لرغونې ژوند پوهنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
لرغونې ژوند پوهنه يا Paleontology (/ˌpeɪliɒnˈtɒlədʒi, ˌpæli-, -ən-/) چې د ('palaeontology) يا (palæontology) په ډول هم ليکل کېږي، د هغه ژوند علمي څېړنه ده چې پخوا موجود و او ځيني وختونه د هولوسين دورې (له اوس نه شاوخوا ۱۱۷۰۰ کلونه مخکې) پيل شاملوي. لرغوني ژوند پوهنه د ژونديو جسمونو د ډلبندۍ په موخه د فوسيلونو (د ژونديو موجوداتو پاتې شوني) مطالعه شاملوي او يو له بل او له چاپيريال سره د دوی متقابل عملونه څېړي. لرغوني ژوند پوهنيزې ارزونې، له ميلاد نه ۵ پېړۍ مخکې وختونو ته مستندې شوې دي. د لرغوني ژوند پوهنې علم، په ۱۸مه پېړۍ کې په مقايسوي اناتومي باندې د جورجس کوواير (Georges Cuvier) د کار د پایلې په توګه رامنځته شو او په ۱۹ مه پېړۍ کې يې په ډېرې چټکۍ سره وده وکړه. دا اصطلاح په خپله له يوناني کليمې παλα ('palaios'، زوړ يآ لرغوني)، ὄν ('on', (gen. 'ontos')، موجود يا مخلوق) او λόγος ('logos يعنې کلام، فکر يا څېړنه) نه اخيستل شوې ده. [1]
لرغونې ژوند پوهنه، د بيولوژي او جيولوژي تر منځ پر پوله واقع کېږي، مګر له لرغون پېژندنې نه په دې کې توپير لري، چې لرغوني ژوند پوهنه په اناتوميکي ډول د معاصرو انسانانو د څېړنې مخه نيسي. دا اوس د حياتي کيميا، رياضياتو او انجينري په ګډون د علومو له پراخې ساحې نه په لاس راغلي تخنيکونه کاروي. د دې ټولو تخنيکونو کارونې لرغوني ژوند پوهانو ته د دې توانايي ورکړې، چې د ژوند ډېر تکاملي تاريخ کشف کړي، نږدې ټول هغه وختونه يعنې نږدې ۴ بيليونه کالونه پخوا ته ورګرځي، چې ځمکه د ژوند کولو وړ شوه. لکه څرنګه چې پوهه زياته شوې ده، لرغوني ژوند پوهنې ځانګړې فرعي څانګې يا وېش ته وده ورکړې ده، چې ځينې يې د ژونديو موجوداتو د بقاياوو په بېلابېلو ډولونو باندې تمرکز کوي، په داسې حال کې چې نور يې ايکولوژي (له چاپېريال سره د انسان اړيکې) او چاپېريالي تاريخ، لکه: لرغوني اقليمونه څېړي. [2]
د بدن فوسيلونه او ترسيمي فوسيلونه، د لرغوني ژوند په اړه د ثبوت دوه بنسټيز ډولونه دي او (geochemical) ثبوت مرسته کړې، چې د ژوند تکامل مخکې له دې کشف کړي، چې ژوندي موجودات کافي ستر و، تر څو د جسم بقايا پرېږدي. د دې بقاياوو د تاريخونو اټکل اړين، مګر ستونزمن دی: ځينې وختونه د نږدې يا ګاونډ تيږې طبقه راډيوميترک تاريخ معلومونې ته اجازه ورکوي، کوم چې دقيق او يقيني تاريخونه برابروي چې په 0,5% کې دقيق دي، مګر زياتره لرغوني ژوند پوهان باید د biostratigraphy (له ځوانو طبقو نه زړو ته د تيږو د طبقو تنظيم) د «jigsaw puzzles» حلولو په واسطه په اړوند تاريخچې معلومونې باور وکړي. د لرغونو ژونديو موجوداتو ډلبندي هم ځکه ستونزمنه ده، چې زياتره يې د Linnaean د ژونديو موجوداتو له ډلبندۍ سره مطابقت نه کوي او لرغوني ژوند پوهان زياتره د تکاملي «کورنۍ شجرې» د تنظيمولو لپاره cladistics کاروي. د ۲۰ مې پېړۍ وروستۍ ربعه د ماليکولي phylogenetic د ودې شاهده وه، چې د دوی په genomes کې د DNA د ورته والي د اندازه کوونکې په واسطه د ژونديو موجوداتو د نږدې اړيکې يا تړلتيا څرنګوالی پلټي. ماليکولي Phylogenetic د هغه وخت د اټکلولو لپاره هم کارېدلی دی، چې نوعې يو له بله بېلې شوې، مګر د ماليکولي clock د هغه اعتبار په اړه مخالفت شته، چې همدا اټکلونه پرې تکيه کوي.