![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f9/Windmills_D1-D4_-_Thornton_Bank.jpg/640px-Windmills_D1-D4_-_Thornton_Bank.jpg&w=640&q=50)
انجينري
From Wikipedia, the free encyclopedia
انجنیري (Engineering) د ماشینونو، ودانیو او همدا راز د پلونو، تونلونو، سړکونو، نقلیه وسایطو او ودانیو په ګډون نورو څیزونو د ډیزاین او جوړولو لپاره د علمي اصولو کارول دي. د انجینرۍ څانګه د انجینرۍ د نورو تخصصي برخو یوه پراخه لړۍ رانغاړي، چې هره یوه یې د تطبیقي یا کارېدونکو ریاضیاتو، کارېدونکو علومو، او د تطبیق نورو ډولونو پر ځانګړو برخو لا ډېر مشخص تمرکز لري. د انجینرۍ لغتونه (glossary of engineering) وګورئ.[1]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f9/Windmills_D1-D4_-_Thornton_Bank.jpg/640px-Windmills_D1-D4_-_Thornton_Bank.jpg)
د انجینرۍ اصطلاح له لاتیني انجینیم کلمې (ingenium) څخه چې معنا یې "ځیرکي" ده او همدا راز له انجینیر کلمې (ingeniare) څخه چې معنا یې "تدبیر یا پلان جوړول، سنجول" دي، اخیستل شوې ده.[2]