جان ډېوي
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان ډېوي (د ۱۸۵۹ کال د اوکټوبر له ۲۰ – د ۱۹۵۲ کال د جون تر ۱) یو امریکایی فیلسوف، ارواپوه، او تعلیمي اصلاح غوښتونکی ؤ، چې نظریات یې په تعلیم او ټولنیزه اصلاح کې اغېزمن وو. د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې له برلاسو امریکایي پوهانو څخه ؤ. [1][2]
جان ډېوي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | د امریکا متحده ایالات |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
کار ورکوونکی | کولمبيا پوهنتون |
سمول |
د ډېوي د آثارو اصلي او مهمه موضوع په ولسواکۍ باندې د هغه ژوره عقیده وه، هغه که په سیاست، تعلیم، یا اړیکو او ژورنالیزم کې وي. څرنګه چې ډېوي پخپله په ۱۸۸۸ ز کال کې کله چې په میشیګان پوهنتون کې ؤ، څرګنده کړه چې "ولسواکي او د انسانیت نهایي اخلاقي آیدیال زما په نظر مترادف دي." ډېوي دوه بنسټیز عناصر – فکري مکتبونه او مدني ټولنه – د هغو مهمو موضوعاتو په توګه وګڼل چې د تجربوي ځیرکتیا او کثرت پلوۍ د هڅولو لپاره پاملرنې او بیارغونې ته اړتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې بشپړه ولسواکي یوازې د رایې ورکونې د حقونو په پراخولو سره نه ترلاسه کېږي، بلکې د خلکو، کارپوهانو او سیاست پوهانو تر منځ د اړیکو له لارې د بشپړو جوړ شوو عامه افکارو د شتون په یقیني کولو سره ترلاسه کېدای شي، چې سیاست پوهان د هغو سیاستونو لپاره چې دوی یې غوره کوي، ځواب ویونکي وي.[3][4]
ډېوي یو له لومړنیو څېرو څخه ؤ چې د پراګماتیزم (عمل پلوه) فلسفې سره یې تړاو درلود او د وظیفوي (عمل پاله) ارواپوهنې له بنسټګرو څخه شمېرل کېږي. د هغه مقاله " په ارواپوهنه کې د انعکاس د قوس مفهوم" چې په ۱۸۹۶ کال کې خپره شوه، د (شیکاګو) د ارواپوهنې د عمل پاله مکتب لومړنی لوی اثر ګڼل کېږي. د عمومي ارواپوهنې سروې ته بیاکتنه چې په ۲۰۰۲ کال کې خپره شوه، ډېوي د شلمې پېړۍ د ۹۳یم تر ټولو مشهور ارواپوه په توګه شمېري.[5][6][7]
ډېوي د شلمې پېړۍ یو لوی تعلیمي اصلاح غوښتونکی هم و. نوموړی چې یو مشهور عامه روڼ اندی و، د پرمختللې زده کړې او لیبرالیزم لوی غږ و. کله چې د شیکاګو په پوهنتون کې پروفیسور و، نوموړي د شیکاګو پوهنتون د لابراتوار ښوونځي تاسیس کړل، چې هلته هغه وکړای شو د تدریس د میتود په اړه خپل پرمختللی نظرونه پلي او تجربه کړي. که څه هم ډېوي د زده کړې په اړه د خپلو خپرونو له امله غوره شهرت لري، نوموړی د ډېرو نورو موضوعاتو په اړه، لکه د معرفت پوهنې، میتافزیک، ښکلا پېژندنې، هنر، منطق، ټولنیزي تیوري او اخلاق هم لیکلي دي. [8][9][10][11]