د لویې بریتانیا پارلمان
From Wikipedia, the free encyclopedia
د لویې بریتانیا پارلمان د بریتانیا، تاج او تخت ته د اړوندو جزایرو او له سمندر هاخوا قلمرونو د قانون جوړونې تر ټولو عالي بنسټ دی. پارلمان په یوازې ځان په ټوله بریتانیا او د هغو په له سمندر هاخوا قلمرونو کې په ټولو سیاسي جوړښتونو باندې د قانون جوړونې په برخه کې برتري لري. پارلمان دوه جرګې لري خو درې برخې لري چې له حاکمیتي برخې(پاچا په پارلمان کې)، مشرانو جرګې (House of Lords) او ولسي جرګې (House of Commons) څخه جوړېږي. د پارلمان دواړې جرګې د ویسټ منېسټر ښار په ویسټ منېسټر جلا ماڼیو کې غونډه کوي چې د پلازمینې لندن په مرکزي سیمه کې موقعیت لري.[1][2][3][4]
د مشرانو جرګه دوه ډوله غړي لري؛ یوه برخې یې روحاني لارډان دي چې د انګلستان د کلیسا مخکښ کشیشان په کې شامل دي او بله ډله یې هم دایمي لارډان دي چې د حاکم له خوا ټاکل کېږي چې له دغو ۹۲ څوکۍ یې میراثي دي چې د یو سلطنتي منصب لرلو له امله یا هم د خپلو موروثي سیالانو له خوا ټاکل کېږي. د ۲۰۰۹ زکال په اکتوبر میاشت کې د سترې محکمې له پرانیستو وړاندې مشرانو جرګې د لارډانو د قانون پر بنسټ قضايي چارې هم مخته وړې. [5]
ولسي جرګه/د عوامو جرګه له ۶۵۰ ټاکنیزو حوزو څخه د هرې حوزې څخه د یوه غړي په ټاکلو انتخابي جرګه ده چې ټاکنې یې په هرو پنځو کلونو کې د تر ټولو څخه زیاتو رایو ګټونکي سیسټم له مخې ترسره کېږي. د ټاکنیز حوزو د کنوانسیون پر بنسټ د لومړي وزیر په ګډون د دولت ټول وزیران د عوامو جرګې غړیتوب لري او له همدې امله هم د مقننه قوې اړوندو کمیسیونونو ته ځواب ویونکي دي. د کابینې ډیری وزیران له عوامو جرګې څخه دي په داسې حال کې چې یو شمېر ځوان وزیران کېدای شي له بلې جرګې څخه هم وي. [6]
په نړیواله کچه د بریتانیا د سترواکۍ په پراختیا سره د بریتانیا پارلمان د ډیری هغو هېوادونو سیاسي سیسټمونه جوړ کړي چې په بریتانوي مستعمراتو کې شامل و او له همدې امله هم «د پارلمانونو مور» بلل کېږي. [7]
له تیوریکي پلوه د بریتانیا د قانون جوړونې عالي قدرت په رسمي توګه په پارلمان کې د تاج په واک کې دی. ورته مهال، تاج په معموله بڼه د لومړي وزیر په لارښوونه عمل کوي او د مشرانو جرګې واکونه یوازې د قانون په تصویب کې ځنډ کولو ته محدود کېږي. له همدې امله واک عملا د عوامو جرګې په واک کې دی. [8]