![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8e/Districts_of_C%25C3%25B4te_d%2527Ivoire_%2528Numbered%2529.png/640px-Districts_of_C%25C3%25B4te_d%2527Ivoire_%2528Numbered%2529.png&w=640&q=50)
عاج ساحل
From Wikipedia, the free encyclopedia
عاج ساحل په لویدیځه افریقا کې پروت يو هېواد دی. رسمی ژبه یې فرانسوي لوی ښار او پلازمینه یې یاموسوکرو ده، عاج ساحل ۴۶۰'۳۲۲ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۶۰'۳۷۳'۱۸ میلیونه نفره دی. یاد هیواد په ۷ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپله خپلواکی ترلاسه کړی.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8e/Districts_of_C%C3%B4te_d%27Ivoire_%28Numbered%29.png/640px-Districts_of_C%C3%B4te_d%27Ivoire_%28Numbered%29.png)
عاج ساحل کوټ چې د دیویر(Côte d'Ivoire )په نامه هم یادیږي، په رسمي ډول د عاج ساحل جمهوریت د لویدیځي افریقا په سویلي ساحلونو کې پروت هېواد دی. سیاسي پلازمېنه یې د هېواد په مرکز کې یاموسوکورو دی. حال دا چې تر ټولو لوی ښار او اقتصادي مرکز یې د عابدجان بندر دی. دا هېواد له شمال لویدیځ څخه له ګينې، له لویدیځ څخه له لیبېریا، له شمال لویدیځ څخه له مالي، له شمال ختیځ څخه له بورکینافاسو، له ختیځ څخه له غنا او له سویل څخه د ګينې له خلیج (اطلس سمندر) سره ګاوندی دی. رسمي ژبه یې فرانسوي او د بیټي، باولي، دایولا، ډان، انېين او سیبارا سينېفو په ګډون لرغونې ژبې هم په پراخ ډول په کې کارول کېږي. په ټوله کې په عاج ساحل کې په ۷۸ بېلابېلو ژبو خبرې کېږي. دا هېواد له مذهبي پلوه متنوع نفوس لري چې د عیسویت د بېلابېلو لارو، اسلام او لرغونو عقیدواو باورونو پیروان په کې شاملېږي.
عاج ساحل د اروپایانو تر استعمار مخکې د ګيامان، کنګ او بایو سترواکۍ په څېر د بېلابېلو ملتونو ځای و. دا سیمه په ۱۸۹۳ ز کال کې د فرانسې تحت الحمایه و او په ۱۸۹۳ ز کال کې د افریقا لپاره د اروپایي هڅو په موخه د فرانسې لپاره د یوې مستعمرې په توګه تثبیت شو. دې هېواد په ۱۹۶۰ ز کال کې د فلېکس هویفویېټ - بیوجني په مشرۍ خپله خپلواکي تر لاسه کړه او یاد مشر تر ۱۹۹۳ز کال پورې واکمني وکړه. عاج ساحل د سیمه ییزو سټندردونو له پلوه په نسبي ټوګه پایدار و او له خپلو ګاونډيو سره یې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړې او په ورته وخت کې يې له لویدیځ په ځانګړي ډول فرانسې سره هم نږدې اړیکې لرلې. دا ثبات په ۱۹۹۹ز کال کې له یوې کودتا او وروسته په دوو کورنیو جګړو کې راټيټ شو، چې لومړۍ يې له ۲۰۰۲-۲۰۰۷ ز کلونو او بیاځلي له ۲۰۱۰ ز کال څخه تر ۲۰۱۱ ز کلونو تر منځ پېښ شو. په ۲۰۰۰۰ ز کال کې يې نوی اساسي قانون تصویب کړ.[1]
عاج ساحل یو جمهوري هېواد دی او پیاوړۍ اجرایي ځواک لري چې د ولسمشر په واک کې دی. دا هېواد په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسیزو کې د قهوې او کاکو د تولیداتو له لارې په لویدیځه افریقا کې د اقتصادي ځواک مرکز و، وروسته یې د ۱۹۸۰ لسيزې په بهیر کې اقتصادي کړکېچ تجربه کړ چې د ټولنیزو او سیاسي ګډوډيو له دورې سره یې مرسته وکړه. نږدې په ۲۰۱۴ ز کال کې يې داخلي ناخالص تولید بیاځلي د ۱۹۷۰ ز لسیزې په څېر خپل عظمي حد ته ورسېد. عاج ساحل په ۲۰۲۰ ز کال کې د نړۍ په کچه د کاکاوو د دانو ستر تولیدوونکی هېواد و او د خپلې سیمې لپاره یې لوړ عاید درلود. د عاج اقتصاد په ۲۱ پېړۍ کې تر ډېره د مارکېټ - پر بنسټ و؛ لاهم په سخت ډول پر کرنه او د کوچنیو تولید کوونکو او د ځمکې د څښتنانو د حاصلاتو پر نقدي عاید ولاړ دی.[2][3]