هنر
From Wikipedia, the free encyclopedia
هنر د انساني فعالیتو (او یا د هغه د محصولاتو) پراخه برخه ده چې په کې نوښتګر تخیل شاملېږي او موخه یې د تخنیکي اغیزمنتیا، ښکلا، احساسي ځواک او مفهومي نظریاتو څرګندول دي. [1][2][3]
د هنر اړوند ټولو ته د منلو وړ داسې تعریف چې څه په هنر کې شاملېږي نشته او په اړه یې نظریات د وخت په تېرېدو بدل شوي. د تجسمي یا بصري هنر درې لرغونې برخې نقاشي، مجسمه جوړونه او معماري دي. تیاتر، نڅا او نور ننداریز هنرونه همدارنګه ادبیات، موسیقي، فلم او نورې رسنۍ لکه تعاملي رسنۍ د هنر په پراخ تعریف کې شاملېږي. تر اولسمې پېړۍ پورې هنر هر ډول وړتیا او ځانګړنو ته اړوند کېده چې له صنعت او علم څخه یې توپیر نه کېده. خو له ۱۷ مې پېړۍ وروسته د هنر په معاصره کارونه کې، کله چې د ښکلا پېژندنې نظریاتو لومړیتوب ترلاسه کړ، په ټولیز ډول ښکلي هنرونه له ترلاسه کېدونو وړتیاوو لکه تزئیني او پلي کېدونو هنرونو (چې د ژوندانه اړوندو توکو په جوړولو کې کارول کېږي) جلا شول.د هنر او هغو ته اړوندو مفاهیمو طبیعت لکه خلاقیت او تفسیر د فلسفې په یوه څانګه کې چې ورته ښکلا پېژندنه ویل کېږي، ارزول کېږي. هنري آثار د هنر د نقد او د هنر د تاریخ په حرفوي برخو کې مطالعه کېږي.[4][5][6][7][8]