اېډز
From Wikipedia, the free encyclopedia
د انسان د دفاعي سيستم کمزوری کوونکی ويروسي انتان او کسبي دفاعي سيستم کمزورې کوونکې ناروغي (HIV/AIDS) د هغو حالتونو منظر دی، چې د انسان د معافيت سيستم د کمزوري کوونکي ويروس (HIV) سره د ککړتيا له امله رامنځ ته کېږي. په ناروغۍ د اخته کېدلو په ابتدايي حالت کې کېدای شي، يو شخص کومې نښې څرګندې نه کړي يا کېدای شي د ناروغۍ په شان د انفلوانزا يوه لنډه دوره تجربه کړي. په نمونه يي ډول دا د نښو په نه لرلو سره د يوې اوږدمهاله استراحت يا خوب دورې نه مخکې وي. کله چې ناروغي پرمختګ کوي، نو زياتره د معافيت سيستم کې مداخله کوي، د عامو ناروغيو، لکه: توبرکلوز، نورو موسمي ناروغيو او تومورونو د پرمختګ خطر زياتوي، چې ذکر شوې ناروغۍ په عام ډول په عادي معافيت لرونکو وګړو کې نهايت لږې وي. د ناروغۍ دا وروستۍ نښې د کسبي معافيت کمزوري کوونکي ناروغۍ (AIDS) په توګه ذکر کېږي. دا پړاو زياتره د غير ارادي وزن بايلنې سره مل وي. [1][2][3][4][5][6]
HIV په اصل کې، د ناخوندي جنسي اړيکې (د مقعد او خولې له لارې جنسي اړيکې)، د ککړې وينې د لېږد، تر پوستکي لاندې ستنې، د حامله ګۍ پر مهال له مور نه ماشوم ته، ولادت يا هم د شيدو ورکوونې په واسطه خپرېږي. ځيني بدني مايع يا ګازات لکه: لاړې، خوله او اوښکي ذکر شوی ويروس نه لېږدوي. [7][8]
د مخنيوي په مېتودونو کې خوندي جنسي اړيکه، د ستنې د بدلولو پروګرامونه، په ناروغۍ د اخته خلکو درملنه او د ناروغۍ له ښکاره کېدو نه مخکې او وروسته دواړو حالتونو کې د مخينوي درمل کارول شاملېږي. په يوه کوچني کې ذکر شوې ناروغۍ مخنيوی مور او ماشوم دواړو ته د درملو د ورکوونې په واسطه کېږي. [9]
د برلين ناروغ (Berlin Patient) او لندن ناروغ (London Patient) په نامه دوو کسانود AIDS د ناروغۍ د درملنې راپور ورکړی دی او د NIH او Gates بنسټ د AIDS لپاره د نړيوالې درملنې د پرمختګ په موخه د متمرکز ۲۰۰ ميليونه ډالرو ژمنه وکړه. که څه هم په پراخه توګه د لاسرسي وړ درملنه يا واکسين تر اوسه نشته، مګر antiretroviral درملنه د ناروغۍ دوره بطي کولی شي او کېدای شي، د نږدې عادي ژوند تمه پيداکړی. د ناروغۍ له تشخيص سره جوخت د درملنې توصيه کېږي. بې له درملنې د ژوندي پاتې کېدو په منځنۍ توګه له اخته کېدو نه وروسته تر ۱۱ کلونو پورې دی. [10][11][12][13][14]
په ۲۰۲۰ ز کې د ټولې نړۍ په کچه ۳۷ ميليونه خلکو HIV درلود او په همدغه کال يې ۶۸۰۰۰۰ د مړينې پېښې لرلې.. د یادې شوې اندازې اټکلي ۲۰،۶ ميليونه وګړي په ختيځه او لويديځه افريقا کې ژوند کوي. د AIDS ويروس د پېژندلو (د ۱۹۸۰ز لسيزې په لومړيو کې) او ۲۰۲۰ ز کال تر منځ وختونو کې، ذکر شوې ناروغي په نړيواله کچه د اټکل شوي ۳۶ ميليونه مړينې سبب شوې ده. HIV/AIDS د يوې وبا په توګه په پام کې نيول کېږي، چې په پراخه سيمه کې شته او په فعال ډول خپرېږي. [15][16][17][18]
HIV په لويديځه اروپا کې د شلمې پېړۍ له لومړيو نه د همدې پېړۍ تر نيمايي وختونو کې له نورو تي لرونکو ژوو نه انسان ته راانتقال شوی دی. AIDS په لومړي ځل د امريکا متحده ايالتونو د ناروغۍ د کنترول او مخنيوي مرکزونو (Centers for Disease Control and Prevention (CDC)) په واسطه، په ۱۹۸۱ز کې وپېژندل شو او سببي HIV ناروغي د همدې پېړۍ په لومړيو کې پېژندل شوې ده. [19][20]
HIV/AIDS پر ټولنې باندې د ناروغۍ او تبعيض دواړو برخو کې پراخه اغېزه درلودلې ده. دا ناروغي پراخه اقتصادي اغېزې هم لري. د HIV/AIDS په اړه زياتې ناسمې انګېزې يا باورونه هم شته. لکه دا باور چې ياده ناروغي د سببي غير جنسي اړيکې په واسطه انتقالېدلی شي. دا ناروغي د دين په ګډون (د کاتوليک کليسا د موقف په ګډون چې دوی د ناروغۍ د مخنيوي په موخه condom نه کاروي) د زياتو بحثونو موضوع ګرځېدلې ده. دې ناروغۍ نړيواله طبي او سياسي پاملرنه او د پېژندنې راهيسې يې په پراخه کچه مالي ملاتړ هم ځانته راجلب کړی دی. [21] [22] [23] [24]