ډونالډ هينري رمزفيلډ (زوکړه: ۱۹۳۲ز د جولای ۹، مړينه: ۲۰۲۱ د جون ۲۹) يو امريکايي سياستپوه، حکومتي چارواکی او سوداګر و، چې په لومړي ځل يې د ګيرالډ فورډ “Gerald Ford” تر ولسمشرۍ لاندې له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۷ ز کال او بيا ځل د جورج ډبليو بوش “George W. Bush” تر ولسمشرۍ لاندې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې د دفاع وزير په توګه خدمت وکړ. نوموړی هم تر ټولو لږ او هم تر ټولو ډېر عمر لرونکی دفاع وزير و. رمزفيلډ له دې سربېره د ايلينوی ايالت څخه (۱۹۶۳-۱۹۶۹) د درې دورو لپاره د د متحده ايالتونو د کانګرس غړی، له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۰ز کال پورې د اقتصادي موکې ادارې “Office of Economic Opportunity” رئيس، له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۳زکال پورې د ولسمشر سلاکار، له ۱۹۷۳ څخه تر ۱۹۷۴ز کال پورې ناټو کې د متحده ايالتونو استازی او له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د سپينې ماڼې د دفتر رئيس و. د دفاع وزير په توګه د خپلو درې دورو په منځ کې يې د بېلابېلو شرکتونو د اجرائيه رئيس او رئيس په توګه هم خدمت وکړ. [1][2][3]

چټک مالومات ډونالډ رمزفيلډ, د شخص معلومات ...
ډونالډ رمزفيلډ
Thumb
ډونالډ رمزفيلډ

د شخص معلومات
پيدايښت
شیکاګو   د  (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
د مړینې لامل ملټيپل ميولوما   د  (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د  (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د  (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت ملټيپل ميولوما   د  (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د  (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک   د  (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
Thumb
ډونالډ رمزفيلډ

ويبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د  (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د  (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د  (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تړل

په ايلينوي کې زېږېدلي رمزفيلډ پرېنسټن پوهنتون “Princeton University” کې زده کړې وکړې او په سياسي پوهه کې د سند په تر لاسه کولو سره، ورڅخه په ۱۹۵۴ز کال کې فارغ شو. په سمندري ځواک کې له درې کالونو خدمت څخه وروسته يې د ايلينوي ۱۳ پارلماني سيمه کې کانګرس ته د لار موندلو په موخه ټاکنيزه مبارزه پيل او په ۱۹۶۲ ز کال د ۳۰ کلنۍ په عمر يې ټاکنې وګټلې. نوموړي په ۱۹۶۹ زکال کې د ولسمشر ريچارډ نيکسن له لورې د اقتصادي موکې د دفتر مشر په توګه ګومارنه ومنله؛ د نيکسن له لورې سلاکار وټاکل شو او د کابينې [وزير] په کچه دريځ سرليک ورکړل شو. رمزفيلډ مخکې له دې چې ناټو کې د سفير په توګه وګومارل شي، د اقتصادي ثبات پروګرام “Economic Stabilization Program” مشري يې هم وکړه. کله چې د ۱۹۷۴ زکال په اګسټ کې بېرته واشنګټن ته راوبلل شو، د ولسمشر فورډ له لورې د دفتر رئيس وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۷۵ ز کال کې هغه مهال چې د فورډ له لورې د دفاع وزارت ته نوماند شو، خپل يو وخته ځوان کارکونکی ډيک چيني “Dick Cheney” يې د خپل ځايناستي په توګه وګوماره. کله چې فورد د ۱۹۷۶ز کال ټاکنې وبايللې، رمزفيلډ شخصي سوداګرۍ او مالي ژوند [مالي برخو کې کار کولو] ته راوګرځېد او د جي ډي سيرلي اينډ کمپني “G. D. Searle & Company” درمل جوړونې شرکت مشر او اجرائيه رئيس شو. هغه له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د “General Instrument” اجرائيه رئيس او له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د “Gilead Sciences” رئيس نومول شوی و.

