![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8c/Bundesarchiv_Bild_146II-277%252C_Albert_Speer.jpg/640px-Bundesarchiv_Bild_146II-277%252C_Albert_Speer.jpg&w=640&q=50)
البرټ شپېر
From Wikipedia, the free encyclopedia
برتولد کنراد هرمان البرټ شپېر (زوکړه: د ۱۹۰۵ زکال د مارچ ۱۹مه – مړینه: د ۱۹۸۱ زکال د سپټمبر لومړۍ نېټه) جرمنی معمار و چې د دویمې نړیوالې جګړې په ډېر مهال کې یې د نازي جرمني د تسلیحاتو او پوځي تولیداتو د وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی چې د اډولف هېټلر له نږدې متحدینو څخه و په نورنبرګ محکمه کې محاکمه او په ۲۰ کاله بند محکوم شو.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
د مړينې نېټه | |
د مړينې ځای | |
د مړينې لامل | |
د ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
ګوند | |
دنده |
سياستوال — architect (en) ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() |
عمومي معلومات | |
---|---|
غړی د |
لوړوالی |
---|
جایزې |
|
---|
شپېر چې تحصیل یافته معمار و په ۱۹۳۱ زکال کې له نازي ګوند سره یوځای شو. په معمارۍ کې د هغه وړتیاوې لامل وګرځېدې، نوموړی په ګوند کې په مخ پر زیاتېدونکي ډول وده وکړي او په ګوند کې هېټلر ته د نږدې کړۍ غړیتوب ترلاسه کړي. هېټلر د رایش د لومړي وزیر د دفتر او په نورنبرګ کې د نازي ګوند د غونډو د تالار د طراحۍ او جوړېدو چارې ور وسپارلې. په ۱۹۳۷ زکال کې هېټلر شپېر په برلین کې د ټولو ودانیزو چارو څارونکی وټاکه. په دغه ځایګي کې نوموړي د استوګن کولو د مرکزي ادارې مسئولیت پر غاړه درلود او له برلین څخه یې یهودي وګړي وویستل. د ۱۹۴۲ زکال په فبروري میاشت کې شپېر د رایش د تسلیحاتو او پوځي تولیداتو وزیر وټاکل شو. د ګمراه کوونکو شمېرو په وړاندې کولو سره نوموړي ځان د تسلیحاتو د تولید په ډګر کې د خارق العاده فعال کس په توګه څرګند کړ او د دې اعتبار یې خپل ګاڼه چې جرمني یې په جګړه کې فعاله ساتلی. په ۱۹۴۴ زکال کې شپېر د جنګي الوتکو د جوړولو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړه. دغه چاره لامل وګرځېده چې په جنګي هڅو کې له غلامو کارګرانو څخه کار واخلي. [10]
له جګړې وروسته شپېر د ۲۴ نیول شوو «لویو جنګي مجرمینو» څخه و چې د نورنبرګ په محکمه کې د نازي رژیم په جنایاتو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شو. نوموړی د جنګي او بشریت ضد جرمنو، تر ډېره هم له غلامو کارګرانو څخه د کار اخیستو په تور مجرم وګڼل شو خو په کلکه سره یې د اعدام د حکم له منلو ډډه وکړه. په بشپړه توګه د ۲۰ کاله بند له تېرولو وروسته په ۱۹۶۶ زکال کې ازاد شو. نوموړي په بند کې له خپلو لیکنو څخه د خپلو دوه ژوند لیکونو؛ په دریم رایش کې دننه (Inside the Third Reich)، شپانډوا: محرمانه خاطرات (Spandau: The Secret Diaries) د بنسټ په توګه کار واخیست. د شپېر کتابونه بریالي و؛ ځکه چې عامه وګړو لیوالتیا لرله د هغو څه اړوند وپوهېږي چې د رایش دننه تېر شوي و. شپېر په ۱۹۸۱ زکال کې د مغزي سکتې له امله ومړ. د معمارۍ اړوند د هغه د شخصي آثارو څخه څه نه دي پاتې شوي.
شپېر د خپلو ژوند لیکونو او مرکو پر بنسټ له ځانه د داسې سړي انځور پرېښود چې نه و توانېدلی د دریم رایش په وحشتناکو جنایاتو خبر شي او له دغې چارې یې هم شدیده پښېماني لرله. هغه د هلوکاسټ اړوند له سمې خبرتیا او په هغو کې د لاس لرلو اړوند انکار ته دوام ورکړ. دغه انځور له جګړې څخه په وروسته لسیزو کې د هغه په تاریخ لیکنې اغېز درلود چې له امله یې هغه په «افسانوي شپېر» واوښت: د غیر سیاسي تکنوکرات په توګه د هغه څرګندېدل چې د جرمني د جنګي ماشین د انقلابي کولو مسئولیت یې پر غاړه درلود. دغه افسانوي انځور په ۱۹۸۰مه لسیزه کې هغه مهال مخ پر زوال شو، کله چې د وسلو په برخه کې د جرمني خارق العاده چارې نازي تبلیغاتو ته اړوندې وبلل شوې. آدام توز د تخریب د بیې (The Wages of Destruction) په نامه اثر کې لیکي چې دغه نظریه چې شپېر یو غیرسیاسي تکنوکرات دی «ناسمه» ده. مارتین کیچن؛ د شپېر: د هېټلر معمار (Speer: Hitler's Architect) په نامه اثر کې لیکي چې د جرمني له خوا د وسلو په تولید کې زیاتوالی د هغو سیسټمونو له امله و چې د شپېر د ځای ناستي (فریتز تاد) له خوا رامنځته شوي و، په داسې حال کې چې شپېر د هغو «په وروستۍ حل لاره» کې ښکېل و.