مېتافزیک
From Wikipedia, the free encyclopedia
مېتافزیک د فلسفي هغه څانګه ده چې د هستۍ، هویت او بدلون، مکان او زمان، علیت، اړتیا او شونتیا لومړني اصول مطالعه کوي. په دې کې د پوهې او شعور د ماهیت او د ذهن او مادې تر منځ اړیکې په اړه پوښتې شاملېږي. د مېتافزیک کلیمه د دوو یوناني کلیمو نه اخیستل شوې ده چې د "طبیعت [د مطالعې] نه وروسته، شاته یا ترمنځ] ته وايي. ویل کېږي، دا اصطلاح په لومړۍ زېږدیزه پېړۍ کې هغه مهال رامنځته شوه ،چې د ارستو ګڼ کوچني آثار په یوه رساله کې راټول کړای شول چې نوم يې و مېتافزیک (μετὰ τὰ φυσικά، meta ta physika یعنې له فزیک نه وروسته یا مابعدالطبیعه، د ارستو یو بل اثر). [1][2]
مېتافزیک هغه پوښتنې مطالعه کوي، چې د یوه شي په شتون او د هستۍ په شته ډولونو پورې اړه لري. مېتافزیک په دې دغو پوښتنو ته د تجریدي(انتزاعي) او بشپړو عمومي ځوابونو په لټه کې دي. [3]
- هلته څه شی دي؟
- څه شکل لري؟
هغه موضوعګانې چې مېتافزیک یې په اړه څېړنه او ګروېږنه کوي ،دغه دي: هستي، شی او د هغو ځانګړتیاوې، مکان او زمان، سبب او نتیجه او شونتیا. مېتافزیک د فلسفې له څلورو څانګو نه یوه هغه ده او درې نورې یې دادي: پوهنپوهنه، منطق او علم الاخلاق. [4]