From Wikipedia, the free encyclopedia
ولادمير ايليچ لېنين (ولادمیر لینین) په روسي Владимир Ильич Ленин) زوکړه ۲۲ افریل ۱۸۷۰-مړینه ۲۱ جنوري ۱۹۲۴م کال) د روسيې د کمونست ګوند مشر او د روسيې د انقلابي شورا لارښود و، نوموړی د پخوانی شوروي اتحاد لومړی واکمن وو. نوموړی یو مارکسیزم پلوی او کمونست انقلابي وو.
ولادمیر لینین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
هديره | د لینن مقبره |
استوګنځای | سینټ پیټرزبورګ |
تابعیت | روسي سترواکي (۱۸۷۰–۱۹۱۸)
شوروي اتحاد (۳۰ ډيسمبر ۱۹۲۲–۲۱ جنوري ۱۹۲۴) |
قد | 165 سانتي متره |
مذهب | |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۱۸–۱۹۲۴) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | روسي |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | لینینیزم ، سياست [1]، کمونيزم [1] |
مؤثر | کارل مارکس ، فردریش انګلس ، الکساندر هرتسن ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل |
خوځښت | مارکسيزم ، طبقاتي شخړه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د روسیې انقلاب ، د اکتوبر انقلاب ، د روسیې کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ولادیمیر ایلیچ ایلیانوف (۲۲ اپرېل ۱۸۷۰ ز کال – ۲۱ جنوري ۱۹۲۴ ز کال) چې تر ډېره په لینن مشهور دی، روسي سیاستوال، سیاسي نظر ورکوونکی او انقلابي و. هغه له ۱۹۱۷ ز کال څخه تر ۱۹۲۴ ز کال پورې د شوروي روسیې او له ۱۹۲۲ زکال څخه تر ۱۹۲۴ زکال پورې د شوروي اتحاد د بنسټ اېښودونکي او لومړني ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د هغه تر مشرۍ لاندې روسیه او وروسته بیا شوروي اتحاد په یو ګوندیز سیوسیالیت دولت واوښت چې د شوروي کمونیست ګوند له خوا اداره کېده. له ایډیالوژیکي پلوه مارکسېسټ لینن خپل د مارکسیزم اړوند خپل فرعي نظریات د لینیزم تر نوم لاندې راغونډ کړل.
لینن چې د سیمبیرسک ښار د منځنۍ طبقې په لوړه کچه کورنۍ کې زېږېدلی و، وروسته له هغه چې ورور یې په ۱۸۷۸ زکال کې اعدام شو انقلابي سوسیالیستي سیاست ته یې مخه کړه. نوموړي د دې له امله چې د روسي سترواکۍ د تزاري دولت پر وړاندې یې په لاریون کې ونډه اخیستې وه د کازان سترواکۍ له پوهنتون وویستل شو او په راتلونکو کلونو کې یې د حقوقو د دیپلوم د ترلاسه کولو په برخه کې زیاتې هڅې وکړې. هغه په ۱۸۹۳ زکال کې سن پترزبرګ ته کډه وکړه او په مخکښ مارکسیسټ فعال واوښت. په ۱۸۹۷ زکال کې هغه د فتنې د رامنځته کولو په تور ونیول شول او د دریو کلونو لپاره شوشنسکویه ته تبعید شو، چېرې چې هغه له ناداژدا کوپسکایا سره واده وکړ. له تبعید وروسته هغه لویدیځې اروپا ته وکوچېد او هلته په روسي سوسیال دیموکرات کارګر ګوند (RSDLP) کې په مخکښ نظریه ورکوونکي بدل شو. په ۱۹۰۳ زکال کې، نوموړي د یاد ګوند د ژولیوس مارتوف تر مشرۍ لاندې د منشویکي ډلې پر وړاندې د دغه ګوند د بلشویکي انشعاب په برخه کې کلیدي رول ولوباوه. په ۱۹۰۵ زکال له ناکام روسي انقلاب وروسته هغه په پرولتري انقلاب باندې د لومړۍ نړیوالۍ جګړې د بدلولو په موخه مبارزه وکړه؛ ځکه د یو مارکسیسټ په توګه یې باور درلود چې دغه چاره به د کپیټلېزم د نسکورېدو او سوسیالیزم د واکمنېدو لامل وګرځي. وروسته له هغه چې په ۱۹۱۷ زکال د فبروري په انقلاب سره روسي تزاري دولت ونړېد او او نوی لنډ مهاله دولت رامنځته شو، نوموړی روسیې ته راستون شو او د اکتوبر د انقلاب مشري یې وکړه؛ هغه انقلاب چې په مرسته یې بلشویکانو وکولای شول نوی رژیم له واکه لرې کړي.
