From Wikipedia, the free encyclopedia
شارل ماری فوتیوس موراس (۲۰ اپرېل ۱۸۶۸- ۱۶ نومبر ۱۹۵۲ زکال) فرانسوي لیکوال، سیاستوال، شاعر او منتقد و. هغه د Action Française په نامه د شاهي نظام غوښتونکي، پارلمان ضد او انقلاب ضد سیاسي خوځښت اصلي فیلسوف او مدیریت کوونکی و. د موراس باورونو په ملي کاتولېزم او یو موټي نشنلېزم پراخ اغېز درلود. د یو موټي نشنلېزم په برخه کې یو له هغو اصلي اصولو چې موراس وړاندې کړ دا و چې «یو واقعي ملت پال د خپل هېواد له هر څه لوړ بولي». د یوه سیاسي نظریه ورکوونکي په توګه ، نوموړي د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په اروپا کې پراخ فکري اغېز درلود او نظریاتو یې په ښي اړخو څو افراطي ایډیالوژیو اغېز وکړ او همدارنګه یې د فاشېزم یو شمېر نظریات له وړاندې ترسیم کړل.[1]
شارل موراس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه |
طبی کیفیت | بہرا پن |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
مؤثر | ارستو |
خوځښت | نيو کلاسيکيزم ، پوزیټویزم ، سام دوښمني (يهود مخالفت) |
لاسليک | |
سمول |
موراس په یوه پرانستي کورنۍ کې وزېږېد چې د مور او انا له خوا یې په کاتولیک او شاهي چاپېریال کې را لوی شو. د نوې ځوانۍ په لومړیو کې هغه کوڼ شو. د ګڼ شمېر نورو فرانسوي سیاستوالو په څېر، هغه هم په ۱۸۷۰ زکال کې د پروس او فرانسې په جګړې کې د فرانسې د ماتې تر اغېز لاندې راغی. په ۱۸۷۱ زکال کې د پاریس د کمون حکومت او په ۱۸۷۹ زکال کې د مارشال مک ماهان د اخلاقي نظم د حکومت په له منځه تلو سره، فرانسوي ټولنې په تدریج سره جمهوري اجماع ته لاسرسی وموند، چې د اورلئانیست سلطنت غوښتونکو له خوا جمهوریت ته مخه کولو یې سمبول رامنځته کړ. موراس خپله لومړنۍ مقاله په ۱۷ کلنۍ کې د Annales de philosophie chrétienne اخبار د بیا کتنې په برخه کې نشر کړه. هغه وروسته د L’Événement، La Revue bleue، La Gazette de France، او La Revue encyclopédique په ګډون د ګڼ شمېر اخبارونو د بیاکتنې په لیکلو کې مرسته کوله او د کلاسیک پالنې په ستایلو سره یې په رومانتېزم نیوکې کولې. [2][3]
موراس د ځوانۍ په ورته مهال کې خپل کاتولیک باورونه له لاسه ورکړل او په یو اګنوستیک واوښت. په ۱۸۸۷ زکال کې هغه مهال چې ۱۷ کلن و، پاریس ته راغی او د Catholic and Orleanist Observateur په نامه ادبي نقد په لیکلو یې پیل وکړ. دغه مهال موراس د اورلئانېزم او جرمنۍ فلسفې تر اغېز لاندې و چې د کاتولیک متفکر لئون اوله – لاپرون له خوا پرې بیا کتنه شوې وه، هغه چې د هانري برګسون او «معاصر» مسیحیت ته د الهام ورکوونکي فیلسوف موریس بلوندل تر اغېز لاندې و چې بیا وروسته د هغه په پیاوړو مخالفینو واوښتل. هغه په ۱۸۸۸ زکال کې له پروانسي شاعر فردریک میسترال سره بلد شو او له هغه سره یې د میسترال فلیبریژ خوځښت فدرالیستي لیدلوری شریک کړ. همدغه کال هغه له ملت پال لیکوال موریس باریس سره هم ولیدل.[4]
په ۱۸۹۰ زکال کې موراس له کاتولیکیت څخه جمهوريت ته د اوښتو اړوند د کاردینال لاویګری غوښتنه ومنله، پر همدې بنسټ هغه خپل مخالفت له جمهوریت سره نه، بلکې له «فرقوي جمهوري غوښتنې» سره اعلان کړ.[5]
موراس د جرمني د سترواکۍ پر وړاندې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د فرانسې داخلېدل (د بشپړ جمهوري غوښتونکي ژرژس کلمانسو څخه د ملاتړ تر کچې) تائید کړل. د جګړې پر مهال یهودي سوداګر امیل اولمان اړ شو چې د Comptoir d'Escompte بانک له مدیره پلاوي استعفا ورکړي ځکه موراس هغه د یو جرمني جاسوس په توګه تورن کړ. هغه د جرمنانو پر وړاندې د کافي ناوړه چلن نه لرلو له امله په ورسای معاهده نیوکې وکړې او له جرمني سره یې د اریستید برایان د همکارۍ سیاست وغانده.[6]
