د هند د خپلواکۍ غورځنګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هند د خپلواکۍ غورځنګ د یو لړ تاریخي پېښو ټولګه وه چې وروستۍ موخه یې په هند کې د بریتانیا د واکمنۍ پای ته رسول وو. دغه لړۍ له ۱۸۵۷ څخه تر ۱۹۴۷ز کلونو پورې دوام درلود.[1]
د هند د خپلواکۍ لپاره لومړی ملتپال انقلابي خوځښت له بنګال څخه راولاړ شو او وروسته د هند نوې رامنځته شوې ملي کنګره کې یې ریښه ومونده، چېرې چې لوړ منځدریځو مشرانو په بریتانوي هند کې د هند ملکي خدماتو لپاره ازموینه کې د ګډون حق او همدا راز د قبایلو لپاره د اقتصادي حقونو ترلاسه کولو لپاره هلېځلې کولې. د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د ځانواکمنۍ لپاره لا بنیادي ګامونه د لال بال پال درېکسیزې ډلې، اوروبېندو ګهوش او و. او. چیدامبَرَم پیلایي لهخوا پورته شول. [2]
د ځانواکمنۍ لپاره د مبارزې وروستي پړاوونه له ۱۹۲۰ز کال وروسته د عدم تشدد او مدني سرغړونې په تړاو د ګاندي د سیاست په خپلولو سره د کنګرې لهخوا مشخص شول. د رابیندراناتهـ ټاګور، سوبرامانیا بهارتي او بانکیم چندرا چتوپادیای په شان روښاندو څېرو لهخوا د هېوادپالنې په هکله پوهاوی خپور شو. د ساروجیني نایدو، پریتیلاتا وادېدار او کستوربا ګاندي په څېر ښځینه مشرانو د هند د مېرمنو خلاصون او د ازادۍ لپاره په مبارزه کې ونډې اخېستنې په تړاو هلېځلې وکړې. بهیمراو رامجي امبېدکار د هند ټولنې د محرومو طبقو له لامل څخه دفاع وکړه. [3]
ځینو مشرانو تاوتریخجنې تګلارې غوره کړې. دغه تګلارې، په ځانګړې توګه، د رولات قانون له مصوبې وروسته شهرت وموند، چې د یاد قانون لهمخې بېقید او شرط توقیف ته اجازه ورکړل شوه. په ټول هند، په تېره بیا پنجاب ایالت (بریتانوي هندي) کې (چېرې چې د جالیانوالا باغ په ډلوژنه کې احتجاج کوونکي په تاوتریخجن ډول وځپېدل) د دغه قانون پر وړاندې احتجاجونه ترسره شول. د بهاګت سنګهـ، شیوارام راجګورو، سُکهـدیو تهاپر، چندرا شېکهر ازاد او سوبهاس چندرا بوس په څېر انقلابیانو، چې د کنګرې له ناغېړیو څخه په تنګ وو، په تاوتریخوالي لاس پورې کړ. لهدې جملې څخه، بوس له محوري قدرتونو سره یوځای شو او ازاد هند یې رامنځته کړ. په ضمن کې، سنګهـ، راجګورو، تهاپر او ازاد د بریتانیا مهم افسران ترور او دولتي ودانۍ یې په بمونو والوځولې.
د هند د خپلواکۍ غورځنګ په تلپاتې اېدیولوجیکي تکامل کې ؤ. په بنسټیزه توګه د ښکېلاک ضد ؤ او له سیکولر، دېموکراتیک، جمهوريپال او مدني ازادي غوښتونکي سیاسي جوړښت سره د خپلواکۍ او اقتصادي پراختیا په لیدلورو بشپړ شو. له ۱۹۳۰ز لسیزې وروسته، غورځنګ یو غښتلی سوسیالېستي دریځ غوره کړ. دغه دریځ، په ۱۹۴۷ز کال کې د هند د خپلواکۍ قانون لهلارې خپل هسک ټکي ته ورسېده، چې ملوکالطوایفي یې ختمه او پاکستان یې رامنځته کړ.
د هند سلطنتي نظام تر ۲۶-جنوري-۱۹۵۰ز کال پورې، چې د هند اساسي قانون لهمخې د هند جمهوریت تاسیس شو، دوام وموند. پاکستان تر ۱۹۵۶ز کال پورې، چې خپل لومړنی اساسي قانون یې تصویب کړ، تر واکمنۍ لاندې پاتې شو. په ۱۹۷۱ز کال کې، ختیځ پاکستان د بنګلهدېش تر نامه لاندې خپله خپلواکي اعلان کړه. [4]