توګو
From Wikipedia, the free encyclopedia
توګو یاهم (توګو) په فرانسوي ژبه République Togolaise) توګو جمهوریت د افریقا په لویدیځ کې پروت یو کوچېنی هیواد دی. د توګو پلازمینه د لومه ښار دی او ۵ سیمي لري چې هره سيمه په دیرش ایداري برخو ویشل شوی ده، یاد هیواد ۷۸۵'۵۶ کیلومتره مربع مساحت او ۳۷۴'۶۰۶'۷ میلیونه وګړي لري. د یاد هیواد رسمي ژبه فرانسوي او د حکومت ډول یې جمهوري دی، ولسمشر یې فاوره ګناسینګبه دی.
د توګو، په رسمي توګه د توګو جمهوریت (په فرانسوي: République togolaise)، په لوېدیځه افریقا کې یو هېواد دی. په لوېدیځ کې له ګانا، په ختیځ کې له بینین او په شمال کې له بورکینا فاسو سره ګډه پوله لري. دا هېواد په سویل کې د ګیني خلیج ته غځېدلی، چې په دې برخه کې یې پلازمینه او لوی ښار لومي پراته دي. توګو ۵۷۰۰۰ کیلومتر مربع (۲۲۰۰۸ مایل مربع) خاوره تر پوښښ لاندې لري، چې دا په افریقا کې یو له کوچنیو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او نږدې ۸ میلیونه وګړي لري. د نړۍ یو له نریو هېوادونو څخه دی چې له ۱۵۵ کیلومتر (۷۱ مایل) څخه کم پلنوالی لري او د ګانا او د هغه د ختیځ ګاونډی بینین، چې له شمالي برخو پرته خورا نری هېواد دی، تر منځ پروت دی. [1][2][3]
له ١١مې تر شپاړسمې پېړۍ پورې بېلابېل قومونه له هر اړخه دې سيمې ته ننوتل. د ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۸ پېړۍ پورې، ساحلي سیمه د اروپایانو لپاره د غلامانو د پیرودلو یو لوی سوداګریز مرکز و، چې توګو او شاوخوا سیمو ته یې "د غلام ساحل" نوم ورپه برخه کړ. په ۱۸۸۴ ز کال کې، جرمن د اوسني توګو په ګډون یوه سیمه د توګولنډ په نوم تر خپل خوندیتوب لاندې اعلان کړه. د توګو واکمني له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، فرانسې ته وسپارل شوه. توګو په ۱۹۶۰ ز کال کې له فرانسې یې خپلواکي ترلاسه کړه. په ۱۹۶۷ ز کال کې، ناسنګبي ایادیما یوه بریالۍ پوځي کودتا په لاره واچوله چې وروسته د کمونیسټ ضد، د یوګوندي دولت ولسمشر شو. بلآخره، په ۱۹۹۳ ز کال کې، ایادیما له څو ګوندي ټاکنو سره مخامخ شو، چې د بې نظمیو له امله رامنځ ته شوې او نوموړي درې ځله ولسمشري وګټله. ایادیما تر مړینې، د عصري افریقا په تاریخ کې ترټولو اوږد خدمت کوونکی مشر و، چې د ۳۸ کلونو لپاره ولسمشر و. په ۲۰۰۵ ز کال کې یې زوی، فار ناسنګبي ولسمشر وټاکل شو. هغه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې په دې دنده کې پاتې شو. [4][5]
توګو یو استوایی، د سوېلي صحرا هېواد دی، چې اقتصاد په کرنه پورې تړلی دی او اقلیم یې د ودې غوره موسمونه چمتو کوي. لکه څنګه چې یې رسمي ژبه فرانسوي ده، خو زیاتې نورې ژبې، په ځانګړې توګه د ګبي کورنۍ، هم په کې تکلم کېږي. تر ټولو لویه مذهبي ډله د هغو کسانو څخه جوړه ده چې بومي عقیده لري او د پام وړ عیسوي او مسلمان لږه کي هم په کې شته. توګو د ملګرو ملتونو، افریقایي اتحادیې، د اسلامي همکاریو د سازمان، د سویلي اتلانتیک د سولې او همکارۍ د زون، فرانکفوني او د لوېدیځې افریقا هېوادونو د اقتصادي ټولنې غړیتوب لري. [6]