From Wikipedia, the free encyclopedia
لینډن بینس جانسن (د ۱۹۰۸ز کال د اګسټ له ۲۷مې تر د۱۹۷۳ زکال د جنورۍ ۲۲مې) ډېری وختونه د خپل نامه د لومړیو تورو (LBJ) په نوم پېژندلی کېږي، چې یو امریکایي ښوونکی او سیاستوال و. نوموړې له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۹ز کال پورې د متحده ایالاتو د ۳۶م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ولسمشرۍ مخکې، له ۱۹۶۱ز کال نه تر ۱۹۶۳ز کال پورې د ولسمشر جان ایف کینیډي ۳۷م مرستیال ولسمشر هم پاتې شوی دی. جانسن له ټیکساس ایالت نه د ډیموکرات ګوند غړي په توګه د متحده ایالاتو د استازي، سناتور او د سنا د اکثریت مشر په توګه هم دنده ترسره کړې.
لینډن بینس جانسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | سپينه ماڼۍ (۱۹۶۳–۲۰ جنوري ۱۹۶۹) |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 192 سانتي متره |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [1]، حکومت [1] |
پوځي خدمت | |
برخه | |
جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
جانسن د ټیکساس ایالت په سټون وال سیمه کې، په یوې محلي سیاسي کورنۍ کې زېږېدلی. جانسن په ۱۹۳۷ز کال کې د ولسي جرګې د ټاکنو له ګټلو دمخه د عالي لیسې د ښوونکي او د کانګرس د همکار په توګه کار کاوه. هغه په ۱۹۴۸ز کال کې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې ټاکنې وګټلې او په ورته مهال د ډیموکرات ګوند مشرې ته هم نوماند شو. هغه په ۱۹۵۳ز کال کې په مشرانو جرګه کې د ډیموکرات ګوند مشر او په ۱۹۵۴ز کال کې بیاد اکثریت مشر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۶۰ز کال کې جانسن له ډیموکرات ګوند نه د ولسمشري ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د کمپاین په لړ کې هغه د ډیموکرات ګوند مخکښ نوماند سناتور جان ایف کینیډي سره په شخړه شو، چې وروسته یې له یو بل سره جوړجاړی وکړ او په دې توګه د کینیډي جانسن ټکټ د ۱۹۶۰ز کال ولسمشریزو ټاکنې وګټلې. مرستیال ولسمشر جانسن په ۱۹۶۳ز کال د نومبر په۲۲ مه د ولسمشر کینیډي له وژل کېدو وروسته د ولسمشر ځایناستی وټاکل شو. په راتلونکی کال کې جانسن په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د اریزونا سناتور بیري ګولډ واټر په وړاندې یې په لوی توپیر سره وګټله. جانسن د ۱۹۶۴ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ۶۱.۱ سلنه رایې ترلاسه کړې وې. [2]
د جانسن د کورنۍ تګلارې موخه دا وه، چې داسې پروګرامونه رامنځته کړي، چې مدني حقونه، عامه نشرات، زده کړې او هنرونو سره مرسته، ښاري او کلیوالي پراختیا او عامه چوپړتیاوې پراخې او تضمین کړي. پر دې سربېره، هغه د «غربت پر وړاندې د جګړې» په نامه د غیر رسمي کمپاین په لاره اچولو سره د ټیټ عاید لرونکو امریکایانو لپاره د ښه ژوند شرایط رامنځته کولو هڅه وکړه، د قوي اقتصاد په مرسته د نوموړي دغو هڅو له میلیونونو امریکایانو سره مرسته وکړه، چې د فقر له کرښې پورته شي.[3][4]
