From Wikipedia, the free encyclopedia
ډېوېډ کېټ لېنچ (د ۱۹۴۶ کال د جنوري په ۲۰مه زېږېدلی) یو امریکایی فلم جوړوونکی، انځورګر، بصري هنرمند، اداکار/موسیقار، لیکوال او انسان دوست دی. په ۲۰۱۹ کال کې یې ویاړلې علمي جایزه ترلاسه کړې، درې ځله د غوره کارګردان په توګه د اوسکار جایزې ته نوماند شوی، دوه ځله یې د ترټولو غوره بهرني فلم لپاره د سېزار جایزه او همدارنګه یې د کنېس په فیستیوال/ دفلمونو نړیوال فیستوال کې د ډور پالم (په انګلیسي ژبه ګولډن پالم، د سرو زرو وږی/څانګه تر ټولو لوړه فلمي جایزه، ژباړن) او د وینز د فلم په فیستیوال کې د ټولې لاسته راونې په نوم فلم لپاره د کولډن لاین/ د سرو زرو زمری جایزې ګټونکی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د ګاردین ورځپاڼې له خوا رامنځته شوې د منتقدانو یوې ډلې اعلان وکړ چې "په پایله کې تر ټولو بحثونو وروسته هېڅوک هم دا خبره نه شي کولی چې ډېوېډ لېنچ دې د دې دور تر ټولو غوره فلم جوړوونکی وي. حال دا چې ال مووي هغه "د مدرنې امریکایي فلم جوړونې د رینانس/ بیاراژوندي کوونکي سړي په توګه یادوي." د هغه کار د دې لامل شو چې د فلمي منتقد پایولین کېل له خوا د تر ټولو غوره سریال جوړوونکي لقب خپل کړي.[1][2][3][4][5][6][7][8][9]
ډېوېډ لېنچ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
استوګنځای | لاس انجلس |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 180 سانتي متره |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
لېنچ مخکې له دې چې د لنډو فلمونو جوړولو ته مخه کړي د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې یې انځورګري زده کړه. د ایرېزرهېډ په نوم د هغه لومړنی ۹۰ دقیقه یی فلم (۱۹۷۷) د نیمې شپې د فلمونو په مدار کې بریالی و او د فیل سړي (۱۹۸۰)، د شګو غونډۍ (۱۹۸۴) او ابي بخمل (۱۹۸۶) په نوم فلمونو له کاګردانۍ سره بریا ته ورسېد. لېنچ ورپسې له مارک فراسټ سره خپله تلویزوني شبکه جوړه کړه او د ټواین پیک په نوم د یو سړي د معمایي وژنې ډرامه په دوو څپرکو کې په کې خپره شوه. هغه همدارنګه د ټواین پېک مخکیني فلمونه: فایر واک وېت مي (۱۹۹۲)، د وایلډ اټ هاړټ جاده یي فلم (۱۹۹۰) او د سټرېنټ سټوري (۱۹۹۹) کورنی فلم هم په همدې دوره کې جوړ کړل. د سوریالیستي فلم جوړونې لور ته د هغه تللو له سره د هغه درې نور فلمونو: هېګوې (۱۹۹۷)، مالهالنډ ډرایف (۲۰۰۱) او اېنلنډ اېمپایر (۲۰۰۶) د خیالي منطق د غیر تشریحي داستاني جوړښت له مخې پر مخ ولاړل. لېنچ او فراسټ دواړو په ۲۰۱۷ کال کې د ټواین پیک دریېم څپرکي لپاره چې د شوټایم له خوا خپرېده بیا یوځای شول. لېنچ د هرې برخې لیکوالي او کارګرداني وکړه او د ګوردن کول په توګه یې خپل رول بیا پر سکرین راڅرګند کړ.[10]
