غوړ
From Wikipedia, the free encyclopedia
په بیولوژي او بیوشیمي کې، لیپيډ یو ماکرو بیومالیکول دی چې په غیرقطبي محلولونو کې حل کېدونکی دی. غیرقطبي محلولونه په اصل کې هغه هایډروکاربونونه دي چې په طبیعي ډول رامنځته شوي ليپيډ مالیکولونه چې په اوبو کې نه حل کېږي (یا په سختي سره حل کېږي) حل کړي، په شمول د غوړ اسیډونو، موم، سټېرول، په غوړو کې حل کېدونکي ویټامینونه (لکه د A,D,E او K ویټامینونه)، مونوګلایسرایډ، ډایګلایسرایډ، ټرایګلایسرایډ او فاسفولیپیډونه.[1]
د لیپیډ دنده د انرژي ساتنه، سېګنال ورکول او د حجرې غشا کې د جوړښتي جز په توګه کار کول دي. لیپيډ د خوراکي او سینګار توکو په صنعت کې او همدارنګه په نانوټېکنالوژي کې کارونه لري.
ساینس پوهان کله کله لیپيډ د اوبو څخه تېښتېدونکو یا آمفیفیلیک کوچنیو مالیکولونو په توګه تعریفوي؛ د ځینو ليپيډونو آمفیفیلیک طبیعت هغوی ته اجازه ورکوي چې د اوبو په چاپېریال کې د وزیکلونو، یولایه/څولایه لیپوزومونو یا غشاګانو په شان جوړښتونه رامنځته کړي. بیولوژیکي لیپيډونه په بشپړ یا کم ډول د بیوشیميایي دوه بېلابېلو فرعي ډولونو «ودانیز بلاکونو» څخه سرچینه اخلي: د کېتوآسیل او ایزوپرېن ګروپونه. د دې لارې په کارولو سره، کولی شو لیپيډونه په اتو کټګورۍ وویشو: غوړ اسیډونه، ګلایسرولیپیډونه، ګلایسروفاسفولیپیډونه، سفېنګولیپیډونه، ساکارولیپيډونه او پولي کټېډونه (چې د کېټوآسیل له فرعي ډولونو څخه اخیستل شوي)؛ او سټېرول ليپیډونه او پرېنول لیپیډونه (چې د ایزوپرېن له فرعي ډولونو څخه اخیستل شوي).
که څه هم د لیپيډ اصطلاح کله کله د غوړو کلمې د مترادف په توګه کارول کېږي، په داسې حال کې چې غوړ د لیپیډونو یوه فرعي بڼه ده چې ټرایګلیسرایډ ورته ویل کېږي. لیپیډونه همدارنګه د غوړو اسیډونو او د هغوی مشتقات (لکه ټرای، ډای، مونوګلایسرایډونه او فاسفولیپیډونه)، او همدارنګه د کولسټرول په شان سټېرول لرونکي میټابولیټونه احاطه کوي. که څه هم انسانان او نور تی لرونکي د لیپیډونو د تجزیه کولو او ترکیب کولو لپاره له بېلابېلو بیوسنټېټیکي لارو څخه کار اخلي، ځینې اړین لیپیډونه له دې لارو نشي جوړولی او باید له خوراکي رژیم څخه ترلاسه شي.