفولا [3]، مارټین هایډېګر [4]، رنه ګنون [3]، شارل موراس ، پاپ یوولسم پیوس [3]، سون تزو [5]، اډمنډ برک ![]() |
پوځي خدمت | |
برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک ![]() |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
سمول ![]() |
بنن د ۱۹۷۰ یمې ز لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰ مې لسیزې په لومړیو کې د اووه کلونو لپاره د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک افسر و. هغه له نظامي خدمت وروسته په ګولډمن ساکس کې د پانګوال بانکوال په توګه په کار پیل وکړ. په ۱۹۹۳ زکال کې هغه د بایوسپیر ۲ (Biosphere 2) څېړنیزې پروژې عامل مدیر شو. وروسته په هالیوډ کې اجرائیوي تولید کوونکی شو او د ۱۹۹۱ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې یې ۱۸ فلمه تولید کړل. په ۲۰۰۷ زکال کې نوموړي ښي اړخی افراطی لیدلوری لرونکی برایټبارت نیوز تاسیس کړ چې په ۲۱۰۶ زکال کې یې هغه «ښي اړخی لوړ ځایګی لرونکی» توصیف کړ.
په ۲۰۱۶ زکال کې بنن د ټرامپ د ټاکنیز کمپاین اجرائیوي مدیر شو چې بیا د ټرامپ له بریا وروسته د هغه د ستر سلاکار او د اوسپینې ماڼۍ د مخکښ ستراتیژېست په توګه وټاکل شو. هغه اته میاشتې وروسته دغه ځایګی پرېښود او بېرته یې خپل برایټبارت ته مخه کړه. د ۲۰۱۸ زکال په جنوري میاشت کې په اور او غضب (Fire and Fury) نومي کتاب کې د انتقادي نظریاتو په خپرولو د ټرامپ له خوا رد شو او برایټبارت یې هم خوشی کړ.[9][10][11]
له سپینې ماڼۍ څخه له وتلو وروسته، بنن د جمهوري غوښتونکي ګوند له تشکیلاتو سره مخالفت وکړ او د جمهوري غوښتونکو په ابتدایه ټاکنو کې یې د یاغیانو له نوماند ملاتړ وکړ. د سیاسي ستراتیژېست په توګه د بنن شهرت هغه وخت تر پوښتنې لاندې راغی چې د الاباما ایالت د سترې محکمې پخواني قاضي روی مور، د بنن د ملاتړ لرلو سربېره له الاباما ایالت څخه د متحده ایالاتو سنا ته د ۲۰۱۷ زکال په ټاکنو کې د دیموکرات ډوګ جونز پر وړاندې ماته وخوړه. بنن د «نړیوال پوپولیستي خوځښت د نړیوال بنسټ جوړولو» لپاره خپل هوډ اعلان کړی و. له همدې امله هغه د اروپا د سخت دریځې ښي اړخې شبکې د جوړولو په ګډون په ټوله نړۍ کې له ګڼ شمېر ملي محافظه کاره پوپولیستي سیاسي خوځښتونو ملاتړ وکړ.[12][13][14]
د ۲۰۲۰ زکال په اګست میاشت کې بنن او درې تنه نور د موږ دېوال جوړوو (We Build the Wall) کمپاین (د مکسیکو او امریکا په پوله د دېوال جوړولو په موخه د عامه مرستې غونډولو کمپاین و) کې د جعلي برېښنالیکونو د جوړولو او پیسو وینځنې په تور ونیول شول. دغو تورنو کسانو له دې سره چې ژمنه یې کړې ټولې مرستې به د دېوال په جوړولو لګوي، خو هغوی په ښکاره توګه ځانونه بډایه کړل. بنن ادعا وکړه چې بې ګناه دی او د محکمې له تاریخ وړاندې د ټرامپ له خوا وبخښل شو.[15][16]
د ۲۰۲۰ زکال په نومبر میاشت کې د بنن ټویټر اکونټ وروسته له هغه د تل لپاره تعلیق شو ،کله چې هغه وړاندیز وکړ چې د عفوني ناروغیو د دولتي مخکښ متخصص آنتوني فائوچي او د FBI د مدیر کریسټوفر رای سرونه دې پرې شي. بنن د ۲۰۲۱ زکال په اکټوبر میاشت کې د متحده ایالاتو په کانګرس باندې د برید اړوند څېړنو لپاره د استازو د جرګې له احضاریې څخه له سرغړونې وروسته کانګرس ته د سپکاوي په تور ونیول شو. هغه د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۱۲ مه د فدارل قضايي پلاوي له خوا د جنایي تحقیر په دوو تورونو تورن شو او درې ورځې وروسته یې خپله ځان چارواکو ته وسپاره. د ۲۰۲۲ زکال د اپرېل په ۶ مه، هغه د کانګرس د شورش کمېټې ته د ۲۰۲۱ زکال د جنوري میاشتې د ۶ مې نېټې د نه شهادت ورکولو اړوند د بیاکتنې چانس له لاسه ورکړ. [17][18]