د لینن بلشویک دولت په پیل کې واک له کیڼ اړخو سوسیال انقلابیونو، منتخب شوروي کانګرس او د اساسي قانون د جوړونکې څو ګوندي شورا سره ووېشه، په داسې حال کې چې تر ۱۹۱۸ زکال پورې یې ټول واک په نوي کمونیست ګوند کې راغونډ کړ. د لینن دولت ځمکې په بزګرانو ووېشلې او بانکونه او لوی صنعتونه یې ملي کړل. دغه هېواد د یوې هوکړې په لاسلیکولو چې له مخې یې یو شمېر ځمکې مرکزي ځواکونو ته ورکړې له لومړۍ نړیوالې جګړې ووت او د نړیوال کمونیزم (د نړیوالو کمونیستي ګوندونو اتحادیه) په مټ یې نړیوال انقلاب ته مخه کړه. مخالفان د سور ترور تر نامه لاندې د هغه خونړیو عملیاتو په ترڅ کې چې د د دولتي استخباراتو له خوا اداره کېدل ځپل کېدل؛ په لسګونو زره کسان ووژل شول او یا هم د جبري کار کولو ځایونو ته تبعید کړای شول. د هغه دولت له ۱۹۱۷ ز کال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د روسیې په کورنۍ جګړه کې د بلشویکانو مخالف کیڼ او ښي اړخي ځواکونه مات کړل او له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۱ ز کال پورې د پولنډ او شوري پر جګړې یې پام درلود. لینن په ۱۹۲۱ زکال کې د جګړې له امله د رامنځته شوو ویجاړیو، قحطيو او وګړیزو اعتراضاتو په غبرګون کې د نویو اقتصادي سیاستونو له مخې اقتصادي ودې ته لار برابره کړه. یو شمېر غیر روسي هېوادونو له ۱۹۱۷ ز کال وروسته له روسي سترواکۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړه، خو په ۱۹۲۲ ز کال کې له دغو درې یې بېرته له نوي شوروي اتحاد سره یوځای شول. لینن د ناوړه روغتیايي حالت له امله په ګورکي کې ومړ؛ ژوزف ستالین چې په شوروي دولت کې تر هغه وروسته مخکښ و د هغه ځای ناستی شو.
لینن د شلمې پېړۍ یو له مخکښو او اغېزمنو څېرو څخه و، چې په شوروي اتحاد کې تر ۱۹۹۱ زکال پورې د شوروي اتحاد تر پاشل کېدو د ملي اتل او ملي شخصیت په توګه پېژندل کېده. هغه د مارکسیزم- لینېزم تر شاه په مخکښې ایډیالوژیکې څېرې واوښت چې له امله یې په نړیوال کمونیستي خوځښت تل پاتې اغېز وکړ. لینن چې یوه ډېره بحث پاروونکې تاریخي څېره ده د پلویانو له خوا یې د سوسیالیستي آرمانونو د اتل او د کارګري طبقې د دفاع کوونکي په توګه پېژندل کېږي چې د هغوی ګټې یې د اشرافو او بډایه کسانو د نفوذ پر وړاندې خوندي ساتلې. په داسې حال کې چې منتقدین یې بیا هغه د توتالیتر دیکتاتورۍ (زور واکي) په رامنځته کولو تورنوي چې په عام وژنې او سیاسي ځپلو به یې لاس پورې کاوه.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.