رمزفيلډ د ۲۰۰۱ ز کال جنوري کې د ولسمشر جورج ډبليو بوش له لورې د دويم ځل لپاره د دفاع وزير وټاکل شو. نوموړي د دفاع وزير په توګه د افغانستان او عراق بريدونو کې مرکزي ونډه ولوبوله. نوموړي د عراق له جګړې څخه مخکې او د جګړې پر مهال ادعا وکړه، چې عراق د ډله ييزې ويجاړۍ د وسلو فعال پروګرام درلود؛ مګر تر اوسه يې هيڅکله زېرمې ونه موندل شوې. د پينټاګون يو عمومي پلټونکي راپور وموندل، چې د رمزفيلډ د لوړ سياست مرستيال د عراق او القاعده د اړيکې په اړه بديلې استخباراتي ارزونې رامينځته، توليد او وروسته خپرې کړې، چې ځينې داسې پايلې په کې وې، چې د لوړ پوړو پرېکړه کونکو او استخباراتي ټولنې د رايو له عمومي يووالي يا اجماع سره په ټکر کې وې. د رمزفيلډ د خدمت دوره د ځورونې يا شکنجې کارولو او د ابو غريب د ځورونې او له بنديانو سره د ناوړه چلند د تور له امله تر پوښتنې لاندې او د بحث وړ ده. نوموړي په پرله پسې ډول سياسي ملاتړ له لاسه ورکړ او د ۲۰۰۶ زکال په وروستيو کې يې له دندې څخه لاس واخېست. هغه د خپل تقاعد په کالونو کې د معلوم او نامعلوم “Known and Unknown” تر سرليک لاندې يو خپل ژوندليک او همدا راز د رمزفيليد اصول: سوداګرۍ، سياست، جګړه او ژوند کې د مشرۍ درسونه “Rumsfeld’s Rules: Leadership Lessons in Business, Politics, War and Life” نومي اثر خپور کړ. [4][5][6][7][8]

د ژوند لومړي کالونه او زده کړې

ډونالډ هينري رمزفيلډ د ايلينوي په شيکاګو کې د ۱۹۳۲ز کال د جولای په ۹ زېږېدلی دی، چې د جورج ډونالډ رمزفيلډ او جينيټ کيرسلي (کورنی نوم: هسټيډ) زوی دی. پلار يې له يوې الماني کورنۍ څخه و، چې په ۱۸۷۰ز لسيزه کې له ويهي “Weyhe” څخه ښکتي ساکسون “Lower Saxony” ته راکډوال شوی و، مګر ځوان ډونالډ ځيني وختونه د «سخت سويسي» په څېر ښکارېده. رمزفيلډ چې د ايلينوي په وېنيټکا کې يې ژوند کاوه، په ۱۹۴۹ زکال د ايګل سکاټ امريکايي سکې ګټونکی شو او هم يې د امريکا د څارونکو يا جاسوس هلکانو ادارې “Boy Scouts of America” له لورې په ۲۰۰۶ زکال کې د ځانګړي ايګل سکاوټ انعام “Distinguished Eagle Scout Award” او د سپينو زرو “Silver Buffalo Award” انعام تر لاسه کړ. په وېنيتکا کې د اوسېدلو پر مهال يې کورنۍ په يوه ډله ييزه کليسا کې ګډون وکړ. نوموړي له ۱۹۴۳ څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې د کليفورنيا په کوروناډو کې ژوند وکړ، په داسې حال کې چې پلار يې په دويمه نړيواله جګړه کې په ارام سمندر کې يوه الوتکه وړونکې بېړۍ کې ګومارل شوی و. هغه په ۱۹۴۹ زکال په فېمونټ سکاټ رانچ “Philmont Scout Ranch” کې د شاهي باغ ساتونکی و. [9][10][11][12][13][14][15][16]

رمزفيليډ بېکر ډيمونسټرېشن سکول “Baker Demonstration School” کې ګډون وکړ او وروسته له نيو ټراير عالي ښوونځي “New Trier High School” څخه فارغ شو. نوموړي د پوهنيز او NROTC په پلوی پوهنيزو بورسيو له لارې پرېنسټن پوهنتون کې ګډون وکړ. هغه «د ۱۹۵۲ زکال د فولادو د نيونې قضيه او پر ولسمشريزو واکونو باندې يې اغېز» تر سرليک لاندې د لوړ [ارزښت لرونکي] تيزس له بشپړولو څخه وروسته، په ۱۹۵۴ ز کال کې د سياست برخه کې د “A. B” سند په تر لاسه کولو سره فارغ شو. په پرنسټون پوهنتون کې د اوسېدلو پر مهال، نوموړی يو تکړه شوقي غېږ نيونکی يا پهلوان و، چې وروسته د پوهنتون د غېږ نيونې لوبډلې مشر او د لايټ وايټ فوټبال “Lightweight Football” لوبډلې مشر شو، چې defensive back” لوبه يې کوله. هغه مهال چې پرېنسټن کې و، د فرانک کارلوکسي په نوم له يو بل راتلونکي دفاع وزير سره ملګری شو. [17][18][19][20][21]

