From Wikipedia, the free encyclopedia
المانی فيلسوف امانويل کانت (جرمني:Immanuel Kant) د روښنايي پېر (Age of Enlightenment) (۲۲ اپريل ۱۷۲۴ ز– ۱۲ اپريل ۱۸۰۴ ز) د ویښتیا له مرکزي مفکرينو څخه و. په معرفت پېژندنې، ماوراء الطبيعت، اخلاقو او هنري برخه کې د کانت هر اړخيزو کارونو، هغه په نوې لويدیځه فلسفه کې تر ټولو زيات نفوذ لرونکی شخص وګرځاوه. [2][3][4][5][6][7][8][9][10]
امانوېل کانت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۲ اپريل ۱۷۲۴ |
مړینه | ۱۲ فبروري ۱۸۰۴ (۷۹ کال کلنۍ کي) |
عملي ژوند | |
ڈاکٹری شاگرد | یوهان ګوټليب فيشته [1] |
نامتو زده کونکي | یوهان ګوټليب فيشته |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | پوهنپوهنه ، مېتافزیک ، اخلاق |
مؤثر | ډيويډ هيوم ، جورج برکلي ، ژان ژاك روسو ، آيزاک نيوټن ، اپلاتون ، ميشل ډي مونټني ، رنه دیکارت ، ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس ، جان لاک ، باروچ سپینوزا |
تحریک | د روشنګرۍ دوره |
لاسليک | |
سمول |
کانت د لوړوالي فکري اصالت په نوم، په خپلو اصولو کې پردې باندې بحث کړی، چې فضا او وخت يوازې د حس کولو ډولونه دي، کوم چې ټولې تجربې جوړوي. په همدې اساس، کله چې د څيزونو اصالت وي او په تجربو کې برخه اخلي، همدا څيزونه په دې حالت کې د تجربې له څيزونو څخه مختلف وي. له همدې امله کانت مخکې ځي او وايي چې د تجربې شيان يوازې « بڼې-- شکلونه» دي او په پايله کې د څيزونو هغه اصلي طبيعيت موږ ته د معلومېدو وړ نه دی. د شک په وړاندې د مقابلې په يوه هڅه کې چې کانت د فيلسوف ډاويډ هوم په لیکنو کې موندلې وه، هغه« پرسوچه دليل نيوکه کوونکی» (۱۷۸۱ــ ۱۷۸۷ ز) لیکنه وکړه چې د کانت له ډېرو مشهورو لیکنو څخه یوه همدا ده. په دې کې، هغه د تجربې اړوند خپلې نظريې ته وده ورکړه، ترڅو دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړې چې ايا له تجربې پرته د پوهې تر لاسه کېدل شونې دي، چې په پايله کې يې د ماوراء الطبيعت څېړنې، د بريدونو ټاکنه شونې ګرځوله. کانت په خپلو وړانديزونو کې له کوپرنيک انقلاب سره برابر روان و چې د حواسو شيان، بايد زموږ د مکاني او زماني اټکل له احساس سره يو شان وي او په پايله کې موږ کولای شو، د حواسو د شيانو پوهه له وړاندې څخه ولرو. [11][12][13][14]
کانت باور درلود، چې دليل هم د اخلاقو يوه سرچينه ده او ښکلا پوهنه، د نه لېوالتيا د پرېکړې له توان څخه منځ ته راځي. د کانت نظريات په پرله پسې ډول په نوې فلسفه ستر اغېز لري، په ځانګړي ډول: د معرفت پېژندنې، اخلاقو، سياسي نظريې او له نوي هنر خوښوونې وروسته وخت کې. هغه هڅه کړې، تر څو د دليل او انساني تجربې تر منځ اړيکه راوسپړي او لا پسې د هغه څه لور ته وړاندې ولاړ شي، چې باور يې درلود چې دا څه به د دوديزې فلسفې او ما وراء الطبيعت ناکامي وي. کانت غوښتل، هغه څه ته د پای ټکی کېږدي چې د بې ګټې والي او د انساني تجربې د فکري نظرياتو د يو پړاو په توګه يې ليدلي و، په داسې حال کې چې د «هوم» په څېر مفکرينو د شک له نظريې سره يې مخالفت کاوه. هغه د خپل ځان په اړه داسې انګېرله، چې ځان ته هغه لاره پيدا کړي، له کومې لارې چې هغه د عقل او تجربې د پلويانو له منځه ووځي او په پراخه کچه په دې باور و. په دې توګه یې، دواړو دودونو ته په خپلو افکارو کې ځای ورکړی.[15][16]
کانت د هغې نظريې څرګندوونکی و چې وايي: دايمي سوله، د نړيوالې ديموکراسۍ او نړيوالې همکارۍ له لارې ممکنه ده او شونې ده چې دا به د نړۍ د تاريخ اوج ته د رسېدو پړاو وي. د کانت د مذهبي نظرياتو طبيعت، لاهم د علمي اختلافاتو موضوع ده.
