اردو ژبه
ژبه / From Wikipedia, the free encyclopedia
اردو ژبه د هند و آریایي ژبو له ډلې نه ده چې په پراخه کچه په جنوبي اسیا کې پرې تکلم کېږي. دا ژبه د پاکستان ملي ژبه او منځګړې ژبه ده. په هند کې، اردو د قانون تر ملاتړ لاندې اتمه ژبه ده، چې حیثیت، فعالیت او کلتوري میراث یې د هند د اساسي قانون له لوري په رسمیت پېژندل شوی او هم د هند په څو ایالتونو کې رسمي ژبه ده. په نیپال کې، اردو یوه رسمي سیمه يیزه لهجه ګڼل کېږي. [11][12][13][14][15][16][17]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزيتوب د | |
د لیکلو سیسټم | |
د ويونکو شمېر | |
د توکمپوهنې ژبې حالت | |
ايزو ۶۳۹-۱ کوډ | |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
اردو زبان اردو ژبه | |
---|---|
ویل کېږی په | پاکستان هند |
ټول وییونکی | ۶۶ میلیونه |
د ژبې کورنی | د هند-اروپایی ژبې هند-ایرانی ژبې اردو ژبه |
د لیکلو بڼه | د اردو الفبا |
د ژبې د پرمختگ اداره | مقتدرہ قومی زبان |
رسمي ژبه په | پاکستان |
اردو د هندوستاني ژبې پارسي شوې معیاري او راجستر (تنوع لرونکې) ژبې په توګه تعریف شوې ده. اردو او هندي چې د هندوآریایي ژبو له ډلې دي، د سانسکرت او پراکریت څخه اخیستل شوې، د لغتونو ګډه ټولګه، ورته آوازپوهنه (فونولوژي)، نحوه او ګرامر لري، چې دواړه ژبې د عامیانه تکلم پرمهال یو له بل سره د پوهېدو وړ دي. لکه څنګه چې رسمي اردو ادبي، سیاسي او تخنیکي لغتونه له پارسي څخه اخلي، رسمي هندي، دا اړخونه له سنسکرت څخه اخلی، چې په پایله کې، د رسمیت د لاملونو د زیاتېدو له امله د دواړو ژبو پوهاوی له یوې او بلې سره په پراخه کچه کمېږي. [18][19][20][21][22]
په ۱۸۳۸ ز کال کې د ختیځ هند د بریتانوي کمپنۍ د واکمنۍ پرمهال، اردو د دې کمپنۍ له لوري په شمالي هند کې د پارسي ځایناستې وټاکل شوه. پارسي تر دې مهاله د هندي- اسلامي سترواکیو د درباري ژبې په توګه کارول کېده. د اروپا د استعمار په دوره کې دیني، ټولنیز او سیاسي لاملونه را منځته شول چې د اردو او هندي تر منځ د توپیر ملاتړ یې کاوه او د هندي-اردو ژبو تر منځ د بحث د راپورته کېدو لامل شوه. [23][24]
په اتلسمه پېړۍ کې اردو یوه ادبي ژبه شوه او دوه ورته معیاري بڼې یې په ډیلي او لکنهو کې رامنځته شوې. په ۱۹۴۷ ز کال کې د هند له تجزیې څخه وروسته، درېیمه بڼه یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې را څرګنده شوه. دکني، چې په سویلي هند کې یوه کارېدونکې پخوانۍ بڼه وه، په ۱۶مه پېړۍ کې د دکني سلطنتونو د دربار ژبه شوه.[25][26][27][28]
له ۲۰۲۱ ز کال را په دې خوا، په نړۍ کې اردو یووېشتمه لویه تکلمي ژبه ده چې نږدې ۱۶.۹ میلیونه مورني تکلم کوونکي لري. د ایتنولوګ د ۲۰۱۸ ز کال د اټکلونو پر بنسټ: اردو په نړۍ کې لسمه پراخه تکلمي ژبه ده، چې د دویمي ژبې په توګه د تکلم کوونکو په ګډون یې ټول تکلم کوونکي ۲۳۰ میلیونه وګړي دي. [29][30][31]