![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/be/Sputnik_asm.jpg/640px-Sputnik_asm.jpg&w=640&q=50)
ستورمزلي
From Wikipedia, the free encyclopedia
فضايي اکتشاف د باندنۍ فضا د پلټنې په موخه د ستور پوهنې او فضايي تکنالوژۍ کارولو ته ویل کېږي. فضايي اکتشاف تر ډېره د ستور پوهانو لهخوا د تلسکوپ په مرسته ترسره کېږي، خو فزیکي اکتشاف بیا د روباتیکو فضايي څېړونکو او د انسان د فضايي الوتنو له لارې ترسره کېږي. فضايي اکتشافات د پخواني شکل یعنې ستور پوهنې په څېر د فضايي علومو یوه لویه سرچینه ده.[1]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/be/Sputnik_asm.jpg/640px-Sputnik_asm.jpg)
که څه هم د فضايي اجرامو او څیزونو کتنه چې په ستور پوهنه هم پېژندل کېږي، تر ثبت شوي تاریخ وړاندې هم د باور وړ ده، خو د لویو او یو څه کارندو توغندیو جوړېدو د شلمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د فضا فزیکي څېړنو ته پر واقعیت د بدلېدو زمینه برابره کړه. په نړۍ کې د لویې کچې لومړنی تجربوي توغندیز پروګرام د ۱۹۲۰مو ز کلونو په وروستیو کې «Opel-RAK» و، چې مشري یې «فریټز فون اوپل» او «ماکس والیر» کوله. دغه پروګرام د لومړنیو انسان لېږدوونکو توغندیو او توغندیزو الوتکو د جوړېدو لامل شو چې د نازي دورې V2 پروګرام او تر ۱۹۵۰ ز کال وروسته د متحدو ایالتونو او شوروي ګډو فعالیتونو ته یې لاره هواره کړه. Opel-RAK پروګرام او د ځمکنیو او هوايي وسایلو کتنې ډېر خلک را جلب کړل، د «رامبل توغندي» په نامه د نړیوال عمومي هیجان را منځته کېدو لامل شول او د فضايي الوتنو پر راتلونکو سرلارو، لکه: «ورنر وون براون» یې ډېرې اوږدمهالې اغېزې وکړې. په فضا کې د څېړنو لپاره معمولې انګېزې د علمي څېړنو پرمختګ، ملي اعتبار، د بېلابېلو ملتونو یووالی، د بشریت د راتلونکي پایښت تضمینول او د نورو هېوادونو په مقابل کې د پوځي او ستراتیژیکو برلاسیتوبونو پراختیا بللی شو. [2][3][4][5]
کله چې د ۲۰۰۰ ز کال په لومړۍ لسیزه کې هند «چانډریان ۱» فضايي بېړۍ وتوغوله، چین د فضايي خدمې د الوتنې یو بریالی پروګرام پیل کړ، د دې تر څنګ اروپايي اتحادیې او جاپان هم د خدمې د فضايي ماموریت لپاره پلانونه جوړ کړي دي. چین، روسیې او جاپان د یووېشتمې پېړۍ په لړ کې سپوږمۍ ته د ستور مزلو د لېږدوونکو ماموریتونو ملاتړ کړی، د دې تر څنګ اروپايي ټولنې د یووېشتمې پېړۍ په لړ کې سپوږمۍ او مریخ دواړو ته د ستور مزلو د لېږونکو ماموریتونو ملاتړ کړی دی.[6][7][8][9][10][11]