ځمکپېژندنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ځمکپېژندنه یا جيولوجي په لومړي ځل د يونان له ژبې راوتلی ويېک دی او د ځمکې پېژندنې نه مانا او مفهوم داسې څرگندېږي . ځمکه پېژندنه هغه پوهه يا علم دی چې پکې د ځمکې څېره، مساهت ،ډول ، فيزيکي څرنگوالی (پږنۍ څرنگوالی) او د ځمکې د پېښليک (تاريخ ) پوره انځوريزه بشپړ پوهاوی او شننه پلاس راکوي او راښيي.
ځمکپوهنه د ځمکې د علومو یوه څانګه ده چې له مایع او جامدې ځمکې، جوړوونکو ډبرو او هغو پروسو سره اړوندېږي چې د وخت په تېرېدو سره بدلون کوي. په ځمکپوهنه کې د سپوږمۍ او مریخ په څېر د هرې ځمکنۍ سیارې یا طبیعي سپوږمکۍ د جامدو ځانګړنو څېړنه هم شاملېدای شي. معاصره ځمکپوهنه د ځمکې له نورو علومو لکه هایدرولوژۍ او اتومسفیري علومو سره په پراخ ډول غاړه غړۍ ده او له همدې امله د ځمکني سیستم د علم او سیارهيي علومو یو مهم اړخ بلل کېږي.[1][2]
ځمکپوهنه د ځمکې په سطحه کې او تر سطحې لاندې د ځمکې جوړښت او هغه پروسې تشرېح کوي چې دغه جوړښت یې رغولی دی. د دې تر څنګ په یوه ځانګړي ځای کې د پیدا شویو ډبرو نسبي او مطلق عمرونه ټاکي او د دغو ډبرو تاریخچه تشرېح کوي. د دغو وسایلو په مرسته ځمکپوهان د ځمکې جیولوژيکي تاریخ په ټولیز ډول تشرېح کولی او د ځمکې عمر څرګندولی شي. ځمکپوهنه د تختهيي جوړښت، د ژوند د تکامل د تاریخچې او د ځمکې د تېر اقلیم لپاره لومړني شواهد برابروي.[3]
ځمکپوهان د ځمکې پر جوړښت او تکامل د پوهېدو لپاره ګڼ مېتودونه کاروي چې په دې کې ساحوي څېړنې، د ډبرو تشرېحات، جیوفزیکي تخنیکونه، کیمیایي تحلیلونه، فزیکي ازمېښتونه او عددي ماډلونه یادولی شو. له علمي نظره ځمکپوهنه د کاني توکو او هایدرو کاربن د اکتشاف او ګټې اخیستنې، د اوبو د سرچینو د ارزونې، پر طبیعي خطرونو د پوهېدو، د چاپېریالي ستونزو د حلولو او د تېرو اقلیمي بدلونونو په اړه د لیدلوري وړاندې کولو لپاره مهمه ده. ځمکپوهنه د مهمو اکاډمیکو څانګو له ډلې ده چې د جیولوژيکي انجنیرۍ لپاره مرکزي اهمیت لري او په جیوتخنیکي انجنیرۍ کې مهم رول لري.