وگړنيز حقوق
From Wikipedia, the free encyclopedia
د بشر حقونه د انسانانو د چلند د ځانګرو معیارونو لپاره اخلاقي اصول او قواعد دي، چې په ملي او نړيوالو قوانینو کې په منظم ډول ساتل کېږي. دا په عام ډول هغه مسلم او اساسي حقوق دي چې یو وګړی په ذاتي ډول له بشري اړخه د هغه مستحق ګڼل کېږي او هغه حقوق دي چې په ټولو انسانانو کې د سن، قوم، نسب، ځای، ژبې، دين، قبیلې او يا کوم بل حالت له په پام کې نیولو څخه پرته په ذاتي ډول شته دي. دا حقونه په هرځای اوهر وخت کې د نړيوال مفهوم په معنا سره د پلی کېدو وړ او د برابرۍ له مخې د ټولو لپاره مساوي دي. دا حقونه خواخوږي او په مساوی ډول پلي کېدو ته اړتيا لري او دا حقوق وګړي دې ته اړباسي، چې د نورو وګړو انساني حقوقو ته درناوی وکړي او دا حقونه بايد هېڅکله ونه ځنډول شي، مګر د يوه ځانګړی قانوني اړین بهیر او حالت په پايله کې. [1][2][3][4][5][6]
بشري حقوق په پراخ ډول سره په نړيوال قانون، نړيوالو او سيمه یيزو بنسټونو کې اغېزمن اصول دي. د حکومتي او ناحکومتي بنسټونو کړنې، په نړيواله کچه د عامه پاليسي بنسټ تشکيلوی. د بشر د حقوقو نظريه د دې غوښتنه کوی چې، که د سولې په وخت کې د نړیوالې ټولنې عمومي لیدلوری، په عمومي اخلاقی ژبه را څرګند شي، دا د بشري حقوقو ژبه ده. هغه ادعا چې د بشري حقوقو اصول يي کوي، دا ده چې په پراخه کچه تر نن ورځې پورې د بشري حقونو د محتوا، فطرت او دلایلو په اړه د پام وړ شکونه او بحثونه دوام لري. د حق د کلیمې په کره معنا بحث، تر اوسه ناحله موضوع ده او په همېشنۍ توګه، د فلسفي بحث سرټکی دی، خو په کوم څه چې اتفاق دی، هغه داده چې، د حق کلیمه په پراخ ډول ډېر حقوق په خپله احاطه کې رانغاړي، لکه عادلانه محکمې ته د لاس رسي حق، د غلامۍ پر وړاندی د ساتنې حق، د نسل وژنې مخنيوی، د بيان آزادی او ښوونی او روزنی ته د لاسرسي حق، خو بیا هم په دې ځای کې اختلاف شته، چې له دې ډلې کوم ځانګړي حقوق، بايد د بشري حقونو په عمومي چوکاټ کې شامل شي. ځیني مفکرين دا وړانديز کوي چې، د بشر حقوق لږترلږه باید تر دې بریده وي چې په بدو حالاتو کې له تېري او سرغړونې څخه مخنيوي وکړی، په داسی حال کې چې ځینې نور بيا دې ته د يوه اوچت او لوړ معيار په سترګه ګوري.[7][8][9][10]
ډېرو بنسټيزو نظرياتو، چې د بشر حقوقو خوځښت ته يي د پرمختګ روحیه ورکړه، له دویمی نړيوالی جګړی او د هلوکاست د عامه وژنې وروستي پېښي دي، چې په پاريس کې په ۱۹۴۸ز کال کی د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې، د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلاميې د خپرېدو لامل شو. پخوانیو وګړو د نن عصر وګړو په څېر، د نړيوالو بشري حقوقو پوهه نه درلوده. د بشر دحقوقو ریښتينې مخکښه نظریه، د طبیعي حقوقو نظريه وه، چې د منځنیو پېړیو د طبیعي قانون د دود د یوې برخی په څېر راڅرګنده شوه ، چې د اروپا د روښانتيا په دوران کې د فيلسوفانو، لکه جان لاک، فرنسس هاچسن او جن جاکويس بلورماکيو له خوا د امريکا د انقلاب او د فرانسې په انقلاب کې وځلېده. له دی ځايه د بشر د عصري حقوقو بحثونه پيل او د ۲۰ می پېړۍ تر نيمايي پوری ورسېدل، په احتمالي ډول د غلامۍ، شنکجې، ټول وژنی او جنګی جرمونو په مقابل یو غبرګون و چې دا درک شوه چې انسان په ذاتي دول زیان منونکی دی او دا د یوې ممکنې خوندې ټولنې لپاره د یو شرط په توګه را منځته شول. [11][12]