د افغانستان اسلامي دولت
From Wikipedia, the free encyclopedia
د افغانستان اسلامي دولت (په دري ژبه: دولت اسلامی افغانستان،Dawlat-i Islāmī-yi Afghānistan ؛ په انګریزي ژبه: The Islamic State of Afghanistan) د افغانستان د سوسیالیستي دولت له سقوط وروسته د افغان مجاهدینو د ټولو نه، بلکې د ډیری ډلو له خوا د ۱۹۹۲ زکال د اپرېل په ۲۶مه د پېښور د هوکړې پر بنسټ تاسیس شو. د دغه دولت ځواک په هېواد کې د دویمې کورنۍ جګړې د پیلېدو له امله محدود و؛ د دغې جګړې له امله د طالبانو خوځښت را پیدا شو چې په جګړه کې یې د بریا پر مټ په ۱۹۹۶ زکال کې کابل ونیو. له دې وروسته د افغانستان اسلامي دولت په یو تبعیدي دولت واوښت او د طالبانو پر وړاندې یې د شمالي ټلوالې مشري وکړه. دغه دولت په ۲۰۰۱ زکال کې د طالبانو د لومړني دولت د سقوط او د متحده ایالاتو او ناټو په مرسته د افغانستان د انتقالي دولت د تاسیس تر مهاله د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د مشروع دولت په توګه په رسمیت پېژندل کېده. [1][2][3]