![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b6/Zonaro_GatesofConst.jpg/640px-Zonaro_GatesofConst.jpg&w=640&q=50)
محمد فاتح
From Wikipedia, the free encyclopedia
محمد فاتح (په ترکي ژبی کی: محمد ثانى Meḥmed-i s̠ānī) د عثمانی کورنۍ څخه یو مشهور سلطان وو چی د ۱۴۵۱ کال څخه تر ۱۴۸۱ کال پوری یی حکومت کاوه.
دوهم محمد ( په عثماني ترکي: محمد ثانى، رومي بڼه یې: Meḥmed-i s̱ānī؛ په ترکي: II. Mehmed، تلفظ یې [icinˈdʒi ˈmehmed] د ۱۴۳۲ کال د مارچ له ۳۰ – د ۱۴۸۱ کال د مې تر ۳)، چې په عام ډول د فاتح محمد په نوم یادېږي (په عثماني ترکي کې: ابو الفتح، رومي بڼه یې: Ebū'l-fetḥ ، لفظي معني یې: د "فتحې پلار"؛ په ترکي ژبه: فاتح سلطان محمد - Fatih Sultan Mehmed) د عثماني ستروکۍ سلطان و چې د ۱۴۴۴ کال له اګست څخه د ۱۴۴۶ کال تر سپټمبر پورې، او وروسته د ۱۴۵۱ کال د فبروري څخه د ۱۴۸۱ کال تر می پورې یې واکمني وکړه. دوهم محمد په خپله لومړي واکمنۍ کې، د جان هنیادي په مشرۍ صلیبي جګړه وروسته له هغه ماته کړه چې هنګري یرغل د هغه تر واک لاندې هېواد کې د سیزګ د سولې شرایط مات کړل. کله چې په ۱۴۵۱ کال کې دوهم محمد بیا پر تخت کېناست، نو عثماني سمندري ځواک یې پیاوړې کړ او په قسطنطنیه یې د برید لپاره چمتوالی ونیو. په ۲۱ کلنۍ کې یې قسطنطنیه فتحه کړه او د بیزانس سترواکۍ ته یې د پای ټکی کېښود.
محمد له فتحې وروسته د روم سترواکۍ د سیزار (عثماني ترکي: قیصر روم، په رومي بڼه یې: Qayser-i Rûm) د لقب ادعا د داسې حقیقت پر بنسټ وکړه چې قسطنطنیه په ۳۳۰ ز کال کې د سترواک قسطنطین له لوري له تقدیس راهیسي د ختیځ روم د سترواکۍ چوکۍ او د ژوندۍ پاتې کېدو پلازمېنه وه. یوازې د قسطنطنیې د مشر کشیش له لوري دا ادعا په رسمیت و پېژندل شوه. خو د خپل ژوند په پاتې برخه کې دوهم محمد عثماني دولت ته د روم د سترواکۍ د دوام په سترګه کتل، ځان یې د سترواکۍ "دوام ورکوونکي" په توګه انګېره، نه د "ځایناستي" په توګه. [1]
محمد د اناتولیا په نیولو سره، په سوېل ختیځه اروپا کې د بوسنیا تر لویدیځ پورې خپلو فتوحاتو ته دوام ورکړ. په هېواد کې یې زیات سياسي او ټولنيز اصلاحات رامنځ ته کړل، هنرونه او سیاینسي علوم يې وهڅول او د خپلې واکمنۍ په پای کې يې د بيا رغاونې پروګرام قسطنطنيه د سترواکۍ په یوه پر مختللې پلازمېنه بدله کړه. نوموړی د اوسنۍ ترکیې او د پراخې اسلامي نړۍ په برخو کې یو اتل ګڼل کېږي. د استانبول فتحه ولسوالۍ، د فاتح سلطان محمد پل او فاتح جومات هغه څه دي چې د هغه په نوم نومول شوي دي.