د لویدیځې افريقا په ساحل کې هېواد From Wikipedia, the free encyclopedia
سېنېګال په انګلیسي Senegal) په رسمي توګه د سېنېګال ولسمشریزه چې به ختیځې افریقا کې پروت یو هیواد دی. د سینیګال پلازمینه د داکار ښار دی او رسمي ژبي یې فرانسوي او ولوف ژبه دي، د یاد هیواد مساحت ۷۲۳'۱۹۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۰'۸۶۱'۱۲ میلیونه تنه دی. په سینیګال کې راکړی ورکړه د سنګال فرانک (XOF) باندی کیږي. {{Infobox country | conventional_long_name = د سنګال هیواد ولسمشریزه | native_name = {{|[République du Sénégal] Error: {{Lang}}: text has italic markup (help) (فرانسوي)|[Réewum Senegal] Error: {{Lang}}: text has italic markup (help) (ولوف)|[جمهوریة السنغال] Error: {{Lang}}: text has italic markup (help) (عربي )|[𞤈𞤫𞤲𞤲𞤣𞤢𞤢𞤲𞤣𞤭 𞤧𞤫𞤲𞤫𞤺𞤢𞥄𞤤 Renndaandi Senegal] Error: {{Lang}}: text has italic markup (help) (فولاني)}} | common_name = سنګال | image_flag = Flag of Senegal.svg | image_coat = Coat of arms of Senegal.svg | image_map = Location Senegal AU Africa.svg
| map_caption =
in اروپایي ټولنه ()
| image_map2 =
| national_motto = ["Un Peuple, Un But, Une Foi"] Error: {{Lang}}: text has italic markup (help) (فرانسوي)
"یو ولس، یو هدف، یو کیش"
| national_anthem =
"ټول کار وکړۍ او بالافونونه وغږوۍ"
"Everyone strum your koras, strike the balafons"
| official_languages = فرانسوي | languages_type = میانجي ژبه
| languages =
| languages2_type = National languages
| languages2 =
| ethnic_groups = {{|ولوف خلک (۴۱.۳%)|فولاني خلک (۱۷٫۸٪)|سرر خلک (۱۵.۷%)|ماندیکا خلک (۱۴.۰%)|جولا خلک (۳٫۷٪)|سنینکه خلک (۱.۱%)|نور (۷٫۴٪)}}
| ethnic_groups_year =
| demonym = سنګالیان
| capital = داکار
| coordinates = ۱۴°۴۰′ شمال ۱۷°۲۵′ لویدیځ
| largest_city = capital
| government_type = دولت نیمه ولسمشریز[1]
| leader_title1 = ولسمشر
| leader_name1 = ماکي سال
| leader_title2 = د ولسي جرګې رئیس
| leader_name2 = مصطفی نیاسی
| legislature = لویه جرګه
| area_rank = ۸۶ام
| area_km2 = ۱۹۶٬۷۱۲
| area_sq_mi = ۷۶٬۰۰۰
| percent_water = ۲٫۱
| population_estimate = ۱۵٬۴۱۱٬۶۱۴[2]
| population_estimate_year = ۲۰۱۶
| population_estimate_rank = ۷۲ام
| population_census_rank = ۷۳ام
| population_census = ۱۴,۶۶۸,۵۲۲[3]
| population_census_year = ۲۰۱۶
| population_density_km2 = ۶۸٫۷
| population_density_sq_mi = ۲۰۸٫۵
| population_density_rank = ۱۳۴ام
| GDP_PPP = $۶۶٫۴۳۸ بیلیونه[4]
| GDP_PPP_rank = ۹۹ام
| GDP_PPP_year = ۲۰۲۰
| GDP_PPP_per_capita = $۳,۶۷۵[4]
| GDP_PPP_per_capita_rank = ۱۵۸ام
| GDP_nominal_rank = ۱۰۵ام
| GDP_nominal = $۲۸٫۰۲ بیلیونه[4][5]
| GDP_nominal_year = ۲۰۲۰
| GDP_nominal_per_capita = $۱٬۶۷۵[4]
| GDP_nominal_per_capita_rank = ۱۴۹ام
| sovereignty_type = خپلواکي
| established_event1 = له فرانسېa
| established_date1 = ۴ افریل ۱۹۶۰
| established_event2 = وتل له
د مالي فدراسیون
| established_date2 = ۲۰ اګسټ ۱۹۶۰
| Gini_year = ۲۰۱۱
| Gini_change =
| Gini = ۴۰٫۳
| Gini_ref =[6]
| Gini_rank =
| HDI = ۰٫۵۱۴
| HDI_year = ۲۰۱۸
| HDI_change = steady
| HDI_ref =[7]
| HDI_rank = ۱۶۶ام
| currency = د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک
| currency_code = XOF
| country_code =
| utc_offset =
| time_zone = نړیوال ساعت
| time_zone_DST =
| utc_offset_DST =
| drives_on = ښوی
| calling_code = +۲۲۱
| cctld = .sn
| footnote_a =د فرانسوی سوډان, سره د فدراسیون په توګه د مالي فدراسیون.
