تایپي
From Wikipedia, the free encyclopedia
تایپي په رسمي ډول د تایپي ښار د تایوان پلازمېنه او یوه ځانګړې ښاروالۍ ده، چې په شمالي تایوان کې موقعیت لري او د نوي تایپي ښار د ښاروالۍ یوه برخه ګڼل کېږي، چې د شمالي بندري ښار کیلونګ سویل لوېدیځ شاوخو۲۵ کیلومټرۍ (۱۶ میل) کې شتون لري. د ښار ډېری برخه تایپي حوزه کې میشته ده ، چې یاده حوزه د کیلونګ او ژیندیان سیندونو نسبتا تنګو درو پورې محدودې دي، چې د ښار په لوېدیځه پوله کې د تامسوي سیند سره یوځای کېږي. د تایپي ښار نفوس ۲،۶۴۶،۲۰۴ اټکل شوی. په نړۍ کې ۴۰م ترټولو ډېر نفوس لرونکی ښاري سیمه بلل شوي، چې د تایوان نږدې دریمه برخه اتباع په میټرو سیمه کې ژوند کوي.[10][11][12]
تایپي | |
---|---|
د تایپي انځور | |
کورډېناټونه: 25.0375°شمال 121.5625°ختيځ / 25.0375; 121.5625 [1] | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۷۰۹ |
هېواد | تايوان (۲۵ اکتوبر ۱۹۴۵–)[2][3]
جاپان سترواکي (۸ مې ۱۸۹۵–۲۴ اکتوبر ۱۹۴۵) |
لوی وېش | تايوان (۲۵ اکتوبر ۱۹۴۵–) |
پلازمینه د: | |
پراخوالی | |
• پراخوالی | 271.7997 کیلومتره مربع |
لوړوالی | 10 متر |
نفوس شمېرنه | 2603150 (۲۰۲۰)[4] |
وروستي مالومات | |
وخت زون | نړيوال همغږی وخت +08:00 |
پوستخونې شمېره | 100 |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 02 |
جيو کوډ | 1668341[5] |
آی اېس او 3166 | TW-TPE[6] |
خورلڼې ښارونه | هیوستون [7]، لوم [7]، مانيلا [7]، سيول [7]، کوتونو [7]، سان فرانسسکو [8]، تګوسیګالپا [7]، جده [7]، لاس انجلس [7]، ژوهانسبورگ [7]، پرتوریا [7]، لیلونګوه [7]، اسونسيون [7]، سان سلوادور [7]، وارسا [7]، داکار [7]، بانجول [7]، بیساو [7]، مبابانه [7]، اولان باتور [7]، مونروویا [7]، ماجورو [7]، ریګا [7]، آواګادوګو [7]، پراګ [7]، بلموپان [7]، کیتو [7]، کيېف [9] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
سمول |
تایپي د تایوان اقتصادي، سیاسي، تعلیمي او کلتوري مرکز او په ختیځه اسیا کې یو له مهمو مرکزونو نه دی او د یو نړیوال ښار په توګه ګڼل شوی. تایپي د یوې سترې تخنیکي صنعتي سیمې برخه ده، چې د ریل پټلۍ، لویې لارې، هوایی ډګرونه او بس لاینونه تایپي د ټاپو له ټولو برخو سره نښلوي. همدارنګه دSongshan او Taoyuan. په نوم دوه هوایی ډګرونو هم لري. تایپي د نړۍ نامتو معماري یا کلتوري نښې لري، چې پکې د تایپي ۱۰۱، د چیانګ کای شیک یادګاري تالار، دالونډونګ باون معبد، هیسنګ تیان کانګ، د مانکا لونګشان معبد، د ملي ماڼۍ موزیم، د ولسمشرۍ دفتر ودانۍ او د تایپي میلمستون شامل دي. د ژیمینګ په شمول د پیرودلو نامتو ځایونه په تایپي کې شتون لري. طبيعي ځانګړتياوې لکه Maokong، Yangmingshan او ګرمې چينې هم د نړيوالو سيلانيانو پام ځان ته اړولې.[13][14][15][16][17]
په نړیواله کچه د تایوان د مبهم سیاسي دریځ له امله، د چین تایپي اصطلاح په مکرر ډول د ټول هېواد لپاره د مترادف په توګه کارول کیږي. په ځانګري ډول کله چې د تایوان دولتي استازي په نړیوالو سازمانونو کې ګډون کوي یا د تایوان ورزشکاران په نړیوالو سپورتي سیالیو کې برخه اخلي.