د جانسون د ولسمشرۍ پرمهال، د ناسا هڅې یو له ملي لومړیتوبونو نه وګڼل شوې او د اپولو پروګرام د پام وړ پراختیا ومونده. هغه د ۱۹۶۵ز کال د لوړو زده کړو قانون نافذ کړ، چې د زده کوونکو لپاره ېې د داسې پورونو اسانتیا رامنځ ته کړه چې بیمه یې فډرال په غاړه درلوده. جانسن د ۱۹۶۵ز کال د کډوالۍ او تابعیت قانون لاسلیک کړ، چې تر نن ورځې پورې د متحده ایالاتو د کډوالۍ تګلارې د بنسټ حیثیت لري. د مدني حقونو په مسئله کې جانسن له نورو سپین پوستو سویلي دیموکراتانو سره د نظر اختلاف درلود. د هغه د ولسمشرۍ په لړ کې، د امریکا سیاسي منظره د پام وړ بدله شوه، هغه داسې چې سویلي سپین پوسته ډیموکراټان په تدریجي ډول جمهوري غوښتونکي ګوند ته ولاړل او تور پوستي بیا د ډیموکرات ګوند پر لور رامات شول. داسې انګېرل کېږي چې د جانسن دوره، د نوموړي دکورني سیاست له پلوه د عصري لیبرالیزم اوج و.[5][6]
جانسن د سړې جګړې پر مهال واک ته ورسېد او د مارکسیست او لینینیسټ حکومتونو د پراختیا مخنیوي ته ېې لومړیتوب ورکړ. له ۱۹۶۴ز کال دمخه متحده ایالاتو په ویتنام کې د پام وړ حضور درلود، چې په سیمه کې یې د کمونیستي غورځنګ د مخنیوي لپاره سویلي ویتنام ته وسلې، روزنې او مرستې چمتو کولې. په ۱۹۶۴ز کال کې له سمندري نښتې وروسته کانګرس د ټونکین خلیج پریکړه لیک تصویب کړ؛ دغه پریکړه لیک جانسن ته واک ورکړ، چې په سویل ختیځه اسیا کې بشپړ پوځي عملیات پیل کړي، چې د ویتنام په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا زیاتوالی په ډاګه کوي.
په ویتنام کې د امریکایی پوځي پرسونل شمېر په ډراماتیک ډول لوړ شو، د جګړې په پراخېدو سره د ویتنام د ملکي وګړو او امریکایانو تلفات هم لوړ شول. تاریخپوهان او څېړونکي، جانسن د هغه د کورنیو تګلارو له اړخه په لوړ پوړ کې ډلبندي کوي. د جانسن د ولسمشرۍ پر مهال ډېری لوی قوانین تصویب شول، چې د مدني حقونو، روغتیايي پاملرنې او د خلکو د هوساینې په برخه کې یې جدي پرمختګونو ته لاره هواره کړه. په هر حال، هغه د ویتنام د جګړې په زیاتولو او د دغې جګړې د پایلو، لکه د ۵۸۲۲۲امریکایي سرتیرو وژل، په ویتنام کې د ۷.۵میلیونه ټنه چاودیدونکو توکو کارول او د نباتاتو د وژونکو ایجنټ کارولو له امله په پراخه کچه وغندل شو.[7][8][9][10][11]
لینډن بینس جانسن د ۱۹۰۸ز کال د اګسټ په ۲۷مه د ټیکساس په سټون وال سیمې کې زېږېدلی دی. د هغه پلار سمویل ایلي جانسن جونیر او مور یې ریبیکا بینز وه. جانسون پینځه ماشومان، د سام هوسټن جانسن په نامه یو ورور او درې خویندې ربیکا، جوزفا او لوسیا درلودې.[12][13][14][15][16][17][18][19][20]
جانسون په ۱۹۲۴ز کال کې د جانسن ښارعالي لیسې نه فارغ شوی. د مور او پلار له خوا پر جانسن فشار نوموړی اړ کړ، تر څو کالج ته ولاړ شي. هغه د ۱۹۲۴ز کال په دوبي کې د سویل لوېدیځ ټیکساس ایالت په«فرعي کالج» کې نوم لیکنه وکړه ، خو له راتګ نه یې یوازې څو اونۍ وروسته کالج پرېښود او پریکړه یې وکړه چې سویلي کالیفورنیا ته ولاړ شې. هغه ټیکساس ته له راستنېدو دمخه د خپل د تره زوی په حقوقي دفتر او په بیلابېلو عجیبو دندو، لکه د ورځې کارګر په توګه کار کاوه.[21][22][23]
جانسن په یوه سالمه اقتصادي فضا کې چې د ودې پرمختګ ثابت او د بېکارۍ کچه ټیټه وه، واک ته ورسېد. د نورې نړۍ په اړه، له ځواکمنو هېوادونو سره یې کومه جدي شخړه هم نه درلوده. له همدې امله ېې ډېر تمرکز پرکورنیو تګلارو او له ۱۹۶۶ز کال وروسته د ویتنام پر جګړې وو.