|today=}}
سينيګال (/ˌsɛnɪˈɡɔːl, -ˈɡɑːl/؛ فرانسوي: Senegal، اولوف: Senegaal، پولاار: Senegaali، عربي: السنغال As-Sinighal) چې په رسمي ډول د سينګال جمهوريت دی (فرانسوي: Repulique du Senegal، اولوف: Reewum Senegaal، پولاار: Renndaanidi Senegaali، عربي: جمهورية السنغال Jumhuriat As-Sinighal)، په لويديځه افريقا کې يو هېواد دی. ياد هېواد شمال ته له ماورينټانيا “Maurintania”، ختيځ ته له مالي، سويل ختيځ ته له ګينه او سويل لويديځ ته له ګينه بيساو (Guinea-Bessau) سره ګډه پوله لري. سينيګال نږدې د ګمبيا سيمه رانغاړي. ګمبيا هغه هېواد دی چې د ګمبيا سيند د غاړو په اوږدو کې د ځمکې يوه نرۍ نقره نيسي، چې د سينيګال د “Casamance” سويلي سيمه د هېواد له پاتې برخې څخه بېلوي. دا هېواد له Cape Verde سره هم يوه سمندري ګډه پوله لري. د هېواد اقتصادي او سياسي پلازمېنه ډاکار (Dakar) ښار دی. [8][9]
سينيګال ناوېشلی ولسمشريز جمهوريت دی او د لرغونې نړۍ يا (Afro-Eurasia) په اصلي خاوره کې د لويديځ د وروستنۍ برخې هېواد دی. خپل نوم له سينيګال سيند څخه پور يا تر لاسه کوي، چې دا هېواد له ختيځ او شمال سره نښلوي. د هېواد پراخوالی نږدې ۱۹۷۰۰۰ کېلومتر مربع (۷۶۰۰۰ ميل مربع) دی او نږدې ۱۶ ميليونه نفوس لري. ياد دولت له فرانسوي استعماري حکومت څخه د فرانسې د لويديځې افريقا د خپلواکه برخې په توګه جوړ شو. د پورتني تاريخ له امله د دې هېواد رسمي ژبه فرانسوي ده. لکه د نورو پخوانيو استعماري افريقايي دولتونو غوندې سينيګال هم په پراخه ډول توکميزې او ژبنۍ ټولنې لري، چې تر ټولو سترې يې Wolof, Fula او د Serer توکم وګړي دي او د Wolof او فرانسوي ژبې د فرانسوي ژبو په توګه عمل کوي. نوموړی هېواد د پرتلنې په ډول د ټيټ انساني پرمختګ د لړيال په درلودلو سره، د خورا پوره وړي غريب هېواد په توګه ډلبندي کېږي. زياتره نفوس يې پر ساحل باندې ژوند او په کرنه يا د خواړو نورو صنعتونو کې کار کوي. نور ستر صنعتونه يې کان کيندنه، چکر يا سياهت او خدمتونه دي. اقليم يې په نمونه يې ډول ساحلي دی، که څه هم باراني موسم او فصل هم لري. [10][11]
سينيګال د افريقايي ټولنې، ملګرو ملتونو، د لويديځو افريقايي ټولنو د پرمختګ ټولنې او د ساحل سهرايي دولتونو د ټولنې غړی دولت دی.
