From Wikipedia, the free encyclopedia
د دویمې نړیوالې جګړې ختیځه جبهه د شوروي اتحاد، پولنډ او د هغوی د نورو متحدینو پر وړاندې د اروپايي محور ځواکونو د جګړې صحنه وه چې د ۱۹۴۱ زکال د جون له ۲۲مې نېټې څخه د ۱۹۴۵ زکال د مۍ تر ۹مې نېټې پورې په کې مرکزي اروپا، ختیځه اروپا، شمال ختیځه اروپا (بالتیک هېوادونه) او سویل ختیځه اروپا (بالکان هېوادونه) رانغښتې وه. په دویمه نړیواله جګړه کې د وژل شوو ۷۰ – ۸۵ میلیونو وګړو څخه شاوخوا ۳۰ میلیونه یې ختیځې جبهې ته اړوند وو چې ۹ میلیونه ماشومان هم په کې شامل وو. ختیځې جبهې د دویمې نړیوالې جګړې د اروپايي عملیاتو د صحنې د پایلو په ټاکلو کې تعین کوونکی رول درلود او بالاخره یې د نازي جرمني او محور هېوادونو د ماتې د اصلي لامل په توګه عمل وکړ. [1][2][3]
د ختیځې جبهې جګړه په شوروي اتحاد کې د لویې وطن پالې جګړې په توګه پېژندل کېږي – او اوس هم د هغو په ځای ناستو هېوادونو کې ورته همدغه نوم کارول کېږي په داسې حال کې چې په نږدې ټولو نورو هېوادونو کې ورته د ختیځې جبهې نوم کارول کېږي. نن ورځ په جرمنۍ تاریخ لیکنه کې ورته په معمول ډول د جرمني – شوروي د جګړې نوم کارول کېږي.
د دویمې نړیوالې جګړې په اډانه کې د ختیځې جبهې جګړې په تاریخي کچه تر ټولو لویې جګړې وې. د ختیځې جبهې د جګړې په ځانګړنو کې په پریمانه او په بې مخینې کچې وژنې او وحشي ګرۍ، پریمانه ویجاړۍ، ټولیز تبعیدونه، بې شمېره ځاني تلفات، لوږه، د ناروغیو رامنځته کېدل او عام وژنې شاملېږي. په ختیځه جبهه کې دوه اصلي دښمنان شوروي اتحاد او نازي جرمني و چې په خوا کې یې دواړو خواوو ته متحدینو هم شتون درلود. په داسې حال کې چې متحده ایالاتو او بریتانیا هېڅکله ختیځې جبهې ته سرتیري وه نه لېږل خو د پور او اجارې (Lend-Lease) د لایحې په اډانه کې یې له شوروي اتحاد څخه پریمانه سمندري او هوايي ملاتړ وکړ او همدارنګه یې ورته تجهیزات لېږل. [4]
جرمني او شوروي اتحاد د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال) د پایلو له امله له یو بل څخه ناخوښه وو. شوروي روسیې د بریسټ لیتوفسک (مارچ ۱۹۱۸ زکال) د هوکړې له امله په ختیځه اروپا کې وروسته له هغه ګڼ شمېر ځمکې له لاسه ورکړې چې د پټروګراد بلشویکانو د جرمني غوښتونو ته غاړه کېښوده او په دې سره یې د پولنډ، لیتوانیا، استونیا، لتویا، فنلنډ او نورو برخو واک مرکزي ځواکونو ته وسپاره. وروسته له هغه چې جرمني د ۱۹۱۸ زکال په نومبر میاشت کې د متفقینو ځواکونو ته تسلیم شو او دغه قلمرونه په ۱۹۱۹ زکال کې د وارسا په ماڼۍ کې د پاریس د سولې د کنفرانس پر مټ په خپلواکو هېوادونو واوښتل، شوروي روسیه د کورنۍ جګړې په درشل کې وه او متفقینو هم د هغو بلشویکي حکومت په رسمیت وه نه پېژاند؛ همدا و چې په دغه غونډه کې د شوروي روسیې استازي ونډه نه لرله. [5]
اډولف هېټلر د ۱۹۳۹ زکال د اګست په ۱۱ مه په شوروي اتحاد باندې د برید اړوند خپل هوډ د ملتونو د ټولنې کمیشنر، کارل جاکوب بورکهارت ته ویلی و او څرګنده کړې یې وه چې:
هره چاره چې ترسره کوم د روسانو پر ضد ده. که چېرې لویدیځ دومره احمق او ړوند وي چې نشي کولای دا درک کړي، نو زه به اړ شم څو له روسانو سره هوکړې ته ورسېږم، لویدیځ مات کړم او د هغوی له ماتولو وروسته بېرته د خپلو ټولو ځواکونو سره د شوروي اتحاد مقابلې ته ودانګم. زه اوکراین ته اړتیا لرم څو شوروي ونشي کولای موږ له لوږې مړه کړي، هماغه ډول چې په تېره جګړه کې وشول. [6]
