د شوروي اتحاد ړنګېدل
From Wikipedia, the free encyclopedia
د شوروي اتحاد ړنګېدل د شوروي اتحاد د دننۍ تجزيې بهير و، چې په پايله کې يې د يو خپلواک دولت په توګه د هېواد او د هغه د فدرالي حکومت شتون پای ته ورسېده، چې په دې ډول د ۱۹۹۱ زکال د ډسمبر په ۲۶ اساسي جمهوريتونو بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. دې ړنګېدلو د سرمنشي ميخايل ګوربجوف (چې وروسته ولسمشر هم و) هغه هڅه پای ته ورسوله، چې د سياسي کړکېچ او اقتصادي شاتګ په موخه يې د شوروي د سياسي او اقتصادي نظام د سمون لپاره کوله. شوروي اتحاد کورنی ولاړ حالت (رکود) او توکميزه بېلتون پالنه زغملې وه. د شوروي د سوسياليست جمهوريت اتحاد يا “USSR” که څه هم يو خورا متمرکز دولت و، له ۱۵ جمهوريتونو څخه جوړ شوی و، چې د بېلابېلو توکميزو ډلو لپاره يې د ټاټوبو په توګه ونډه ولوبوله. د ۱۹۹۱ز کال په وروستيو کې د ګواښونکي سياسي کړکېچ په منځ کې چې بېلابېل جمهوريتونه په کې وار له مخه له اتحاد څخه د بېلېدلو او متمرکز ځواک د پای ته رسولو په حال کې وو، د اتحاد د جمهوريتونو له ډلې د درې بنسټګرو جمهوريتونو مشرانو اعلان وکړ، چې شوروي اتحاد نور شتون نه لري. اته نور جمهوريتونه له ياد اعلان څخه لږه موده وروسته ورسره يو ځای شول. ګوربچوف د ۱۹۹۱ ز کال ډسمبر کې له دندې لاس واخېست او د شوروي د پارلمان پاتې حق يې د خپلې دورې د پای ته رسولو په موخه وکاروه. په ختيځ بلاک کې د ۱۹۸۹ ز کال اوښتونونه او د شوروي اتحاد ړنګېدلو دواړو په ۱۹۹۱ ز کال کې د سړې جګړې پای په نښه کړ.
د ړنګېدلو بهير د اتحاد په بېلابېلو تشکيلونکو ملي جمهوريتونو کې د ګډوډۍ په راپورته کېدلو سره پيل شو او د دوی او مرکزي حکومت تر منځ يې پرله پسې سياسي او مقننه شخړې ته وده وکړه. استونيا لومړنی شوروي جمهوريت و، چې د ۱۹۸۸ زکال د نومبر په ۱۶ نېټه يې د اتحاد دننه د دولت خپلواکي اعلان کړه. لتوانيا لومړنی جمهوريت و چې د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ د ۱۱ نېټې د قانون له مخې يې د خپلو بالتيک ګاونډيانو سره يو ځای له شوروي اتحاد څخه بشپړه خپلواکي اعلان کړه او د جورجيا د سويلي قفقاز جمهوريت ورسره په دوه مياشتنۍ دوره کې يو ځای شو.
د ۱۹۹۱ ز کال اګست کې کمونيستي سخت دريځو او پوځي اشرافو د يوې بې پايلې کودتا له مخې هڅه وکړه، چې ګربجوف راوپرځوي او د بې پايلې سمونونو مخه ونيسي. ګډوډي د دې لامل شوه، چې حکومت په مسکو کې خپل ډېری نفوذ له لاسه ورکړ او زياتره جمهوريتونو په راتلونکو ورځو او مياشتو کې خپلواکي اعلان کړه. د بالتيک دولتونو بېلتون د ۱۹۹۱ ز کال سپټمبر کې په رسميت وپېژندل شو. د بيلووېژ “Belovezh” تړونونه د روسيې د ولسمشر بوريس يلتسين، د اکراين د ولسمشر ګرافچوک او د بېلاروس د مشر شوشکيويچ له لورې د ډسمبر په ۸ نېټه لاسليک شوي وو، چې له مخې يې د هر يو خپلواکي په رسميت پېژندل کېدله او د شوروي اتحاد پر ځای يې د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو دولت “Commonwealth of Independent States (CIS)” رامنځته کړ. قزاقستان د اتحاد پرېښودلو له مخې وروستی هېواد و او د ډسمبر په ۱۶ نېټه يې خپلواکي اعلان کړه. د شوروي ټول پخواني جمهوريتونه له ګرجستان اون بالتيک دولتونو څخه پرته د ډسمبر په ۲۱ له “CIS” سره يو ځای شول او د الما-اټا تړون “Alma-Ata Protocol” يې لاسليک کړ. ګربچوف د ډسمبر په ۲۵ استعفا ورکړه او د اتومي وسلو د پيل خپرونو د واک په ګډون يې خپل ولسمشريز واکونه يلتسين ته ولېږدول، چې اوس د روسي فدراسيون لومړنی ولسمشر و. په همغه ماښام د روسيې بېرغ له کرملين څخه ښکته او پر ځای يې د روسيې درې رنګه بېرغ پورته کړای شو. په بله ورځ د شوروي د سوسياليست جمهوريت اتحاد د پورتنۍ جرګې ستر شوروي “Supreme Soviet of the USSR” يانې د جمهوريتونو شوروي “Soviet of the Republics” په رسمي ډول اتحاد له منځه وېوړ. [1][2]
د سړې جګړې په پايله کې د شوروي بېلابېلو پخوانيو جمهوريتونو له روسيې سره نږدې اړيکې ساتلي او د اقتصادي او پوځي مرستې په موخه يې د “CIS”، د ډله ييز امنيت د تړون سازمان “Collective Security Treaty Organization (CSTO)”، د يوروشيا اقتصادي اتحاد “Eurasian Economic Union (EAEU)” او د متحد دولت “Union State” په څېر ګڼ اړخيز سازمانونه جوړ کړي دي. له بله پلوه بالتيک دولتونه او د وارسا د تړون زياتره پخواني دولتونه د اروپايي ټولنې برخه شول او ناټو سره يو ځای شول، په داسې حال کې چې د اکراين، ګرجستان او مالديف په څير د شوروي ځيني نور پخواني جمهوريتونه په عمومي ډول له ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې له ورته تګلارې سره لېوالتيا څرګندوي.