جانسن د ۱۹۶۳ز کال د نومبر په ۲۲مه د جان ایف کینیډي له وژل کېدو یوازې دوه ساعته او اته دقیقې وروسته په دالاس کې د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې د متحده ایالاتو د ولسوالۍ قاضي سارا ټي هیوز له خوا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. جانسن د کینیډی له وژنې وروسته د واک د سملاسي اړین وګاڼه، دا ځکه چې جانسن او د نوموړي استخبارات اندېښمن وو، چې کېدای شي، هغه هم د دسیسې موخه وګرځي. د نوموړي دې عمل ته ځینو خلکو ښه راغلاست وويه، خو ځینو یې بیا ادعا لرله، چې د جانسن دا ډول چټک ګامونه د واک د ترلاسه کولو په موخه وو.[24][25][26][27][28][29][30][31][32][33][34][35]
د۱۹۶۳ز کال د نومبر په ۲۹مه د کینیډي له وژنې یوازې یوه اونۍ وروسته، جانسن یو اجرائیوي امر صادر کړ، چې د ناسا د اپولو لانچ عملیاتي مرکز او د (NASA/Air Force Cape Canaveral) د لانچ تاسیسات د جان اف کینیډي فضايي مرکز په توګه ونوموي. کیپ کاناورال په رسمي ډول له ۱۹۶۳نه تر ۱۹۷۳پورې د کیپ کینیډي په نامه یاداوه.[36][37][38]
د نومبر په ۲۹مه جانسن د کینیډي د وژنې او شاوخوا دسیسو د څېړلو لپاره د اجرائیوي کار له لارې د مشر قاضي ارل وارن په مشرۍ یو پلاوی جوړ کړ، چې د وارن کمیسیون په نامه پیژندل کېده. کمیسیون پراخې څېړنې ترسره کړې او په متفقه توګه دې نتیجې ته ورسېدل، چې لی هاروي سوالډ دکینیډي وژنه کې لاس درلود.[39]
جانسن د ۱۹۷۳ز کال د جنورۍ په ۱۲مه په خپل فارم کې له خبریال والټر کرونکایټ سره یو ساعت اوږده تلویزیوني مرکه ثبت کړه، په کوم کې چې هغه د خپل میراث په اړه، په ځانګړې توګه د مدني حقونو د غورځنګ په اړه خبرې وکړې. نوموړي په دغه وخت کې هم ډېر سګرټ څکول او خبریال کرونکایټ ته یې وویل: « د هغه د زړه لپاره تر خپګان سګرټ څکول غوره دي».[40]
لس ورځې وروسته، د۱۹۷۳ز کال د جنوري په ۲۲مه د ماسپښین په ۳:۳۹بجوجانسن په خپله خوب خونه کې د زړه له حملې سره مخامخ شو. جانسن په یوه الوتکه کې سان انتونیو ته یووړل شو او د بروک پوځ طبي مرکز ته انتقال شو، چیرې چې نوموړی د زړه د ناروغیو د ډاکټر جورج مک ګراناهان له خوا مړ اعلان شو. د مرګ پر مهال، هغه ۶۴کلن و او د پای مراسم یې هم د جنورۍ په ۲۵مه ترسره شول. جنازه یې د واشنګټن ډي سي په ملي ښار مسیحي کلیسا کې ترسره شوه، چیرې چې هغه ډېری وخت د ولسمشر په توګه عبادت کاوه.[41]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.