ميري سټوپس
From Wikipedia, the free encyclopedia
ميري شارلوټ کارمايکل سټوپس (۱۵ اکتوبر ۱۸۸۰ – ۲ اکتوبر ۱۹۵۸ز کال) يوه بریتانوۍ ليکواله، د حياتياتو پوهانده، د نسل د اصلاح او ښځو د حقوقو مبارزه وه. هغې د بوټو د پېژندنې او ډبرو سکرو په ډلبندۍ کې د پام وړ ونډه درلوده او د مانچيسټر پوهنتون په پوهنځي کې لومړۍ ښځينه اکاډميکه وه. سټوپي له خپل دويم مېړه «همفري وردون رو» سره يو ځای په بریتانيا کې د زېږون د مديريت لومړی روغتيايي مرکز جوړ کړ. سټوپس د «د زېږون د مديريت خبرونه» ورځپاڼې مديريت وکړ، کومې چې څرګندې عملي سپارښتنې وړاندې کولې. د هغې «له واده شوي سره جنسي اړيکې لارښود» (۱۹۱۸ز کال) د دې تر څنګ چې لانجمن اثر و، پوره اغېز يې هم درلود او ويې کولای شول، چې د زېږون مديريت موضوع په پراخو عمومي بحثونو کې شامله کړي. سټوپس په عام ډول د حمل د ضايع کولو مخالفت وکړ او استدلال يې کاوه چې د حمل مخنيوی ټول هغه څه دي چې اړتيا ورته لېدل کېږي، خو په شخصي ژوند کې د هغې کارونه د هغې د عمومي څرګندونو سره په مخالفت کې وو.[2][3]
ميري سټوپس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ایدینبرګ |
مړینه | |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر [1] |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | لرغونې ژوند پوهنه [1] |
لاسليک | |
سمول |
د نسل د اصلاح د پلوې په توګه د هغې يوه څرګنده موخه دا وه چې :«هغه څوک چې په توکميز ډول ناروغه دي، هغوی ته بايد له حمل څخه خونديتوب ورکړل شي». د همدې چلند په غبرګون کې، ميري سټوپس انټرنيشل په ۲۰۲۰ز کال کې خپل نوم بدل کړ او « MSI Reproductive Choices» نوم يې غوره کړ، نور يې هېڅ بدلون رانه وست.[4]