افريقايي هېواد From Wikipedia, the free encyclopedia
د لږ تر لږه ۵۰۰ کلونو لپاره په کې د Twa, Hutu او Tutsi وګړو ژوند کړی دی. بروندي د يادې مودې له ۲۰۰ څخه د زياتو کلونو لپاره د شلمې پېړۍ تر پيل پورې يوه خپلواکه پاچهي وه؛ دا هغه مهال و، چې المان پر سيمه باندې حکومت وکړ. د لومړۍ نړيوالې جګړې او د المان له ماتې څخه وروسته د ملتونو ټولنې د بروندي سيمه د بلجيم تر واک يا قيموميت لاندې کړه. له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د متحده ايالتونو د باور پر سيمه (United Nations Trust Territory) بدله شوه. بلجيميان او المانيانو دواړو د بروندي او راوينډا پر سيمو باندې د اروپايي مستعمرې په توګه حکومت وکړ، چې د “Ruanda-Urundi” په نوم پېژندل کېږي. پر افريقا باندې د اروپايي بريد تر وخته پورې د بروندي او راويندا سيمې هيڅکله تر عام حکومت لاندې نه وې. [6][7] بروندي په ۱۹۶۲ ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او په لومړيو کې يې شاهي نظام درلود، مګر د وژنو لړيو، کودتا او د سيمې د بې ثباتۍ عمومي اقليم په ۱۹۶۶ ز کال کې د يو جمهوريت او يو ګوندي دولت په رامنځته کېدلو کې لوړې کچې ته ورسېدل. د توکمي سوچه کولو سيالۍ، وروستۍ دوه کورنۍ جګړې او عام وژنې؛ يو ځل په ۱۹۷۰ لسيزه او بل ځل په ۱۹۹۰ لسيزه کې د سلګونه زرو وګړو د مړينې لامل شوې او اقتصاد يې ناپرمختللی او نفوس يې د نړۍ تر ټولو غريبې کچه کې پرېښود. ۲۰۱۵ ز کال د پراخه کچې سياسې نښتې شاهد و؛ ولسمشر “Pierre Nkurunziza” د درېيم وار له لپاره دندې پر مخ وړل غوره کړل، د کودتا يوه هڅه بې پايلې شوه او د هېواد پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د نړيوالې ټولنې د غړو له لورې تر پراخه نيوکې لاندې راغلې. [8] د بروندي د خپلواک دولت سياسي نظام د ولسمشريز استازي ديموکراتيک جمهوريت دی، چې د ګڼ ګوندي دولت پر بنسټ دی. د هېواد ولسمشر د دولت او حکومت رئيس دی. اوسمهال په دې بروندي کې ۲۱ ثبت شوي ګوندونه دي. د ۱۹۹۲ مارچ پر ۱۳ د “Tutsi” کودتا مشر “Pierre Buyoya” يو اساسي قانون رامنځته کړ، چې د ګڼ ګوندي سياسي بهير لپاره يې لاره هواره او ګڼ ګوندي سيالي يې راغبرګه (منعکس) کړه. شپږ کالونه وروسته د ۱۹۹۸ ز کال جون پر ۶ ياد اساسي قانون د ملي جرګې د چوکيو په پراخولو او د دوو مرستيال ولسمشرانو لپاره د مقرراتو په برابرولو سره بدل شو. د اروشا سمون يا ملګرتيا “Arusha Accord” له امله بروندي په ۲۰۰۰ کال کې يو لېږدېدونکی (انتقالي) حکومت تصويب کړ. د ۲۰۱۶ ز کال په اکتوبر کې يې ملګري ملتونه له خپلې ارادې څخه خبر کړل، چې غواړي د جنايي نړيوالې محکمې څخه لاس واخلي. [9][10][11][12][13] ياد هېواد په بنسټيز ډول يوه کليوالي ټولنه ده، چې يوازې ٪۱۳۴ وګړو يې په ۲۰۱۹ ز کال کې په ښاري سيمو کې ژوند کاوه. په يو کېلو متر مربع (۷۵۳ ميل مربع) سيمه کې د نږدې ۳۱۵ تنه وګړو د تراکم له مخې د نيمه صحرايي افريقا دويم ستر هېواد دی. نږدې ٪۸۵ نفوس يې د “Hutu” توکم له نسل څخه دي، ٪۱۵ يې “Tutsi” او له يو سلنې څخه لږ يې ذاتي “Twa” توکمي دي. د هېواد رسمي ژبې کېرونډي “Kirundi”، فرانسوي او انګليسي دي. کېرونډي په رسمي ډول د يوازينۍ ملي ژبې په توګه پېژندل کېږي. [14][15] بروندي چې د افريقا له کوچنيو هېوادونو څخه دی، ځمکه يې زياتره د پايښت کرنې او څرولو لپاره کارول کېږي، چې د ځنګلونو د له منځه تګ لامل شوې ده. تر ۲۰۰۵ ز کال پورې د هېواد ځنګلونه نږدې بشپړ له منځه تللي وو او يوازې له ٪۶ څخه لږه ځمکه يې په ونو سره پوښل شوې وه، چې نيمايي هغه يې سوداګريزې کښتونه وو. دا هېواد د فقر تر څنګ زياتره له فساد، کمزوري جوړښت، روغتيايي او د زده کړو خدمتونو ته له لږ لاسرسي او لوږې څخه رنځېږي. بروندي ګڼ نفوسه هېواد دی او زيات ځوانان د موکو [د کار] په لټه نورو سيمو ته ځي. د ۲۰۱۸ ز کال د نړۍ د خوښۍ راپور دې