From Wikipedia, the free encyclopedia
ترکان د مرکزي، ختيځې، شمالي او لويديځې اسيا، د اروپا د ځينو برخو او شمالي افريقا د توکميزو ډلو ټولګه ده چې په ترکي ژبو خبرې کوي.[1][2]
د ترکانو اصل او منشاء د ډېرو بحثونو موضوع ده. وروستي ژبني، جنيتيکي او لرغون پېژندنې شواهد ښيي چې لومړي ترکان په شمال ختيځ چين او پراخه شمال ختيځه اسيا کې د کرنيزو ټولنو زوزات دی، دوی له زېږد مخکې د درېيمې زريزې په وروستيو کې د منګوليا پر لور خوځېدلي، چېرته يې چې د کليوال ډول ژوند غوره کړی. له زېږد مخکې د لومړۍ زرېزې په لومړيو کې، دا خلک به سپرو کوچيانو بدل شول. له دې وروسته پېړيو کې داسې ښکاري چې د مرکزي اسيا د اوارو سيمو اوسېدونکي د ختيځې اسيا د لږکيو د تسلط له امله په چټکتيا سره ترکي شوي، څوک چې له منګوليا څخه راوتلي وو. د تاريخ په اوږدو کې ډيری په پراخه کچه مختلفې توکميزې ډلې د ژبې د بدلون، کلتور منلو، نېواک، سره ګډوډ کېدلو، منلو او عقيدوي بدلون په مټ د ترکي خلکو برخه ګرځېدلي دي. خو په بېلا بېلو کچو د ټاکلو ترکي خلکو ناژبنۍ ځانګړتياوې سره شريکې دي لکه کلتوري چلند، د يو شریک جنيتيکي ځای څخه نسب او تاریخي تجربې.[3][4][5][6][7][8][9][10]
اوسمهال په ترکي ژبه خبرې کوونکو تر ټولو څرګندو ډلو کې ترکان، اذربايجانيان، ازبکان، قزاقان، ترکمن، قرغز او يوغوريان شامل دي.
د ترک د اصطلاح لومړۍ پېژندل شوې يادونه يواځې په يوې ترکي ډلې کېده چې هغه «Göktürks» دی، دوی ته احتملاً له ۵۸۷ز کال څخه وروسته نه، د شپږمې پېړۍ د « Khüis Tolgoi/خويس تولګوی» په ډبرليک کې د « türüg ~ török» نوم هم اخستل شوی. د ۵۸۵ز کال کې د اشبارا قاغان له خوا د «ون» سترواک «سوی» ته په ليک کې هغه د «لوی ترک خان» په نوم مخاطب کړی دی. د بوګوت (۵۸۴) او اورخون (۷۳۵ز) ډبرليکونو د Türküt, Türk او Türük ټکي کارولي دي.[11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21]
له زېږد وروسته د لومړۍ پېړۍ په اوږدو کې «Pomponius Mela» د «ازوف» سيند په شمال کې « Turcae » ځنګلونو ته اشاره کوي او «Pliny the Elder» « Tyrcae » د همدې سيمې د خلکو په نوملړ کې شاملوي. خو انګريز لرغون پېژندونکی «اليس مينز» ادعا کړې چې « Tyrcae Τῦρκαι» د «Iyrcae Ἱύρκαι » لپاره «يوه غلطه سمونه ده» چې د هيرودت (تاريخونه IV. ۲۲) په وينا دا هغه خلک دي چې له «Thyssagetae» ورهاخوا يې ژوند کاوه او شونې ده چې د مجاريانو يوګوري نيکونه وي. په لرغون کې ځانګړو ډلو ته اشارې شوي د چا نومونه چې شونې ده د « Tür(ü)k» بهرنی متن وي، لکه توګارما، تورخا/توروشکا، توروکو او همداسې نور؛ خو د معلوماتو تشه هومره د پام وړ ده چې له اوسنيو ترکانو سره د دې لرغونو خلکو هېڅ راز تړون شونی نه دی.[22][23][24][25][26][27]
په ټوليز ډول دا منل شوې چې « Türk » نوم د لرغوني ترکي کډوالې اصطلاح « Türük/Törük» څخه اخستل شوی چې معنا يې ده «پنځول شوی، زېږېدلی يا پياوړی»، د Toru Haneda، Onogawa Hidemi او Geng Shimin په ګډون ځينې علماء باور لري چې Di, Dili, Dingling, Chile او Tujue ټول لغات له ترکي ټکي « Türk» څخه مشتق شوی چې معنا يې ده «ځواکمن او پياوړی» او د جمعې حالت يې « Türküt» دی. که څه هم «ګرهارډ ډويرفر» په عموم کې د دې اند ملاتړ کوي چې د « türk » معنا ده پیاوړی، «جرارډ کلاسون» وايي چې « türk ټکی هېڅکله هم د پياوړي په معنا نه دی کارول شوی او دا چې اصلاً türk يو مشخص نوم و چې معنا يې ده «د بلوغ د اوج نقطه،( د مېوې، انسان او داسې نورو)، خو