آرام سمندر
سمندر / From Wikipedia, the free encyclopedia
ارام سمندر د ځمکې د سیارې له پنځو سمندرونو نه تر ټولو لوی او ژور سمندر دی. له شمال لوري نه تر شمالي منجمد سمندر او په سویل کې تر سویلي سمندر (یا د هغه د تعریف له مخې تر سویلي قطب «انترکتیکا») رسېږي، د لویدیځ له خوا د آسیا او اسټرالیا لویو وچو او له ختیځ لوري د امریکا لویې وچې په واسطه محدود کېږي.
د ۱۶۵ میلیونه ۲۵۰ زره کیلومتر مربع (۶۳ میلیونه ۸۰۰ زره مایل مربع) سطحې په لرلوسره (هغه ډول چې د تعریف له مخې یې د سویلي قطب یا انترکتیکا له سویلي پولې سره نښلي)، د نړۍ د سمندري وېش دغه لویه برخه او په نوبت سره، دغه هایدروسفیر د ځمکې د اوبو د سطحې ۴۶٪ سلنه او د ځمکې د ټولې سطحې ۳۲٪ پوښي، چې د ځمکې د ټولو وچو له مساحت نه ( چې ۱۴۸ میلیون کیلومتر مربع کېږي) لوی دی. د اوبو د دواړو نیمو کرو او لویدیځې نیمې کرې مرکز په ارام سمندر کې دی. د سمندر څرخېدل (د کورلیوس اغېز له مخې دی) دغه اوبه په دوو لویو خپلواکو برخو وېشي چې د استوا په کرښه کې سره یوځای کېږي: شمالي ارام سمندر او سویلي ارام سمندر. د ګالاپاګوس او ګلیبرت ټاپوګان په داسې حال کې چې د استوا په کرښه کې موقعیت لري، په بشپړ ډول په سویلي ارام سمندر کې بلل کېږي.[1][2]
په منځنۍ کچه یې ژوروالی ۴۰۰۰ متره (۱۳۰۰۰ فوټه) ته رسېږي. تر ټولو ژوره نقطه یې (Challenger Deep) په لویدیځ شمالي ارام سمندر کې په ماریانا خندق کې موقعیت لري، چې د نړۍ تر ټولو ژوره نقطه ده او ژوروالی یې ۱۰۹۲۸ مترو (۳۵۸۵۳ فوټه) ته رسېږي. د دغه سمندر په سویلي نیمه کره کې د هاریزون ژوره نقطه په ټونګا خندق کې موقعیت لري چې ژوروالی یې ۱۰۸۲۳ مترو (۳۵،۵۰۹ فوټه) ته رسېږي. د ځمکې درېیمه ژوره نقطه هم په مارینا خندق کې د سیرینا ژوره نقطه ده.[3][4][5]
لویدیځ ارام سمندر ګڼ شمېر لوی سمندرګي لري چې چین سویلي سمندرګی، د چین ختیځ سمندرګی، د جاپان سمندرګی، اوخوستک سمندرګی، د فلیپین سمندرګی، کورال (مرجان) سمندرګی، جاوه سمندرګی او تاسمن سمندرګی په کې شاملېږي.