From Wikipedia, the free encyclopedia
تېزابي باران هغه باران یا د اورښت بله بڼه ده چې په غیرمعمولي ډول تېزابي وي، دا په دې معنی ده چې دا باران د هایدروجني آیونو لوړه کچه (ټيټ pH) څخه برخمن دی. د څښاک اوبو په ګډون زیاتره اوبه یو خنثي pH لري چې د ۶،۵ او ۸،۵ ترمنځ دی، خو د تېزابي باران د pH کچه له دې څخه ټیټه ده او په اوسط ډول له ۴-۵ پورې وي. هرڅومره چې تېزابي باران تېزابي وي په همغه کچه یې pH ټیټ وي. تېزابي باران کولای شي په بوټو، د اوبو په ژویو او په بیخبیناوو باندې زیانمنې اغېزې ولري. تېزابي باران د سلفر ډای اوکسایډ او نایتروجن اکسایډ د خپرېدو له امله رامنځته کېږي، چې په اتموسفیر کې د اوبو له مالیکولونو سره تعامل کوي ترڅو تېزاب تولید کړي.[1][2]
په ډاګه شوې چې تېزابي باران په ځنګلونو، تازه اوبو، خاوره، میکروبونو، حشراتو او په اوبړنو ژوند بڼو ناوړه اغېزې لري. په ایکوسیستمونو کې، دوامداره تېزابي باران د ونې د پوټکي پایښت کموي او د دې لامل کېږي چې بوټي (flora) د چاپېریال فشارراوړونګو عواملو لکه وچکالۍ، تودوخې/ساړه او د آفتونو یرغل په وړاندې ډېر حساس شي. تېزابي باران د دې وړتیا هم لري چې د خاورې ترکیب د مغذي موادو لکه کلسیم او مګنیزیم په له منځه وړلو زمانمن کړي، دا مواد د بوټو په وده او د خاورې په سلامتیا کې رول لوبوي. د بشري بیخبیناوو له نظره، تېزابي باران د رنګ د پوست کېدو، د فولادي جوړښتونو لکه پلونو د زنګ کېدو او د ډبریز ودانیو او مجسمو د هوا وهنې (weathering) لامل کېږي او همدارنګه د انسان په روغتیا باندې اغېزې لري.[3][4][5][6][7]
یو شمېر حکومتونو د ۱۹۷۰ کلونو راهیسې هڅې کړې چې هوا ته د سلفر ډای اوکسایډ او نایتروجن اوکسایډ په خوشي کولو کې کموالی راولي. دې هڅو د تېزابي باران په اړه د پراخو څېړنو له امله چې په ۱۹۶۰ کلونو کې پیل شوې مثبتي پایلې درلود او د تېزابي باران د زیانمنو اغېزو له امله دا معلومات عام شول. د سلفر او نایتروجن مرکباتو اصلي سرچینه چې د تېزابي باران لامل کېږي، د انسان له خوا رامنځته کېدونکي (anthropogenic) دي، خو نایتروجن اوکسایډونه په طبیعي ډول د رعد برېښېدو له امله هم تولید کېدای شي او سلفر ډای اوکسایډ د اورغورځوونکو د راخوټېدنو له امله تولید کېږي.[8][9]
"تېزابي باران" یوه مشهوره اصطلاح ده چې د لندو (باران، واورې، لندې واورې، لړې، د ورېځو اوبو او شبنم) او وچو (تېزاب کېدونکي ذرات او ګازونه) تېزابي اجزاوو څخه مخلوط رسوب ته اشاره کوي. د کاربن ډای اوکسایډ له حذفېدو وروسته مقطر اوبه خنثي ۷ pH لري. هغه مایعات چې د ۷ څخه کم pH لري، تېزابي دي او هغه مایعات چې د ۷ څخه لوړ pH لري، القلي دي. "پاک" یا ناککړ باران، تېزابي pH لري، خو معمولا د ۵،۷ څخه کم نه وي، ځکه چې په هوا کې کاربن ډای اوکسایډ او اوبه یو بل سره تعامل کوي ترڅو کاربونیک اسید جوړ کړي، د لاندې تعامل له مخې یو ضعیف اسید دی:[10]
H2O (l) + CO2 (g) ⇌ H2CO3 (aq)
کاربونیک اسید بیا کولای شي په اوبو کې په آیون بدل شي چې د کاربونیټ او هایدرونیم آیونونو ټیټ غلظت جوړوي:
H2O (l) + H2CO3 (aq) ⇌ HCO−3 (aq) + H3O+ (aq)
ناککړ باران کېدای شي نور کیمیاوي توکي هم ولري چې د خپل pH (تېزابیت په کچه) اغېزه کوي. یو معمول مثال نایټریک اسید دی چې په اتموسفیر کې د برېښنایي تخلیې (electric discharge) لکه رعد او برېښنا له خوا تولید کېږي. د چاپېریالي مسئلې ( چې وروسته په مقاله کې بحث کېږي) په توګه تېزابي رسوب د پرته نور اضافي تېزابونه هم ولري.[11]
په صنعتي سیمو کې په باران او د لړې په اوبو کې د ۲،۴ څخه ښکته د pH میزان راپور وکړل شوی دی.[12]
تېزابي باران په سیستماتیک ډول لومړی ځل په ۱۹۶۰ کلونو کې په اروپا کې او په راتلونکې لسیزه کې په متحده ایالاتو او کاناډا کې وڅېړل شو.
د چونې په ډبرو او د مرمر په ډبرو باندې د ککړ، تېزابي ښار د هوا ویجاړونکې اغېزه په ۱۷ پېړۍ کې د جان آیولین له لوري تر پام لاندې ونیول شوه، چې د اروندیل مرمر ډبرو (Arundel marbles) خراب حالت څخه یې یادونه وکړه. د صنعتي انقلاب څخه را په دې خوا اتموسفیر ته د سلفر ډای اوکسایډ او نایتروجن اوکسایډونو په خپرېدلو کې زیاتوالی راغلی. رابرټ انګوس سمیټ لومړی کس ؤ چې په ۱۸۵۲ کال کې یې د انګلستان په منچسټر کې د تېزابي باران او د اتموسفیر ککړتیا ترمنځ اړیکه وښودله. سمیټ په ۱۸۷۲ کال کې د "تېزابي باران" اصطلاح وړاندې کړه.[13][14][15][16][17]
ساینس پوهانو په ۱۹۶۰ کلونو په وروستیو کې په پراخه توګه د دې پېښې مشاهده او څېړنه پیل کړه. په لومړي سر کې په دې څېړنه کې اصلي تمرکز د تېزابي باران په موضوعي اغېزو باندې ؤ. والډیمار کریسټوفر بروګر لومړی کس ؤ چې د ککړونکی اوږد واټنیز لېږد یې تایید کړ چې له انګلستان څخه ناروې ته د پولو څخه تېرېږي – دا مسئله په ۱۹۷۰ کلونو کې د برینجولف اوتار له خوا په سیستماتیک ډول وڅېړل شوه. د اوتار کار د سویډن د خاورې ساینس پوه، سوانټه اوډن تر زیاتې اغېزې لاندې راغی، چې په مشهور ورځپاڼو کې یې د اروپا د تېزابي باران مسئلې ته پراخه پاملرنه را اړولې وه او په ۱۹۶۸ کال کې یې په دې موضوع باندې یوه مهمه مقاله ولیکله.[18][19][20][21][22][23]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.