ډېر ځله د د يوې مېوې لپاره د يو صفت په توګه کارول شوی دی، هغه مېوه چې بشپړه رسېدلې وي؛ (يا انسان) د ژوند په پيل کې، ځوان او پياوړی». «ترک پېژندونکی» «پيټر بي. ګولډن» له دې سره موافقه کړې چې د Turk ټکی په لرغونې ترکي ژبه کې رېښې لري. خو بيا هم د ديلي، دينګلينګ، شيلي، تله او تيله چې شونې ده د tegrek (احتمالاً د لاسي ګاډۍ په معنا وي) په معنا ليکل شوي، له Tujue سره د تړلو له هڅو سره موافق نه دی، چې معنا يې ده Türküt. چينايي کتاب ژو (اومه پېړې) د Turk نوم د رېښو په اړه وړانديز کړی دی چې دا ټکی له «ساتندوی خولۍ» څخه اخستل شوی دی، تشریح ورکوي چې دا نوم د يو غر له بڼې څخه اخستل شوی دی، چېرته چې دوی په التيا غرونو کې کار کړی دی. د هنګری عالم «András Róna-Tas» (۱۹۹۱) يوې ختانا-ساکا ټکي ته اشاره کوي چې « tturakä» دی او معنا يې ده «پوښ» چې د معنا له اړخه د «خولۍ» له معنا سره همغاړی دی او همدا د دې عاميانه لغت پېژندنې لپاره يوه احتمالي سرچينه ده؛ خو ګولډن په دې باور دی چې دا اړيکه نورو معلوماتو ته اړتيا لري.[28][29][30][31][32][33][34][35][36][37]
په چينايي سرچينو کې په ترکي ژبه خبرې کوونکي لومړي د پېژندلو وړ خلک ګکون او سينلي دي چې په سويلي سايبيريا کې مېشت وو. نور لومړي خلک چې «ډينګلينګ» يې بولي هم له ترکانو مخکې بلل کېږي، يا د بديل په توګه له «تونګوسيک» خلکو، یا Na-Dené او Yeniseianخلکو سره تړل شوی دي. د منځنيو پېړيو اروپايي حالات ليکونکو د ايروايشيا د اوارو سيمو بېلا بېل ترکان د ساکانو د «هويت-پېژندنې» لاندې داخل کړي دي. د ۴۰۰ز کال او شپاړسمې پېړۍ تر منځ، بيزانسي سرچينې د دولسو جلا جلا ترکي خلکو لپاره د (Skuthai) نوم کاروي.
په اوسنۍ ترکي ژبه کې چې د ترکيې په جمهوريت کې کار ځينې اخستل کېږي، د «ترکانو» او «ترکي خلکو» تر منځ په ساده ژبه کې توپير شته: د Türk ټکی په ځانګړي ډول په ترکي ژبه خبرې کوونکو خلکو ته کارول کېږي (په ترکي د خبرې کولو په برخه کې هماغه ترکي ژبه بلل کېږي)، په داسې حال کې چې ترکي «Türki» اصطلاح عموماً د اوسني ترکي جمهوريت خلکو ته اشاره کوي (Türki Cumhuriyetler يا Türk Cumhuriyetleri). په هر حال، د دې اصطلاح سم استعمال پر ژبنۍ ډلبندۍ ولاړ دی تر څو له هر ډول سياسي معنا څخه ډډه وشي. په لنډ ډول، Türki ټکی هم د ترک لپاره کارول کېږي او هم د ترکي لپاره.[38][39][40][41][42][43][44][45][46]
ترکي ژبې له دېرشو ژبو څخه د ژبو يوه کورنۍ جوړوي، په دې ژبه له ختيځې اروپا او مديترانې څخه تر سايبيريا او لويديځ چېن او په ټول منځني ختيځ کې خبرې کېږي. د نږدې يو سل اويا ميیليونه خلکو اصلي ژبه ترکي ده، نور شل ميليونه خلک په ترکي ژبه د دوی د دويمې ژبې په توګه خبرې کوي. هغه ترکي ژبه چې تر ټولو زياتې خبرې پرې کېږي، فصيحه ترکي يا اناتوليايي ترکي ده چې په دې ژبه خبرط کوونکي د ټولې ترکي ژبې د خبرې کوونکو شا اوخوا څلوېښت سلنه جوړوي. د دوی ټولو له يو په درې څخه زيات يې په توکميز لحاظ د ترکيې ترکان دي، چې په عموم ډول په ترکيه او په سويلي او ختيځې اروپا او لويديځه اسيا کې د پخواني عثماني تسلط لاندې سيمو کې ژوند کوي؛ همدا راز په لويديځه اروپا، استراليا او امريکا کې هم د کډوالۍ له کبله مېشت دي. پاتې ترکي خلک په مرکزي اسيا، روسيه، قفقاز، چين او شمالي عراق کې پراته دي. [47][48]
به دوديز ډول د ترکي ژبې د کورنۍ په اړه باور کېږي چې د التايي ژبې د کورنۍ يوه برخه ده.[49]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.