From Wikipedia, the free encyclopedia
د ملا تیر لرونکو کې ټول ژوي او د ملا تير لرونکو ژويو فرعي څانګې (سب فيلم) شامل دي (Vertebrata معنا د ميلا هډوکي او کورډيکس «کورډيکس د ملا په تير کې خانګړې رېښکۍ ډوله برخه ده»)، ټول تی لرونکي، مرغان، خزنده ګان، امفیبیان (اوبو او وچه دواړو کې ژوند کوونکي) او کبان په کې شامل دي. فقرات (د ملا مهرې) د کورډاټا د ډلې د ډېری ژويو استازیتوب کوي، چې اوس مهال یې شاوخوا ۶۹۹۶۳ ډولونه پېژندل شوي. فقرات په لاندې په لاندې ډلو کې وېشل شوي دي:[1]
د ملا تير لرونکو موجودو ژويو له منځه د چنګښې له ډول نه تر «پایډوفراین امیونیسیس» پورې اندازه لري، لږ تر لږه اووه اعشاريه اووه ملي متره (۰.۳۰ انچه) او تر ټولو زیات يې شين نهنګ دی چې تر درې دېرش متره (۱۰۸ فوټه) پورې اوږدوالی لري. د ملا تير لرونکي د ټولو پېژندل شویو ژويو له پنځې سلنې نه کم دي، پاتې نور غیر شمزۍ لرونکي (بې ملا تيره) دي، چې د فقرې کالمونه نه لري.
په دوديز ډول، ملا تير لروونکو ژويو کې «هاګ کب» شامل دي، کوم چې په تکامل کې د ضایع کیدو له امله مناسب فقرات (د ملا دتير مهرې) نه لري، که څه هم د دوی نږدې ژوندي اړوند ژوي، که: لیمپریان، د فقرات لرونکي دي. په هرحالت، هاګ فش یو «کرینیم» (جمجمه) لري. له همدې امله، کله ناکله د مورفولوژي په اړه بحث کولو پر مهال، د «سب فایلم» (فرعي ډلبنديو) د ملا تیر لرونکي ځینې غړي د «کرانیټیا» په نامه یادیږي. د ۱۹۹۲ز کال راهیسې حجروي شننې (تحليل) وړانديز کړی چې، هاګ فش د لیمپری سره خورا نږدې تړاو لري او په «مونوفیلیټیک» (تر يو اصل او نسل پورې تړلي) معنا کې د ملا تير لرونکي ژوي دي. ځينې نور بیا دوی د «کرانيټا» په عامه ډلبندۍ کې د ملا تير لرونکو ژويو «خور ډله» بولي.[2][3][4][5]
په تېرو پنځوسو کلونو کې د ملا تير لرونکو ژويو شمېر کم شوی دی.[6]
د ورټیبریټ کیلمه د لاتینی کیلمې ورټیبرس (پلیني) نه اخیستل شوې ده چې معنا یی د،ه د ملا د تير بند (نخاعې بند). [7]
ورټیبریټ د ورټیبرا له کلیمې نه اخیستل شوی ټکی دی، کوم چې د نخاعي کالم (د ملا د تير) هر هډوکي یا برخې ته اشاره کوي[8]
ټول فقرات، د کورډیټ بدن له بنسټیزې طرحې سره سم جوړ شوي: یو سخت راډ (ډنډې ته ورته) چې د څارویو د بدن په اوږدو کې تیرېږي (د فقري کالم اویا نوټچورډ)، د همدې د پاسه د عصبي نسجونو نلکه وي، چې منځ يې تش دی (د ملا د تير پټۍ) او لاندې یی د معدې لاره ده. [9]
په ټولو ملا تير لرونکو کې، خوله د ژوي په مخکیني پای کې یا له پای نه له مخکې په لاندې برخه کې موندل کیږي، په داسې حال کې چې مقعد د بدن د پای نه مخکې بهر ته خلاصیږي. د بدن پاتې برخه له مقعد نه وروسته دوام لري. د فقري او نخاعي رګ سره لکۍ جوړوي، مګر کولمې نه لري. [10]
د ملا تير لرونکو ژويو تعريفوونکې ځانګړنه د ملا تير ستنه ده، په کوم کې چې «نوټچورډ» (د يو ډول ترکيب يوه سخته ډنډه) چې په ټولو «کورډیټونو» کې موندل شوې، د سختو عناصرو یوه ټوټه ټوټه شوې لړۍ (ورټیبرـ د ملا تير) په کې ځای پر ځای شوې، همدا لړۍ د خوځنده بندونو په مټ سره جلا شوې ده (د غیر شمزۍ لرونکو «د ملا تير نه لرونکو» ژويو ډیسکونو «د ملا د تير مهرې»، په جنیکي او تکاملي توګه د نوچورډونو نه لاسته راغلي).