د سينيګال دولت نوم له سينيګال سيند څخه اخيستل شوی دی. ښايي د سيند نوم د پرتګالي ژبې د “Zenega” د نوم له ټکي په ټکي ليکنې څخه اخيستل شوی وي، چې د “Sanhaja” په نوم هم پېژندل کېږي. په ورته ډول کېدای شي ياد نوم په “Serer” مذهب کې د ستر الوهيت جوړښت وي او “O gal” په سيرير ژبه کې د اوبو جسم ته وايي. دا هم شونې ده چې سينيګال د “Wolof” ژبې له “Sunuu Gaal” نيمګړې غونډلې څخه اخيستل شوی وي، چې «زموږ بېړۍ» معنا لري. [12]
له يادې سيمې څخه د لرغون پېژندنې موندنې څرګندوي، چې سينيګال کې له ليکلي تاريخ څخه مخکې وختونو کې استوګنه شوې ده او په پرله پسې ډول د بېلابېلو توکميزو ډلو له لورې نيول شوی دی. اوومې پېړۍ ته نږدې په کې ځينې پاچهۍ جوړې شوې. لکه: نهمه پېړۍ کې “Takrur” او د ۱۳ او ۱۴ پېړيو پر مهال د “Namandiru” او “Jolof” سترواکي. ختيځ سينيګال يو وخت د غانا سترواکۍ برخه و.
اسلام د مغرب له “Almoravid” کورنۍ سره د “Toucouleur” او “Soninke” د اړيکې له لارې وروپېژندل شو، چې په خپل وار سره يې د “Almoravids” او “Toucouleur” متحدينو په مرستې دين خپور کړ. دا خوځښت د دوديزو مذهبونو په ځانګړي ډول د سيرير مذهب د پېروانو له لورې له ټينګار او مقاومت سره مخامخ شو. [13][14]
به ۱۳ او ۱۴ پېړيو کې ياده سيمه په ختيځه برخه کې د سترواکيو تر اغېز لاندې راغله. د سينيګال د Jolof سترواکي هم د همدې وخت پر مهال رامنځته شوه. په “Senegambia” سيمه کې د ۱۳۰۰ او ۱۹۰۰ کلونو تر منځ نږدې درېيمه برخه نفوس په نمونه يې ډول په جګړه کې د نيونې له امله غلام کړای شوی و. [15]
په ۱۴ پېړۍ کې د جوليف سترواکي د “Cayor” او د Baol, Sine, Saloum, Waalo, Futa Tooto او Bambouk پاچهيو يا د نننۍ لويديځې افريقا د زياتې برخې په يو (متحد) کولو سره خورا پياوړې شوه. ياده سترواکي د پوځي بريا پر بنسټ د جوړېدلو په پرتله د بېلابېلو دولتونو يو اختياري يووالی يا ملګرتيا وه. جوليف سترواکي د “Ndiadiane Ndiaye” له لورې رامنځته شوه، چې نيم (يوه برخه) سيرير او نيم “Toucouleur” و او له زياتو توکمونو سره د يووالي وړتيا يې درلودله، مګر د “Amari Ngone Sobel Fall” له لورې د “Lele Fouli Fak” په ماتې او وژنې سره نږدې ۱۵۴۹ ز کال کې مات شو. [16][17][18][19]
د فرانسې په ګډون د نورو هېوادونو له استازو سوداګرو څخه وروسته، د ۱۵ پېړۍ په نيمايي کې پرتګاليان د سينيګال په ساحلي ليکه کې ښکته شول. بېلابېلو اروپايي قدرتونو، (لکه: پرتګال، نيدرلېنډز او سترې برتانيا) له ۱۵ پېړۍ څخه راوروسته په ياده سيمه کې د سوداګرۍ لپاره سيالي وکړه. [20]
په ۱۶۷۷ ز کال کې فرانسې د هغې سيمې واک تر لاسه کړ، چې د اتلانتيک د غلامۍ سوداګرۍ کې د يون يا سفر يو کوچنی ټکی جوړ شوی و. ياد ټکی ډاکار (Dakar) ته نږدې د “Goree” ټاپو و، چې پر اصلي خاوره باندې له دښمني کوونکو مشرتوبونو څخه د غلامانو د پېر د بنسټ په توګه کارېده. [21][22]
