ممبای
From Wikipedia, the free encyclopedia
ممبۍ (انګریزي: / mʊmˈbaɪ / ()، مراټي: [əmumbəi]؛ بمبي / bɒmˈbeɪ / - تر ۱۹۹۵ ز کال پورې رسمي نوم) د هند د مهاراشترا ایالت پلازمېنې ښار دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۱۸ پورې، ممبۍ په هند کې له ډیلي وروسته دویم ډېر نفوس لرونکی ښار دی او د شاوخوا ۲۰ میلیون نفوس سره د نړۍ اووم ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار پېژندل شوی. د هند حکومت د ۲۰۱۱ ز کال نفوس سرشمیرنې سره سم، ممبۍ د هند ترټولو نفوس لرونکی ښار و چې د اټکل شوي ښار مناسب نفوس ۱۲.۵ میلیون وګړو د ممبي ښاروالۍ تر نظر لاندې ژوند کاوه. ممبۍ د ممبۍ سیمې مرکز او د نړۍ په کچه شپږم لوی نفوس لرونکی ښار دی چې ۲۳ میلیون وګړي په کې مېشت دي. ممبۍ د هند په لویدیځ د کانکن په څنډه کې موقعیت لري او د یوه ژور طبیعي بندر لرونکی دی. په ۲۰۰۸ کال کې ممبۍ د الفا نړیوال ښار په نوم و نومول شو. دغه ښار کې د هند د ټولو ښارونو په پرتله، د دغه هېواد ډېری میلیونران او میلیاردران مېشت دي. ممبۍ د یونسکو د درېو نړیوالو میراثي ځایونو کور دی: د الیفنتا غارونه، د چترپتي شیواجي مهاراج ټرمینس، او د ویکتوریا او ارټ ډیکو ودانیو ځايي ځانګړی جوړښت چې په ۱۹ او ۲۰ پېړیو طراحې شوې دي.[5][6][7][8][9][10][11][12][13]
د ممبای انځور | |
د تاسيس نيټه | |
هيواد | [1] |
پلازمینه د | |
کورډېناټونه: [2] | |
سيمه | |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
ساحه | |
لوړوالي | 14 متر |
نفوس | |
ټول نفوس | 15414288 (۲۰۱۸) |
نور معلومات | |
خورلڼې ښارونه | |
موټر نمبر پليټ | |
پوسټ کوډ | |
ټليفون کوډ | 0022 |
رسمي ویب پاڼه | د تاييدولو سرچينه[3] |
جیو کوډ | 1275339[4] |
سمول |
اوه ټاپوګان چې ممبۍ تشکیلوي په اصل کې د مراټي ژبې د کولي خلکو د ټولنو کور و. د پیړیو لپاره، د بمبۍ اوه ټاپوګان د ځایي واکمنانو تر کنټرول لاندې و چې له هغه وروسته د پرتګالي امپراتورۍ ته وسپارل شو او بیا له هغه وروسته په ۱۶۶۱ز کال کې د ختیځ هند شرکت ته د کاترین براګانزا د مهریې په توګه د انګلستان له چارلس II سره د واده له لارې ورکړل شو. د اتلسمې پیړۍ په نیمایي کې، بمبۍ د هورنبي ویلارډ پروژې له خوا له سره پلان شو، چې د بحر څخه د اوو ټاپوګانو تر منځ د سیمې بیا رغونه ترسره شوه. د لویو سړکونو او ریل پټلیو جوړولو سره، د بیا رغونې پروژه، چې په ۱۸۴۵ کې بشپړه شوه، بمبۍ د عربي بحیرې په یوه لوی بندر بدله کړه. په نولسمه پیړۍ کې بمبۍ د اقتصادي او تعلیمي پرمختګ مرکز و. د شلمې پیړۍ په لومړیو کې دا د هند د خپلواکۍ غورځنګ لپاره یو پیاوړی مرکز شو. په 1947 کې د هند له خپلواکۍ وروسته دا ښار په بمبي ایالت کې شامل شو. په 1960 کې، د سمیوکت مهاراشترا غورځنګ په تعقیب، د مهاراشترا نوی ایالت د بمبۍ د پلازمینې په توګه رامنځته شو.[14][15][16][17][18][19][20]
ممبۍ د هند مالي، سوداګریزه او تفریحي پلازمېنه ده. دا د نړیوال مالي جریان له مخې، د نړۍ سوداګرۍ له لسو غوره مرکزونو څخه هم دی چې د هند د نا خالصه تولیداتو ۶.۱۶ سلنه تولیدوي او د صنعتي تولید بیا ۲۵٪ جوړوي او همدا رنګه د هند سمندري سوداګرۍ ۷۰٪ سلنه یې ځانته ځانګړې کړې ده. ممبۍ پورټ ټرسټ او JNPT، د هند اقتصاد ته د پانګې لیږد ۷۰ سلنه را نغاړي. ممبۍ په نړۍ کې د میلیاردرانو د لرلو له امله په اتم ځایګي کې دی. د ممبۍ میلیاردرانو په ۲۰۰۸ ز کال کې د نړۍ د هر ښار په پرتله ترټولو د منځنۍ کچې لوړه شتمني درلوده. دغه ښار، د مهمو مالي مؤسسو او هندي شرکتونو او څو ملیتي شرکتونو درلودونکی دی. دغه ښار د هند د مخکښو ساینسي او اټومي مؤسسو کور هم دی. دغه ښار د بالیووډ او مراټي سینما صنعتونو کور هم دی. د ممبۍ سوداګریز فرصتونه له ټول هند څخه کډوال ور جذبوي.[21][22][23][24][25][26][27][28][29]