مارتین بوبر
From Wikipedia, the free encyclopedia
مارتین بوبر (په عبري: מרטין בובר؛ په یدش: מארטין בובער؛ د ۱۸۷۸ کال د فبروري ۸ – د ۱۹۶۵ کال د جون ۱۳) یو اتریشي یهودی او اسرائیلی فیلسوف ؤ چې د خپلې خبرو اترو فلسفې په خاطر ډېر مشهور ؤ، د هستي پالنې یا اګزیستنسیالیزیم (existentialism) یوه بڼه ده چې د زه – تاسو (I–Thou) اړیکې او زه – هغه (I–It ) اړیکې ترمنځ په توپیر تمرکز کوي. بوبر چې په ویانا کې زیږېدلی، د مراعات کوونکو یهودانو له کورنۍ څخه دی، خو یهودي دود سره یې پرېکون وکړ ترڅو په فلسفه کې د سیکولر زده کړو تعقیب کړي. په ۱۹۰۲ کال کې د صهیونیسټ غورځنګ مرکزي ارګان د اونیزې ډای ولټ (Die Welt) سمونګر شو، که څه هم وروسته یې په صهیونیزم کې له سازماني کار څخه لاس واخیست. بوبر په ۱۹۲۳ کال کې د هستي په اړه خپله مشهوره مقاله Ich und Du (چې وروسته په انګلیسي کې I and Thou وژباړل شوه) ولیکه او په ۱۹۲۵ کال کې یې آلماني ژبې ته د عبري انجیل ژباړل پیل کړل چې د عبري ژبې نمونې منعکس کوي. [3][4]
مارتین بوبر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | انټولوژي ، يهوديت ، فلسفه [1]، ادبيات [1]، ژباړه [1] |
مؤثر | امانوېل کانت ، سورن کی یرکګارډ ، فرېدرېک وېلهېلم نېتشي |
تحریک | لوېديځه فلسفه |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هغه لس ځله د ادبیاتو نوبل جایزې لپاره او اوه ځله د سولې نوبل جایزې لپاره نوماند شو. [5]