د مولوتوف – ریبنتوپ تړون چې د ۱۹۳۹ زکال په اګست میاشت کې لاسلیک شو د جرمني او شوروي اتحاد ترمنځ په یو بل باندې د برید نه کولو تړون و. په دغه تړون کې یو پټ پروتوکول شامل و چې موخه یې د لومړۍ نړیوالې جګړې له مهال وړاندې د جرمني او شوروي اتحاد ترمنځ پخوا ویشل شوي وضعیت ته د مرکزي اروپا ګرځول وو. د دغو پر مټ فنلنډ، استونیا، لیتوانیا، لتویا د شوروي لاس ته ورتلل په داسې حال کې چې پولنډ او رومانیا وېشل کېدل. ورته مهال د ختیځې جبهې جوړښت د شوروي او جرمني ترمنځ د پوله ییزې او سوداګریزې هوکړې پر منځ شونې چاره وګرځېده چې له مخې یې شوروي اتحاد په ختیځه اروپا کې جرمني ته د عملیاتو د پیل کولو په موخه اړین منابع ورکړل. [7]
د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه جرمني په پولنډ برید وکړ او دویمه نړیواله جګړه یې پیل کړه. د سپټمبر په ۱۷مه شوروي اتحاد هم پر پولنډ برید وکړ او په دې سره پولنډ د جرمني، شوروي اتحاد او لیتوانیا ترمنځ ووېشل شو. له ځنډ پرته شوروي اتحاد له فنلنډ څخه هم پام وړ ځمکني امتیازات وغوښتل، خو وروسته له هغه چې فنلنډ د شوروي غوښتنې رد کړې شوروي اتحاد د ۱۹۳۹ زکال د نومبر په ۳۰مه په فنلنډ برید وکړ چې دغه جګړه د ژمنۍ جګړې په نوم مشهوره شوه – هغه تریخه جګړه چې له امله یې د ۱۹۴۰ زکال د مارچ په ۱۳ مه د سولې هوکړه لاسلیک شوه؛ د دغې هوکړې پر مټ فنلنډ خپله خپلواکي وساته خو په ختیځ کې یې د کارلیا سیمه له لاسه ورکړه. [8]
د ۱۹۴۰ زکال په جون میاشت کې شوروي اتحاد درې بالتیک هېوادونه (استونیا، لتویا او لیتوانیا) اشغال او په ناقانونه بڼه یې ځانته الحاق کړل. د مولوتوف – ریبنتروپ تړون په ښکاره ډول د بالتیک هېوادونو او همدارنګه د رومانیا د شمالي او شمال ختیځو برخو (شمالي بوکوفینا او بیسارابیا، جون – جولای ۱۹۴۰ زکال) د اشغال په موخه د شوروي امنیت خوندي کړ، په داسې حال کې چې هېټلر په شوروي باندې د برید په اعلان کولو د شوروي له خوا د بالتیک او رومانیا د قلمرونو نیول له جرمني سره د ترسره کړې هوکړې نقض کوونکې چاره وبلله. مسکو ځانته د رومانیا الحاق کړې برخه د اوکراین او مولداویا په شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو باندې ووېشله. [9]
اډولف هېټلر په خپل ژوند لیک، زما جګړه (۱۹۲۵ زکال) کې د جرمني لپاره د لبنسراوم («حیاتي فضا») اړوند بحث کړی و؛ د هغه موخه دا وه چې د جرمنانو لپاره په ختیځه اروپا په ځانګړې توګه په روسیه کې نوي قلمروونه ترلاسه کړي. هغه هوډ درلود چې هلته جرمنان استوګن کړي ځکه چې د نازیانو د ایډیالوژۍ پر بنسټ جرمني وګړي «غوره نژاد» ته اړوند بلل کېدل، دوی د دغو سیمو ډیری وګړي ووژل او یا یې هم سایبریا ته تبعید کړل؛ له پاتې نورو څخه یې د غلامو کارګرانو په توګه کار واخیست. هېټلر د ۱۹۱۷ زکال په لومړیو کې روسان سپک خلک وبلل او باوري و چې بلشویکي انقلاب یهودان پر سلاواکي وګړو باندې واکمنان کړل، چې د هېټلر د نظر له مخې هغوی خپله د ځان اداره کولو وړتیا نه لرله او شورویان لامل وګرځېدل یهودي اربابان د هغوی مشري وکړي. [10][11][12]
د هاینریش هیملر په ګډون نازي مشرانو د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه د نازیسم او یهودي بلشوېزم ترمنځ جګړه بلله څو د سلواکي ټیټ نژاد لرونکو انسانانو په لګښت جرمني پیاوړو انسانانو (Übermenschen) ته چې د نازي ایډیالوژۍ له مخې اریايي غوره نژاد (Aryan Herrenvolk) ته اړوند و پراخه قلمروونه ترلاسه کړي. د ورماخت افسرانو خپلو سرتېرو ته ویل چې ټول هغه کسان په نښه کړي چې دوی د «یهودي بلشویکي بې ارزښته انسانانو»، «مغولي نسل»، «آسیايي سېل راوړو» او «سرو ځناورو» په توګه توصیف کول. نږدې ټولو جرمني سرتېرو جګړې ته د نازیانو د شرایطو له مخې کتل او شوروي سرتېري یې بې ارزښته انسانان بلل. [13][14][15][16]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.