په هر حال، د ملا تير لرونکو يو شمير ژويو په دويم پړاو کې دا اناتومي (د بدن تشرېح) له لاسه ورکړې، نوټچورډ په بلوغ کې ساتل کیږي، لکه سټرجون او کویلکانت. ژامه لرونکي ژوي د جوړې د ضمايمو په ډول ډلبندي شوي (لکه د کب دوه وزرونه، پښې، چې کېدای شي په دویم ډول يې له لاسه ورکړي وي)، خو د ژوي لپاره دا ځانګړتیا اړینه نه ده چې بايد د ملا تير لرونکی ژوی وي.[11]
د ملا تير لرونکي ټول بنسټيز ژوي د برانشونو(ګیلونو) په مټ ساه اخلي. ګیلونه د سر شاته لور وړل کیږي، له «فالنکس» نه بهر ته له يو لړ پرانيستل شويو وروستيو څنډو سره پوله لري. د هر ګیل ملاتړ د غضروف (خيشوم) یا له هډوکي نه منځ ته راغلي ليندۍ په څېر ګیل له خوا کېږي. هډوکي لرونکي کبان درې جوړه ليندۍ (arch) لري، غضروفي کبان له پنځو نه تر اووه جوړه لري، په داسې حال کې چې لومړي ژامې نه لرونکي کبان اووه جوړې لري. څرګنده ده چې د ملا تير لرونکو اصلي ژويو له دې نه ډېر طاقونه درلودل، په داسې حال کې چې د دوی ځینې کورډیټ خپلوان له پنځوسو نه زیات ګیلونه(برانشونه) لري (طاق يا لیندۍ ته ورته هډوکی په بدن کې يو هډوکی دی، چې د نورو غړو مرستندوی وي).[12][13]
په امیبو او ځینو لومړيو هډوکو لرونکو کبانو کې په لومړي پړاو کې بهرني ګیلونه لري، د ګیل له ارچونو(طاقونوـ ليندۍ ته ورته هډوکي) نه څانګې کوي. دا په ځوانۍ کې کمېږي، د دوی فعالیت په کبانو کې د مناسبو ګیلونو له خوا او په ډېری امفیبیانو کې د سږو له خوا ترسره کیږي. ځینې امفیبیان په ځوانۍ کې بهرنۍ لاروا ګیلونه (د جوړښت د لومړي پړاو بندونه) له ځانه ساتي، پېچلي داخلي ګیل نظام، لکه څنګه چې په کب کې لیدل کېږي، په ښکاره ډول د ټیټراپډونو په تکامل کې ډېر ژر له لاسه ورکول کیږي.[14][15]
په داسې حال کې چې ډېريو د ملا تير لرونکو کې ګيلونه نه شته، د جنین د ودې په وخت کې د ګیلونو «ارچونه» جوړېږي او د اړینو جوړښتونو بنسټ ګرځي، لکه: ژامې، د تایرایډ غدې، حنجره، کالمیلا (په تی لرونکی ژويو کې د سټیپس سره یو شانی دی) او په تی لرونکو ژويو کې ملیوس او انکس.[16]
د ملا تير لرونکو مرکزي عصبي نظام، د ژويو د اوږدوالي په اوږدو کې د عصبي نسج پر بنسټ ولاړ دی. د عصبي «کرسټ» حجرو شتون د ملا تير لرنکو ژويو لپاره ځانګړی او بې ساری اهمیت لري. دا د لومړيو (سر چینه اخیستونکو حجرو) غور نیکونه (یعنې سټیم حجرې د دوی نه پیدا شوې) دي او د حجروي اجزاوو د دندو همغږي کولو لپاره مهم دي. د عصبي کریسټ حجرې د پراختیا په جریان کې له عصبي تار نه د بدن له لارې مهاجرت کوي او د عصبي «ګنګلیا» او جوړښتونو، لکه: ژامې او کوپړۍ رامینځته کول پیلوي. [17][18][19][20]
د ملا تير لرونکي يوازينی «کورډیټ» ډله ده، چې عصبي «سیفالیزیشن» لري، په سر کې د مغز د فعالیتونو غلظت لري (سيفاليزيشن د اعصابو سره نژدې د نورو غړو راټولېدل). د عصبي رګ د مخکینۍ برخې یو څه پړسوب په «لانسلیټ» کې موندل کیږي چې دا کورډيټ دی، که څه هم د ملا تير لرونکو سره د پرتلې پر مهال دا کورډيټ سترګې او نور پېچلي حسي غړي نه لري. نور کورډیټس د سیفالیزیشن پر لور هیڅ تمایل نه ښیې[21]
یو څنګ وزلې عصبي نظام له عصبي تار نه شاخونه کوي، ترڅو مختلف نظامونه منځ ته راوړي. د عصبي ټیوب (نلکې) مخکینی پای د دېوالونو د ډبلوالي او د نخاع د مرکزي نالۍ د درېیو لومړنيو دماغي رګونو په پراخېدو سره پراخېږي:
پروسینسفالون (مخکینی دماغ)، میسینسفیلون (منځ دماغ) او رومبینسفیلون (د شا دماغ)، نور یې په نورو بېلا بېلو د ملا تير لرونکو ډلو کې سره وېشل شوي دي. دوه وروسته ځای پر ځای شوې سترګې، د منځني دماغ نه د ودې شاوخوا جوړوي، خو په هاګ فش کې داسې نه ده، شونې ده چې علت يې دويم ځلي له لاسه ورکول وي. مخکیني دماغ ښه وده کړې او په ډېری «ټیټراپډونو» (څلورو پښو لرونکو ژويو) وېشل شوی، په داسې حال کې چې منځنی دماغ په ډېری کبانو او ځینې سلامندرونو (چرموښکۍــ کربوړی) کې پیاوړی وي. د مخکیني دماغ رګونه، معمولا جوړه وي، چې په تی لرونکو ژويو کې د دماغي نیمه کُرې په څیر نیمې کُرې ته وده ورکوي.[22]
د مرکزي عصبي نظام پایله لرونکي اناتومي، له یوه واحد عصبي رګ سره چې د پاسه پرې یو لړ (ډېر ځل جوړه جوړه وي) «ویسیکلونه» (يو ډول کڅوړې) وي، د ملا تېر لرونکو يوه ځانګړتيا ده. ټول غیر شمزۍ لرونکی ژوي چې ښه پرمختللی مغز لری، لکه: حشرات، غڼې او سکویډ (د اوبو یو ژوی دی چې اته پښې لري) د ګنګلیونونو د شاتني سیسټم پر ځای بطني سیسټم لري، د دماغ د وېشل شوي ډډ سره د خولې یا کولمو په هر اړخ کې روان دی. [23]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.