غاټول
From Wikipedia, the free encyclopedia
غاټول (په انگرېزي: Tulip) چې ځینې خلک یې خاټول هم بولي د سوسن کورنۍ چې په افغانستان او گاونډیو هېوادونو کې یې د لومړي کال لمانځلو یواځینې لامل گڼلی شو. ددې گل څه باندې ۱۰۰ تر ۱۵۰ مختلف ډولونه ثبت شوي. دا گل د نړۍ په هره برخه کې راشنه کېږي، مگر په خپل سر راټوکېدونکي گلانو سیمه یې بیا د مرکزي اسیا هېوادونه دي چې د وښو په څېر راشنه کېږي. د راټوکېدو موسم یې د پسرلي (بهار) موسم دی. دا گل په افغانستان، ترکیه، ایران، د اورال غرونو د سیندونو په سواحلو، د سوریې په لودیځه برخه، د خزر او تور سمندرگي پر څنډو، یونان، ایټالیا، اسپانیا او د شمالي افریقې د مدیترانه یي سمندرگي په غاړو راشنه کېږي. د بوټپوهنې له پلوه دا بوټي په دوه برخو وېشل شو: غټ روزل کېدونکي لاله گلان او کوشني خپلسري راټوکېدونکي لاله گلان. د خپلسري راټوکېدونکو گلانو په نسبت روزل شوي گلان د غټو پاڼو او جام لروکي وي. او همدارنگه مختلف النوعه گلان په کې پیداکېږي. غاټول گلان په ټولیزه توگه په څلورو ډلبندیو وېشل شوي: لومړی ژر گل نیونکي، دویم منځني کچ گل نیونکي، درېیم ځنډ گل نیونکي او څلورم یې نور ډولونه دي. له ۱۹۸۱ز کال راهیسي د هالېنډ هېواد پیاز لرونکو غاټولو د سلطنتي ټولنې له خوا ددې گلانو ډلبندي وشوه چې دا گلان یې د بوټي او د گل د پرانېستنې له مخې په ۱۵ ډلو ووېشل.
ددې گل پیاز (غوټه) راویستلو سره یو څو فرعي کوشنۍ (وړې) غوټي هم لري، چې هغه کوشنۍ غوټي له مورنۍ (اصلي) غوټي څخه په بېلولو او بل ځای کې نیالولو سره کولای شو ددې گل نسل زیات کړو.
د تولید او صادراتو له مخې هالېنډ په لومړي کتار کې راځي چې د پیازو دا غوټې نورې نړۍ ته صادروي.
د غاټول گل په افغانستان، ترکیه، هالېنډ، مجارستان، بلژیک او ایران کې د ملي گل په توگه پېژندل کېږي.