رمزفيلډ د ۱۹۵۴ زکال د ډسمبر په ۲۷ نېټه له جويس پي پيرسن سره واده وکړ. دوی درې کوچنيان، شپږ لمسيان او يو کړوسی درلود. نوموړي په “Case Western Reserve University School of Law” او “Georgetown University of Law Center” کې ګډون وکړ، مګر له هېڅ يوې ادارې څخه يې سند ترلاسه نه کړ. [22]

سمندري ځواک کې د رمزفيلډ خدمت

رمزفيلډ له ۱۹۵۴ زکال څخه تر ۱۹۵۷زکال پورې د متحده ايالتونو سمندري پوځ کې د سمندري هوا نورد او الوت د لارښود په توګه خدمت وکړ. د هغه لومړنۍ روزنه د شمالي امريکا د “SNJ Texan” بنسټيز روزنتون کې وه، چې له دې ځايه وروسته ټي ۲۸ “T- 28” پرمختللي روزنتون ته بدل شو. نوموړی په ۱۹۵۷ ز کال کې سمندري زېرمه ځواک “Naval Reserve” ته بدل شو او د پوځي تمرين د ساتونکي په توګه يې د الوت او اداري دندو برخه کې خپل سمندري خدمت ته دوام ورکړ. رمزفيلډ د ۱۹۵۸ز کال د جولای په لومړۍ نېټه د کولمبيا سيمې په اناکوشيا سمندري هوړايي تم ځای د اوبتل ضد ۶۶۲ ډلګي “Anti-submarine Squadron 662” کې د انتصابي يا ټاکنيز ساتونکي په توګه وګومارل شو. نوموړي ته د ۱۹۶۰ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د مشيګن په ګروسي ايلي سمندري هوايي تمځای “Naval Air Station Grosse Ile, Michigan” کې د اوبتل ضد ۷۳۱ ډلګي د مشرۍ يا قوماندې دنده وروسپارل شوه، چې نوموړي په همدې ځای کې “S2F Tracker” ته الوتنه ورکړه. نوموړی په ۱۹۷۵ زکال کې کله چې د دفاع وزير شو، “Individual Ready Reserve” ټولګي ته بدل شو او په ۱۹۸۹ زکال يې ورڅخه د کپتان يا جګړن رتبې په درلودلو سره لاس واخيست. [23][24]

حکومتي مسلک (۱۹۶۲ – ۱۹۷۵ز کال)

د کانګرس غړی

رمزفيلډ په ۱۹۵۷ز کال د ډوايټ ډي ايسينهوور “Dwight D. Eisenhower” د ادارې پر مهال د مشر ډيويډ اس ډينېسن د اداري مرستيال په توګه خدمت وکړ، چې د اوهايو د ۱۱ ټاکنيزې سيېمم په استازولۍ د کانګرس غړی و. نوموړی په ۱۹۵۹ ز کال د مشيګن د کانګرس غړي روبرټ پي ګرېفين د استخدام مرستيال شو. رمزفيلډ چې له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې يې د ای جي بيکر اينډ کمپني په نوم د پانګه اچونې له بانکې شرکت سره د دوه کالونو لپاره خدمت کې بوخت و، خپله دا دنده پرېښوده او د پارلمان يا کانګرس غړی شو. [25][26]

نوموړی په ۱۹۶۲ز کال د ۳۰ کلنۍ په عمر د ايلينوی د ۱۳ پارلماني سيمې لپاره د متحده ايالتونو د استازو جرګې ته وټاکل شو او له دې څخه وروسته په ۱۹۶۴، ۱۹۶۶ او ۱۹۶۸ ز کالونو کې په پرله پسې ډول د بيا ځل لپاره وټاکل شو. کانګرس کې د خدمت موده کې اقتصادي ګډې کمېټه، د ساينس او هوايي چلند کمېټه، د حکومتي عملياتو کمېټه او همدا راز د پوځي او بهرنيو عملياتو څېرمه يا فرعي کمېټو کې خدمت وکړ. نوموړی سره له دې چې د اطلاعاتو قانون د ازادۍ “Freedom of Information Act” مخکښ ګډ تمويل کونکی و، د جاپان او امريکا د بين الپارلماني شورا “Japanese-American Inter-Parliamentary Council” ګډ بنسټګر هم و. [27][28][29]

سرچينې

Wikiwand in your browser!

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.

Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.