اروپايي مذهبي مبلغينو په ۱۹ پېړۍ کې سينيګال ته عيسويت او “Casamance” وروپېژاند. فرانسې يوازې په ۱۸۵۰ ز لسيزه کې د سينيګال اصلي خاورې ته خپرېدل پيل کړل، وروسته يې غلامي له منځه یووړه او د غلامۍ ضد اصولو ته وده ورکول يې پيل کړل او همدرانګه اصلي پاچهۍ، لکه: “Waalo”، “Cayor”، “Baol” او “Jolef” سترواکي يې ځان سره يو ځای کړې. فرانسوي استعمارچيانو په پر مخ تلونکي ډول بريد وکړ او له “Sine” او “Saloum” څخه پرته نورې ټولې پاچهۍ يې ونيولې. د يادو دوو پاچهيو مشري “Louis Faidherbe” کوله. [23][24][25]
“Yoro Dyao” د “Foss-Galodjina” د ځای يا ناحيې په واک يا نفوذ کې و او د “Louis Faidherbe” له لورې پر “Walo” (Oualo) باندې ځای پر ځای شوی و، چې نوموړي په کې له ۱۸۶۱ ز کال څخه تر ۱۹۱۴ ز کال پورې د مشر په توګه خدمت وکړ. د فرانسوې پراختيا او د هغوی د غلامۍ د ګټورې سوداګرۍ د پرېکون (پای ته رسولو) پر وړاندې د سينيګاليانو ټينګار په يوه برخه کې يې د “Lat-Dior”، د “Cayor” د ډاميل (Damel) او د “Sine” [پاچهۍ] د Maad a Sinig “Kumba Ndoffene Famak Joof” له لورې مشري کېدله او د “Logandeme” جګړې لامل شوه. [26][27]
د استراليايانو له لورې د “Damascus” له نيونې څخه مخکې په ۱۹۱۵ز کال کې د عربو د نامتو لاورينس “Lawrence of Arabia” د تمې وړ راتګ څخه وړاندې، له ۳۰۰ تنو څخه زيات سينيګاليان تر استراليايي واک او نفوذ لاندې راغلل. په سيمه کې د فرانسې او بریتانيې سياسي اړيکې ګډووډې شوې.
د ۱۹۵۸ ز کال د نومبر پر ۲۵ مه سينيګال، په فرانسوي ټولنه کې يو خپلواک جمهوريت شو. [28]
سنګال هیواد په ۹ ایداري برخو ویشل شوی چې پلازمینه او صنعتي مرکز یې داکار ښار دی.
اسلام د ماغریب د الموراوید کورنۍ سره د توکولور او سونینکي د تماس له لارې معرفي شو ، چې په پایله کې یې د الموراویډز او توکولور متحدینو په مرسته تبلیغ وکړ. دا غورځنګ د دودیزو مذهبونو د توکمونو، په ځانګړې توګه د سیررز له مقاومت سره مخامخ شو. [16][17]
په 13 او 14 پیړیو کې دا سیمه ختیځ ته د امپراتوریو تر نفوذ لاندې راغله. د سینیګال جولوف امپراتورۍ هم په دې وخت کې تاسیس شوه. د سینیګامبیا په سیمه کې، د 1300 او 1900 کلونو ترمنځ، نږدې یو پر دریمه برخه نفوس غلامان شوي، په ځانګړې توګه په جګړه کې د اسیر کېدو په پایله کې.[18]
په 14 پیړۍ کې د جولوف امپراتوري نوره هم پیاوړې شوه، د کایور او باول، سین، سالوم، واالو، فوتا تورو او بامبوک سلطنتونه، یا د اوسنۍ لویدیځې افریقا ډېری برخه یې متحد کړه. امپراتورۍ د مختلفو دولتونو داوطلبانه کنفدراسیون وه، نه دا چې د پوځي فتحې پر بنسټ جوړه شوې وه.[19][20] امپراتورۍ د Ndiadiane Ndiaye، یوه برخه Serer[21][22] او یوه برخه Toucouleur له خوا تاسیس شوې وه، چې د ډېرو توکمونو سره د ایتلاف جوړولو توان يې درلود، مګر د 1549 په شاوخوا کې د امیري نګون سوبل لخوا د لیل فولي فاک په ماتې او وژلو سره دې امپراتورۍ سقوط وکړ.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.