باسماچي خوځښت
From Wikipedia, the free encyclopedia
باسماچي خوځښت (په روسي ژبه: Басмачество یا Basmachestvo؛ چې له ازبکي «باسماچي» څخه اخیستل شوی او د «لار نیونکو» په معنی دی) په مرکزي آسیا کې د اسلامي باورونو څخه په الهام د روسیې د سترواکۍ او د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر ضد د یاغي ډلو پاڅون و. [1]
دغه خوځښت د ۱۹۱۶ زکال پر مهال د اجباري خدمت پر ضد هغو تاوتریخوالو څخه ریښه واخیسته، کله چې د روسیې سترواکۍ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د خدمت په موخه په جبري ډول په مرکزي آسیا کې د مسلمانانو په راغونډولو لاس پورې کړ. د ۱۹۱۷ زکال د اکتوبر میاشتې له انقلاب وروسته بلشویکانو د روسیې د سترواکۍ په ډیری برخو کې واک خپل کړ او د روسیې کورنۍ جګړه پیل شوه. د ترکستاني مسلمانانو سیاسي خوځښتونو هڅه وکړه څو د فرغانې درې په خوقند ښار کې یو خودمختاره حکومت رامنځته کړي. بلشویکانو د ۱۹۱۸ زکال په فبروري میاشت کې په خوقند برید وکړ او په عام وژنې یې لاس پورې کړ چې له امله یې له ۲۵۰۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول. دغه عام وژنه لامل وګرځېده عام وګړي له باسماچي خوځښت څخه ملاتړ وکړي؛ هغو چې چریکي جګړه یې کوله او له فرغانې درې سربېره یې د ترکستان ډیرې برخې په واک کې لرلې. د دغې ډلې مخکښ مشر انور پاشا او وروسته بیا ابراهیم بېک و. [2]
د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال د دغه خوځښت امکاناتو زیادښت او کمښت درلود، خو په ۱۹۲۳ زکال کې د سرو پوځونو پیاوړي عملیات لامل وګرځېدل باسماچیان ګڼ شمېر ماتې وخوري. د ۱۹۲۰مې لسیزې له نیمايي وروسته د هغوی د سوداګریزو چارو او اسلامي اعمالو پر ضد د سره پوځ پراخه عملیات لامل وګرځېدل د باسمچیانو پوځي امکانات او وګړیز ملاتړ کمښت ومومي. سربېره پر دې له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې د کمونېزم پر بنسټ د جمعي سازۍ د چارو په غبرګون کې د شوروي د مشرتابه او واکمنۍ پر وړاندې مقاومت یو ځل بیا زور واخیست. [3][4]