![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/56/Wilhelm_Wundt.jpg/640px-Wilhelm_Wundt.jpg&w=640&q=50)
ويلهم ونډت
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلهم ماکسیمیلیان ونډټ (16 اګسټ 1832 – 31 اګسټ 1920) یو الماني فیزیالوژیست، فیلسوف او پروفیسور و، چې نن ورځ د عصري ارواپوهنې د پلار په توګه پیژندل کیږي. ونډټ، چا چې ارواپوهنه د ساینس په توګه له بیالوژی او فلسفې څخه جلا کړه، یواځنی هغه څوک و، چې خپل ځان ته یې ارواپوه وايه. هغه په پراخه توګه د تجربوي ارواپوهنې پلار ګڼل کیږي. په 1879ز کال کې، د لیپیز په پوهنتون کې، ونډټ د رواني څیړنې لپاره لومړی رسمي لابراتوار تاسیس کړ. دې کار ارواپوهنه د مطالعې د یوې خپلواکې څانګې په توګه په نښه کړه. د دې لابراتوار په جوړولو سره هغه وتوانید چې ارواپوهنه د نورو څانګو څخه د جلا علم په توګه رامنځ ته کړي. هغه د رواني څیړنو لپاره لومړی اکادمیک ژورنال هم تاسیس کړ، چې د «Philosophische Studien» په نوم و، (له 1883 څخه تر 1903) (د دې په تعقيب يې د Psychologische Studien په نوم بل ژورنالس تاسيي کړ چې له 1905 څخه تر 1917ز کال پورې و)، تر څو په دې ژورنال کې د انسټیټیوټ څیړنه خپره کړي. [1][2][3][4][5]
ويلهم ونډت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
نامتو زده کونکي | فرانز بواس ، اميل دورخيم ، اډمنډ هسل ![]() |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
مؤثر | ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس ![]() |
سمول ![]() |
په 1991ز کال کې په امریکايي ارواپوهنه کې يوې خپرې شوې سروی کې، د وننډت شهرت ته د ارواپوهنې د نهه ويشتو امريکايي تاريخ پوهانو له خوا د تلپاتې سرلوړۍ لومړی مقام ورکړل شوی و. ویلیم جیمز او سیګمنډ فرویډ ته دويمه او درېيمه درجه ورکړل شوې وه.[6]