ایلان ماسک
From Wikipedia, the free encyclopedia
ایلان ریو ماسک(Elon Reeve Musk) (زیږون:جون ۲۸ مه، ۱۹۷۱ ز) کارزېږوونکی او د سوداګرۍ په برخه کې له مخکښانوڅخه دی. هغه د سپېس اېکس (SpaceX) اجرائیوي مشر او اصلي انجینر، د تسلا کمپنۍ (Tesla, Inc) اجرائیوي مشر او د هغو د تولیداتو طرح کوونکی، د بورینګ کمپنۍ بنسټ اېښودونکی(The Boring Company)، او د نیورالینګ (Neuralink) او اوپن اې آی (OpenAI) شریک بنسټګر دی. میلیاردر ماسک د ۲۰۲۱ ز کال په سپټمبر میاشت کې د نړۍ تر ټولو بډایه کس ښودل شوی دی.[12]
ایلان ماسک | |
---|---|
ماسک په ۲۰۱۵ تسلا موتورز د ونډه لرونکو کلنۍ ناسته | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۸ جون ۱۹۷۱(1971-06-28) (عمر: ۵۲ کاله) پریتوریا, ترانسوال, سویلي افریقا |
استوګنځای | بل آیر, لاس انجلس, کلیفرنیا, امریکا[1][2] |
هيواد غړيتوب | سویلي افریقا, کاناډا, امریکا |
طبی کیفیت | کویډ–19 [3] |
ښځه |
|
اولاد | ۶ زامن (۱ مړ)[5] |
مور او پلار | مای ماسک (مور) ایرول ماسک (پلار) |
عملي ژوند | |
تعليم | واترلوف د کور چمتوالی ښونځی پریتوریا د هلکانو عالی لیسه |
کار/مسلک | متشبث, انجینر, اختراع کونکی |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [6][7] |
د کړنې څانګه | سوداگري [8] |
کار ورکوونکی | پي پال ، سپېساېکس ، تسلا موټرز [9]، اوپناِېآی |
تنخواہ | تسلا موتورز[10] $۷۸.۲ میلیونه (۲۰۱۲) $۶۹,۹۸۹ (۲۰۱۳) $۱ (۲۰۱۴) |
کل دولت | US$۱۲.۲ میلیارده (ډسمبر ۲۰۱۵)[11] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | رسمي ویب پاڼه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ماسک د کاناډایي مور او سویلي افریقايي پلار څخه زېږیدلی او د سویلي افریقا په پرتوریا (Pretoria) کې را لوی شوی دی. د لنډ مهال لپاره یې وړاندې له دې چې په ۱۷ کلنۍ کې د زده کړو په موخه د کاناډا کووینز پوهنتون (Queen's University) ته لاړ شي، په پرتوریا پوهنتون (University of Pretoria) کې زده کړې وکړې. هغه دوه کاله وروسته پنسلوانیا پوهنتون (University of Pennsylvania) ته لاړ، چېرې چې هغه د اقتصاد او فزیک په برخه کې خپل لېسانس ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۹۵ زکال کې کالیفورنیا ته لاړ، څو په سټنفورډ پوهنتون (Stanford University) کې زده کړې وکړي، خو پریکړه یې وکړه چې سوداګري پیل کړي، له خپل ورور کېمبل (Kimbal) سره یې په ګډه د زیپ ۲ (Zip2) په نوم د انټرنټي سافټویرونو شرکت جوړ کړ. دغه نوی په پښو ولاړ شرکت په ۱۹۹۹ زکال کې د کامپک (Compaq) شرکت له خوا په ۳۰۷ میلیونه امریکايي ډالرو وپېرل شو. ماسک هماغه کال، د شراکت په ډول د اېکس.کام (X.com) په نامه انلاین بانک جوړ کړچې په ۲۰۰۰ زکال کې له کانفینتي (Confinity) سره یوځای شو او پی پل (PayPal) یې رامنځ ته کړ. دغه شرکت په ۲۰۰۲ زکال کې د اي بې (eBay) له خوا په ۱.۵ میلیارده ډالرو وپېرل شو.
په ۲۰۰۲ زکال کې، ماسک د سپېس اکس (SpaceX) په نامه، د فضایي لېږد وسایلو تولید کوونکي شرکت او د فضایي لېږد رالېږد د خدمتونو کمپنۍ بنسټ کېښود، چې په خپله یې اجرائیوي مشر او لوړ پوړی تخنیکي مسئول و. هغه په ۲۰۰۴ زکال کې د برېښنایي موټرو د جوړونکې کمپنۍ تسلا موتورز (Tesla Motors, Inc) (اوس تسلا کمپنۍ) سره د هغې د رئیس او د تولیداتو د طرح کوونکي په توګه یوځای شو چې په ۲۰۰۸ زکال کې یې د هغې اجرائیوي مشري هم پر غاړه واخیسته. په ۲۰۰۶ زکال کې یې د سولر سیتي په نامه، د لمریزې برېښنا د خدمتونو وړاندې کوونکې کمپنۍ په جوړېدو کې مرسته وکړه، چې بیا وروسته د تسلا له خوا وپېرل شوه او په تسلا انرژي واوښته. نوموړی په ۲۰۱۵ زکال کې د شراکت په ډول د دوستانه مصنوعي هوش (friendly artificial intelligence) غیر انتفاعي څېړنیز شرکت اوپن اې آی (OpenAI) بنسټ کېښود. په ۲۰۱۶ زکال یې په شراکت سره د نېورالینک (Neuralink) په نامه، د عصبي تکنالوژي کمپنۍ چې د مغز – کمپیوټر په نښلېدو تمرکز لري، جوړه او د بورېنګ کمپنۍ په نامه یې د تونل جوړولو د ودانیز شرکت بنسټ کېښود. ماسک د هایپرلوپ (Hyperloop) په نوم د لېږد رالېږد لپاره د چټک ریل سیستم هم طرح کړی دی.
ماسک په یو شمېر بحث جوړوونکو او ډېرو عمومي غیر معمول او غیر علمي موضوعاتو کې د هغه د دریځ نیولو له امله، تر نیوکو لاندې هم راغلی. په ۲۰۱۸ ز کال کې یې یو بریتانوي تونل ایستونکي د تام لوآنګ تونل (Tham Luang cave rescue) د ژغورنې په عملیاتو کې ، پرهغه د درغلي کولو تور پورې کړ؛ د کالیفورنیا قضايي پلاوي د ماسک په پلوي پریکړه وکړه. په همدغه کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د بورس او اسهامو کمیسیون (US Securities and Exchange Commission) د هغه د دروغجن ټویټ له امله، چې څرګنده کړې یې وه، هغه د تسلا د خپلولو لپاره بودیجه برابره کړې، له ده شکایت وکړ. نوموړی د (SEC) سره هوکړې ته ورسېد او د لنډ مهال لپاره له ریاست ګوښه او همدارنګه یې د ټویټر په کارولو کې پر ځان محدودیتونه ومنل. ماسک د کوېډ ۱۹ ټول شموله ناروغۍ اړوند ناسم معلومات خپاره کړي او د مصنوعي هوش او عمومي لېږد رالېږد اړوند یو شمېر موضوعاتو په ګډون د ده نورنظریات هم د کارپوهانو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.