زړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
زړه په ډېری ژوندیو موجوداتو کې یو عضلاني غړی دی. دغه غړی وینه د وینې د رګونو په واسطه ټول وجود ته پمپ کوي. پمپ شوې وینه اکسیجن او انرژي د وجود ټولو برخو ته رسوي او بېرته اضافي متابولیکي مواد لکه کاربن ډای اکسایډ سږو ته را انتقال کوي. په انسانانو کې د زړه اندازه د یوه سوک کړي لاس په کچه ده او د سږو ترمنځ د سینې د قفس په منځنۍ برخه کې موقعیت لري. [1][2][3]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
کارول |
برخې | |
---|---|
برخه د |
په انسانانو، ټولو تي لرونکو حیواناتو او الوتونکو کې زړه څلور برخې لري: کیڼ دهلېز، ښی دهلېز، کیڼ بطن او ښی بطن. په معمول ډول ښی دهلېز او ښی بطن د ښي زړه او کیڼ دهلېز او کیڼ بطن د کیڼ زړه په توګه یادول کېږي. په داسې حال کې چې د ماهیانو زړه دوه برخې یو دهلېز او یو بطن او د حشراتو زړه درې برخې لري. په یوه سالم زړه کې وینه د زړه له یوې خوا څخه پمپ کېږي او د هغو له بېرته شاته راتلو مخه نیسي. زړه د پریکارډ په نامه په یوه ساتونکې کڅوړه کې چاپېر دی چې یوه اندازه مایع هم لري. د زړه دیوال له دریو طبقو اپي کارډ، میوکارډ او انډوکارډ څخه جوړ شوی. [4][5][6][7][8]
زړه د هغه ریتم له مخې چې په دهلېزي سینوسي غوټه کې د ضربان ټاکونکو حجراتو له مخې ټاکل کېږي، وینه پمپ کوي. دغه حجرې هغه جریان رامنځته کوي چې د زړه د انقباض لامل ګرځي او د دهلېزي بطني غوټې له لارې د زړه د الکتریکي هدایت د سیسټم په اوږدو کې حرکت کوي. په انسانانو کې له اکسیجن پرته وینه د ښي دهلېز له لارې له ستر پورتني او لاندني ورید څخه زړه ته ننوزي او هغه ښي بطن ته رسوي. له دغه ځایه هغه د ریوي سرکولشن له لارې سږو ته ځي، چېرې چې اکسیجن له ځانه سره اخلي او کاربن ډای اکساید پرېږدي. له دې وروسته اکسیجن لرونکې وینه د زړه کیڼ دهلېز ته راګرځي او له کیڼ بطن څخه په تېرېدو د زړه د آئورټ لوی شریان پر مټ د وجود د وینې جریان ته پمپ کېږي او د شریانونو او کوچنیو رګونو پر واسطه د وجود هرې برخې ته رسېږي – چېرې چې انرژي او نور مواد د وینې د رګونو او حجراتو ترمنځ تبادله کېږي اکسیجن هغو ته رسوي او کاربن ډای اکساید اخلي – وړاندې له دې چې بېرته د وریدونو له لارې زړه ته را وګرځي. د استراحت په حالت کې د زړه د ضربان کچه په دقیقه کې ۷۲ ځله ده. بدني فعالیت په لنډ مهالې توګه د زړه ضربان زیاتوي خو په اوږد مهال کې د استراحت پر مهال د زړه ضربان ورسره کمېږي چې دا بیا د زړه روغتیا ته ګټمن دی. [9][10][11]
له ۲۰۰۸ زکال راهیسې د زړه د رګونو ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د مړینې تر ټولو لوی لامل دی او نږدې ۳۰ سلنه مړینه له همدغه امله ده. د دغې کچې مړینې درې پر څلور برخې یې د رګونو د بندښت او همدارنګه د زړه د درېدو له امله دي. د زړه د ناروغیو په رامنځته کوونکو عواملو کې سګرټ وهل، چاغوالی، لږ ورزش، لوړ کلسترول لرل، د وینې لوړ فشار لرل، نه کنټرول شوی شکر شاملېږي. د زړه د رګونو ناروغۍ تر ډېره پورې کومې نښې نه لري او یا هم کېدای شي د سینې د قفس د درد او یا هم د نفس د بندیدو لامل وګرځي. د زړه د ناروغیو تشخیص د طبي سوابقو په اخیستو، په طبي غوږیو سره د زړه غږ ته له اورېدو، اکوکارډیوګرام او سونوګرافي له لارې ترسره کېږي. هغه متخصصین چې د زړه د ناروغیو درملنه کوي کارډیالوژیست یا د زړه متخصصین بلل کېږي؛ په داسې حال کې چې کېدای شي ګڼ شمېر نور طبي تخصصونه هم د هغو په درملنه کې داخل وي. [12][13][14][15]