په ۱۹۲۵ زکال کې، د پل پینلو د کارتل دوګوش (کیڼ اړخي ائتلافي) دولت د کورنیو چارو د وزیر ابراهام شرامک د اعدام غوښتنه وکړه، هغه چې د ښي اړخو افراطي ډلو د بې وسلو کولو امر یې صادر کړی و. د وژنې په دغه ګواښ کولوسره هغه د جریمې په ورکړه یا یو کال بند (تعلیقي بند) محکوم شو. هغه همدارنګه د ۱۹۳۶ زکال د مۍ په ۱۵ مه په Action Française کې د وګړیزې جبهې سازمان کوونکی لئون بلوم په مرګ وګواښه او د هغه په یهودي ریښه یې ټینګار وکړ (هغه یو ځل ده ته «زوړ سامي اوښ» ویلي و). په وژنه باندې بیاځلي ګواښ دا ځل نوموړی د ۱۹۳۶ زکال د اکتوبر له ۲۹ مې ڼېتې څخه د ۱۹۳۷ زکال د جولای تر ۶ مې نیټې پورې بند ته ورساوه. هغه د کمونېزم له ویرې له اصلاح غوښتونکو سره یوځای شو او په ۱۹۳۸ زکال کې یې د مونیخ هوکړه وستایله چې د شورا مشر ادوارد دالادیه له هېڅ ډول اندېښنې پرته امضا کړې وه.[7]
په داسې حال کې چې د ۱۹۴۰ زکال په جون میاشت کې په Action Française کې د موراس، لئون دودات او ماوریس پوچو په لاسلیکونو د جنرال شارلس دوګول ستاینه وشوه، خو موراس ډېر ژر د دریم جمهوري له پای ته رسېدو هرکلی وکړ چې د «الهي سورپرایز» په توګه بلل کېدونې د مارشال فیلیپ پتن تر واکمنۍ لاندې ویشي فرانسې یې ځایګی ونیو. د ملي انقلاب لپاره د ویشي ارتجاعي پروګرام چې لویې برخې یې له موراس الهام اخیست په بشپړ ډول د موراس له خوا تائید شو. د ویشي د سانسور تر کنټرول لاندې اشغال شوي سویلي زون کې د ۱۹۴۲ زکال له نومبر میاشتې څخه سلطنتي ورځپاڼه ممنوع اعلان شوه. په La Seule France (۱۹۴۱ زکال) کې موراس د France d'abord («لومړی فرانسه») پالیسۍ استدلال وکړ، چې له مخې یې د پتن رهبرۍ تر مشرۍ لاندې فرانسه له اخلاقي او سیاسي پلوه بیرته رغول کېدله او د بهرني نیواک په موضوع له بحث وړاندې یې په ۱۹۴۰ زکال کې د فرانسې د ماتې په عواملو بحث کاوه.[8][9][10][11]
دغه دریځ د ګلیستانو له لیدوري سره په ټکر کې و هغه چې له فرانسې تښتېدلي و او وسله واله مبارزه یې کوله. موراس له جګړې وړاندې د فرانسې په دولتونو نیوکه له دې امله کوله چې د جرمني پر وړاندې یې دښمنانه دریځ نیولی و او هماغه دولتونو له نظامي، ټولنیز او سیاسي پلو ه فرانسه کمزورې کړه چې له امله په ۱۹۴۰ زکال کې فرانسه له حتمي ماتې سره مخ کړه. موراس همدارنګه د یهودیانو د وضعیت په اړه د ۱۹۴۰ زکال په قانون د میانه روئ له امله کلکه نیوکه کوله. ورته مهال یې په La Seule France کې دا استدلال کاوه چې فرانسوي وګړي نه باید د جرمنانو لپاره په نمونه کسانو واوړي او همدارنګه یې په جرمني ضد کنفرانسونو کې د خپلو جرمني ضد پخوانیو عناصرو څرګندولو ته دوام ورکاوه، هغه په لندن کې د شارل دوګول د تبعیدي دولت او هم یې په پاریس کې د خپلو ملاتړو (لکه لوسین ربات، روبرت برازیلاک، پیر لاوال یا مارسال دات ) او ویشي دولت سره مخالفت وکړ. په ۱۹۴۳ زکال کې جرمنانو هوډ درلود موراس ونیسي. [12][13][14]
موراس چې له جګړې وړاندې د شارل دوګل له ستایونکو و، چې خپله هغه هم د موراس د انتیګرالېزم تر اغېز لاندې و، په تبعید کې یې له ژنرال څخه په کلکه نیوکه وکړه. هغه وروسته ادعا وګړه چې باور لري پتن «دوه ګونې لوبه» کوله او په پټه سره یې د متفقینو بریا ته کار کوه.
د فرانسې له آزادۍ وروسته، موراس د ۱۹۴۴ زکال په سپټمبر میاشت کې له خپل نږدې ملاتړي موریس پوژو سره ونیول شو او د لیون په ستره محکمه کې د جګړې له پیل څخه د خپلو نشر شوو مقالو له امله له «دښمن سره په یو لاس توب» تورن شو. د محاکمې په پای کې موراس په عمري قید او له مدني آزادیو څخه په محرومیت محکوم شو.[15][16]
موراس په ریوم او بیا په کلروو کې له بندي کېدو وروسته، د ۱۹۵۲ زکال په مارچ میاشت کې روغتون ته د انتقال له امله آزاد شو. هغه د هنري بوردو ملاتړ له ځانه سره درلود او څو ځله یې له ولمسشر وینسنت اورول وغوښتل څو هغه وبښي. هغه په تورز کې یو روغتون ته انتقال شو او ډېر ژر هلته ومړ. د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې هغه بېرته د خپل ماشومتوب کاتولیک آئین ومانه. [17]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.