له مختلفو نظرياتو سره له دې اټکل څخه پيل کېږي چې، هغه په لومړي سر کې د خدای د وجود لپاره د علم الوجود له بحث څخه د دفاع په اړه خپل نظر د هغې فلسفې اصل ته اړولی چې وايي، انسانان د ماوراء الطبيعت په حقيقت نه شي پوهېدای. دا نظريات د « سپکوپينهاير»له خوا، د لا زياتو لنډو انتقادي چلندونو پورې رسېږي، چا چې « د کانتي اخلاقو» او« د بڼې په بدلولو کې موسايي لسو حکمونو» په ډول، د کانتي اخلاقو په امرانه ډول نيوکې کړې دي. همدا راز « نيچه»چا چې ادعا کړې، چې کانت په الله (ج)عقیده لرله او د دوديزې مسيحي عقيدې لپاره يوازې يو مصنوعي دفاع کوونکی و. د هغه د مذهبي نظرياتو څخه ورهاخوا، د کانت په توکمپالنه هم نيوکې شوې دي، کومې چې د هغه په ځينو لږ مشهورو ليکنو کې وړاندې کړای شوې دي، لکه « په فلسفه کې د پای ته رسېدو د دلايلو اصول کارول» او « د انسان د بېلا بېلو توکمونو» په اړه. که څه هم کانت د خپل کار په اوږدو کې د علمي توکمپالنې وړاندې کوونکی و، د ژوند په وروستۍ لسيزه کې د توکم په اړه د کانت نظريات په پراخه ډول بدل شول او په پای کې یې، په « دايمي سوله: يوه فلسفي نقشه» کې هغه توکميزې لړۍ او اروپايي ښکیلاک رد کړل (۱۷۹۵). [17][18][19][20][21][22][23][24]
کانت د خپل ژوند په اوږدو کې د اخلاقو، مذهب، قانون، هنرونو، ستورپېژندنې او تاريخ په اړه نور مهم توکي هم خپاره کړي دي. د کانت په دې کارونو کې د کايناتو طبيعي تاريخ ۱۷۵۵ز، د عملي دليل نيوکه ۱۷۸۸ز، د پرېکړې نيوکه ۱۷۹۰ز، مذهب د تش دليل په پولو کې ۱۷۹۳ز او د اخلاقو ماوراء الطبيعت نړۍ ۱۷۹۷ز شامل دي.
