خراسان
From Wikipedia, the free encyclopedia
خراسان د اوسني افغانستان لوېديځه برخه او د ايران ختيځې سيمې بلل شوي. ټولټال خراسان په څلورو ايالتونو وېشلې سيمه بلل شوې ده. لکه څنگه چې ښکاره ده د افغانستان لرغونی نوم آريانا و . په لومړي ځل دغه نوم د آراتسفن په کتاب کې چې مخزېږدي پېړيو کې ليکل شوی په يوناني ژبې Ariane (اريان ) يا(ارين) ياد شوی دی. د دغه آريانا په ختيځ کې هند ، په شمال کې د هند د غرونو لړۍ ، چې د هند لوېدیځې خواته پولې لري ښکاره دي. په سوېل کې د هند لوی سمندر، په لوېديځې پولې کې د خزر ور ، يانې هغه غرنۍ لاره چې د پارت له ماد څخه او گارمانيا له پارس څخه بېلوي . د آريانا مهم ولايتونه پدې توگه ياد شوي دي : باختر (بلخ، تخار، مروه)، آريا (هرات)، خوارزميش (خوارزم)، اپارتيا (د طوس او نېشاپور ولايتونه ) ،کارامانيا (کرمان)، سکاستين يا درانگيانا (سيستان)، آراکوسيا (کندهار)، گدروسيا (بلوچستان) ، پاکتيا ( د خوست ولايت تر سنده)، گندهارا (د پېښور او کابل ولايات)، پاروپاميس (غور او هزاره جات ) .