هېواد ته د ۱۵۶ ځای په ورکولو سره د نړۍ د تر ټولو لږ خوښ هېواد په توګه ځای کړ. بروندي د افريقايي ټولنې، ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عام بازار، ملګرو ملتونو او ناپېيلي خوځښت غړی هېواد دی. ياد هېواد تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د سړي سر تر ټولو ټيټ ناخالص کورنی محصول لري. [16][17][18][19] برونديمعاصر بروندي د بروندي د پاچا (King of Burundi) په نوم نومول شوې ده. نوموړي پر سيمه باندې حکومت وکړ، چې د پيل يې په ۱۶ پېړۍ کې و. ښايي په وروستي ډول خپل نوم د سيمې له “Ha” وګړو څخه تر لاسه کړي، چې د اصليت ځای يې د “Buha” په نوم پېژندل کېده. [20] تاريخچهبروندي لکه د بوستوانا، ليسوتو او ايستوانا غوندې هېوادونو له ډلې، له خپل ګاوند راواندا “Rwanda” تر څنګ په افريقا کې يو له څو (په شمېر) هېوادونو څخه دی، چې له استعمار څخه د مخه د افريقايي دولت يو سيده ځمکنی پرله پسې والی (تسلسل) دی. د هېواد پخوانۍ تاريخچه او په ځانګړي ډول د هېواد د درې واکمنو توکمي ډلو (Twa, Hutu او Tutsi) ونډه او طبيعت د پوهانو تر منځ خورا د بحث وړ دی. که څه يادونه کول يې مهم دي، چې د توکميزو ډلو طبيعت او کلتور تل سيال يا بهاند او بدلېدونکی دی. په داسې حال کې چې يادې ډلې ښايي دې سيمې ته په بېلابېلو وختونو کې او په بېل ډول د بېلابېلو توکميزو ډلو په توګه راغلې وي، مګر اوسني توپيرونه يې د ځينو له لورې ټولنيز-سياسي جوړښتونه ګڼل کېږي. يادو ډلو په لومړيو کې په يو څه سوله کې يو له بله سر ګډ ژوند وکړ. د دوی تر منځ د نښتو يا شخړو نېټه ۱۷ پېړۍ ته ورګرځېدلی شي. په ياده موده کې ځمکه د نفوس د پرله پسې ودې له امله خورا مخ په کمېدو وه.[21] د بروندي پاچهيد بروندي دولت د لومړني ثبوت نېټه ۱۶ پېړۍ ته ورګرځي، چې په همدې موده کې پر لويديځې غونډۍ باندې راڅرګند شو. په ځان پورې د کوچنيو ګاونډيو سيمو په نښلولو سره، د راتلونکو پېړيو پر مهال پراخه شو. د سترو جهيلونو سيمه کې د بروندي يا يورندي (Urundi) پاچاهي د دوديز پاچا له لورې اداره کېده، چې تر لاسه لاندې يې بېلابېل شهزاده ګان وو او د پرله پسې والي يا ځايناستي هڅې په کې عامې وې. پاچا چې د “mwami” په نوم يادېده او د واکمن معنا لري، د شهزاده غوندې ټولواکۍ (ganwa) مشري يې وکړه چې د خاورې ډېره برخه يې درلوده او له سيمه يیزو کروندګرو (په اصل کې Hutu) او شپونکيانو (په اصل کې Tutsi) څخه يې باج يا ماليه غوښتله. د بروندي پاچهي د روحانيونو د سلسلې د يو سياسي واک او د باج له مخې د اقتصادي بدلون له مخې وپېژندل شوه. [22][23] د ۱۸ پېړۍ په نيمايي کې د Tutsi سلطنت پر خاوره، توليد او د ubugabire په پرمختګ سره پر وېش باندې واک پياوړی کړ. “ubugabire” د ملاتړي پېرېدونکي يوه اړيکه وه، چې عوامو په کې د باج او د ځمکې د نيونې په بدل کې شاهي خونديتوب تر لاسه کړ. په دې موده کې شاهي محکمه له “Tutsi-Banyaruguru” توکم له وګړو څخه جوړه شوې وه. دوی د نورو کليوالي وګړو، لکه “Tutsi-Hima” په پرتله لوړ ټولنيز دريځ درلود. د دې ټولنو په ټيټو کچو کې “Hutu” وګړي وو او “Twa” وګړو د هرم په خورا تل کې ځای درلود. که څه هم ياد نظام يو څه نرمښت درلود. ځيني Hutu وګړو په اشرافيت پورې تړلي وو او د همدې له امله يې د دولت په پرمخ وړلو کې هم نظر [ونډه] درلوده. [24] ایداري وېشبروندي هیواد ۱۸ ولایتونه او ۱۱۷ ولسوالۍ لري.
کلتورتاریخجغرافیهاقتصاد |
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link) From "The Financial Times World Desk Reference". Dorling Kindersley. 2004. Prentice Hall. Retrieved on 30 June 2008.{{cite journal}}
: More than one of |archivedate=
و |archive-date=
specified (help); More than one of |archiveurl=
و |archive-url=
specified (help){{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.