د کانت مورانا ريجينا ريوټر (۱۶۹۷- ۱۷۳۷ ز)، په کونيکاسبيره کې زېږېدلې وه، (له ۱۹۴۶ زڅخه دا ښار د کاليننګراډ اوبلاسټ، روسيه) د هغې پلار د نوريمبرګ اوسېدونکی و. د کانت د مور تخلص کله نا کله په غلط نوم پوټر ياد شوی دی. د کانت پلار، جوهان جورج کانت ( ۱۶۸۷-۱۷۴۶ ز)، د ميميل سيمې اوسيدونکی المانی و چې د اسونو زينونه به يې جوړول، ميميل د پروشيا شمال ختيځ ښار دی چې (اوس ورته کلايپيډيا، لتوانيا) ويل کېږي. کانت په دې باور و، چې د هغه پلرنی نیکه هانس کانت اپه اصل کې سکاټلينډی و. په داسې حال کې چې د کانت د ژوند پوهانو د اوږدې مودې لپاره دا ادعا منلې وه، خو بيا هم داسې شواهد نه شته چې ګوندې د کانت پلرنۍ سلسله د سکاټلينډ وه، خو دا ډېره نژدې ښکاري چې کانتانو خپل نوم د « کانت ويګين» (اوس د پريکول يوه برخه ده) له کلي څخه اخستی وي، خو اپه اصل کې دوی د کرونيان وو (کرونيان يوه قبيله ده). کانت د خپلو نهو خويندو او وروڼو څلورم ورور و(له دې نهو، څلور يې غټ شوي وو). [25][26][27][28][29]
کانت د ۱۷۲۴ ز کال د اپريل په ۲۲ نېټه، د پروشيا په ختيځه سيمه د کونيګسبرګ په ښار کې زېږېدلی و، کورنۍ يې پروشيايي المانۍ وه، چې په اصل کې د پروتيستانت لوتيرانو په مذهب وه. د مسيحي مذهب سره سم د نېکمرغۍ د غسل ورکولو پر مهال د ايمانويل نوم ورکړل شوی و چې (Emanuel) لېکل کېده، خو د هيبرو ژبې تر يادولو وروسته بيا هغه د خپل نوم ليکنې بڼه بدله کړه او داسې به يې ليکل (Immanuel). په يوه پرهېزګاره کور کې رالوي شو، چې په مذهبي لېوالتيا، انسانيت او د مذهبي کتاب بايبل په تحت الفظي تفسير يې ټينګار کاوه.د هغه زده کړه سخته، د سزا ورکولو سره ملګرې او په اصولو ولاړه وه. زده کړې يې د رياضي او ساينس په اړه په لاتيني او مذهبي معلوماتو متمرکزې وې. کانت د يوې مودې لپاره مسيحي نظريات درلودل، خو هڅه يې کوله، چې عقيده د خپلو علمي عقايدو سره يو ځای کړي. د هغه په څېړنه « د اخلاقو ماواراء الطبيعت اساسي کار» کې، کانت د اخلاقو تر ممکنه لوړې درجې پورې د انسانيت د رسېدو د شرط په توګه، د ابدیت په اړه خپله عقيده څرګنده کړې. په هر حال، لکه څنګه چې کانت له هغه څخه مخکې پر خدای د عقيدې په اړه په ځينو بحثونو شکمن و او له دې څخه يې دفاع کوله، چې د انسان پوهه محدوده ده او کله هم د خدای او روح په اړه پوهه نه شي تر لاسه کولای، بېلا بېلو مبصرينو په هغه د پورتنۍ فلسفې د پلوي ټاپه ولګوله، ان تر دی چې دا هم ويل شوي چې کانت نيت درلود چې نور خلک دې د ده په اړه د يو سوچه عقل پلوي (يوازې په عقل باوري) په توګه فکر وکړي، عقل پلوی يا په عقل باوري څوک دی، دا کانت په خپله راپېژندلی دی چې هغه چاته ويل کيږي، څوک چې په الهام باور لري، خو د مذهب لپاره دا اړين شرط نه دی چې همدا عقلاني دی په الهام پوه او يا دې دا ومني چې دا الهام واقعيت دی.[30][31][32][33][34][35][36][37][38][39][40][41][42]
داسې برېښي چې کانت يو ډېرسخت او په اصولو ولاړ ژوند تېر کړی دی. ويل کيږي چې ګاونډيانو به خپل ساعتونه د هغه د ورځني تمرين پر اساس برابرول. هغه واده ونه کړ، خو داسې ښکارېده چې ارزښتمن ټولنيز ژوند يې درلود – ان د سترو فلسفي کارونو له پيل څخه مخکې هم هغه يو مشهور ښوونکی او يو نرم بريالی مصنف و. هغه د خپلو ملګرو يوه ډله درلودله چې بار بار به يې ورسره ليدنې کولې، په دې ملګرو کې يې يو تن د کونيګسبرګ انګريز سوداګر و چې جوسيپ ګرين نومېده.[43]
کانت د ۱۷۵۰ زاو ۱۷۵۴ز تر منځ کلونو کې په جوډسچين (اوس ويسلواکا، روسيه)، او ارنسډورف (اوس المان جارنولټو) کې د روزونکي په توګه کار وکړ. [44][45]
د کانت د شخصي ځانګړو عادتونو په اړه ګڼې ا فسانې خپرې شوې؛ دا افسانې د ګولډويټ له خوا د ښکلا او لوړوالي د احساس ليدنې په سریزه کې يادې شوې، وضاحت ورکړل شوی او رد شوې دي. [46]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.