د تودوخې درجه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د تودوخې درجه يو فزيکي مقداراو کچه ده، چې د يوې مادې د ګرموالي يا سوړوالي درجه څرګندوي. دا د حرارتی انرژي څرګند ډول دی، په ټوله ماده کې شته، چې هغه مهال د تودوخې د پېښېدنې او انرژي د بهير يوه سرچينه ده، چې جسم له يو بل سوړ يا ګرم جسم سره نښتی وي. د حرارت درجه بايد له تودوخې سره ګډه نه شي. [1]
د حرارت درجه په ترماميتر سره اندازه کېږي. ترماميترونه په بېلابېلو حرارتي اندازو (کچو) سره اندازه شوي دي، چې په تاريخي ډول يې د پېژندنې لپاره د ورګرځېدنې او مأخذ بېلابېل ټکي او د ګرموالي معلوموونکې مادې کارولې دي. تر ټولو عام ميزان Celsius (پخوا ورته سانتي ګرېډ ويل کېدل او په °C سره ښودل کېږي)، فارنهايټ (په °F سره ښودل کېږي) او کالوين ميزان دی، چې په K سره ښودل کېږي. د یادو ميزانونو له ډلې وروستنی يې د واحدونو نړيوال سيستم (International System of Units) د ټولنې يا کنواسیون له خوا د علمي موخو لپاره خورا زيات کارول کېږي.
د حرارت تر ټولو ټيټه نظرياتي درجه مطلق صفر ده، چې په کې له يوه جسم نه نوره هېڅ حرارتي انرژي نه رااېستل کېږی. دا په ازمېښتي ډول کولی شي، په خورا نږدې ډول (100 pK) ته نږدې اوسي، مګر ورته به رسېدلی نه وي، چې د ترموډيناميک [د تودوخې قوه] په درېيم قانون کې پېژندل شوی دی.
د تودوخې درجه د فزيک، کيميا، د ځمکې علم، ستورو پېژندنې، طب، بيولوژي، ايکولوژي، د مادې علم، د فلزاتو علم، ميخانيکي انجنيري، جغرافيې او د ورځني ژوند د زياتره اړخونو په ګډون د طبيعي علم په ټولو برخو او څانګو ضروري ده.