د یو موسیقار په توګه د بلوباب سټېډيو البومونه (۲۰۰۱)، کرېزي کلاون ټایم (۲۰۱۱) او بېګ ډریم (۲۰۱۳) جوړول او همدارنګه د خپلو بېلابېلو فلمونو لپاره د غږ او موسیقۍ طرحه کول (ځینې وختونه د خپلو همکارانو اېلن سپلېټ، دین هېړلي او یا انجېلیو بادلمېنټي سره)؛ انځورګري او عکاسي؛ د اېمېجس/ انځورګری (۱۹۹۴)، کچ د بېګ فېش (۲۰۰۶) روم ټو ډريم (۲۰۱۸) د کتابونو لیکل او ګڼ شمېر نور ادبي اثار؛ او د ویډيویي موسیقیو (لکه د موبي له خوا شارټ اېن د بک اف هېډ لپاره ویډيو جوړول چې په بدل کې يې هغه بېرته د لېنچ بېګ ډریم ته یوه ویډيو جوړه کړه ) او همدارنګه د اعلاناتو جوړول چې د لېډي بلو شانګهای په نوم د ډایور سوداګریز فلم جوړول، د لېچ له نورو کاري هڅو څخه یادولی شو.[11][12][13][14][15][16][17][18]
د ترانسېډنتال مېډيیشن/ متعالي تفکر (TM) یو لېوال تمرین کوونکی و. په ۲۰۰۵ کال کې يې د ډېوېډ لېنچ بنسټ جوړ کړ چې په ښوونځیو کې د TM د تدریس په لټه کې دی او له هغه مهال راهیسې یې لمن له خطر سره مخ ګڼ نور نفوس لکه بې ځایه شویو ټولنو، غازیانو او کډوالو رسېږي.[19][20]
ډېوېډ کېټ لېنچ د ۱۹۴۶ کال د جنوري په۲۰مه د مونټانا په مېزولا کې زېږېدلی. پلار یې ډونالډ والټون لېنچ (زوکړه ۱۹۱۵ - مړینه ۲۰۰۷) یو څېړونکی پوه و چې د متحده ایالاتو د کرنې څانګې (USDA) ته یې کار کاوه او مور یې اېډوانا "سني" لېنچ (کورنی نوم یې سندبېرګ، زوکړه ۱۹۱۹- مړینه ۲۰۰۴) یوه د انګریزي ژبې کورنۍ ښوونکې وه. د لېنچ له مشرانو مورنیو نیکونو څخه دوه یې له فنلنډي - سویډني کډوالو څخه و چې په ۱۹مه پېړۍ کې متحده ایالاتو ته تللي وو. هغه د یو پروتیستان په توګه لوی شو. لېنچ تر ډېره د USDA له خوا ډونالډ ته ورکړل شوي ځای په شاوخوا کې ګرځېده له همدې امله په دوه میاشتینۍ کې له خپل مور او پلار سره د ایډاهو سنډ پاینټ ته لاړ؛ دوه کاله وروسته یې د ورور جان تر زېږون وروسته کورنۍ د واشنګټن سپوکېن ته کډه شوه، هلته د لېنچ خور مارټا نړۍ ته راغله. وروسته یې کورنۍ د شمالي کارولینا ډرهام، د اېډاهو بویز، لکساندریا او وېرجینیا ته کډه شول. لېنچ نسبتاً په اسانۍ سره ځان له دې ژوند سره برابر کړ هغه وویل: دا چې نږدې تل نوی ښوونځی پیل کړي د نويو ملګري موندل ورته ستونزمن نه وو.[21][22][23][24]
ما په ماشومتوب کې نړۍ په بشپړ ډول فوقالعاده ولیده. البته ځینې معمولي وېرې راسره وې لکه ښوونځي ته د تګ وېره وه ... هغه مهال ښوونځي ته تلل د ځوانانو پر وړاندې یو جنایت و. چې د ازادۍ تخمونه/زړي يې لهمنځه وړل. ښوونکو پوهه یا مثبت کړهوړه نه هڅول. [25]
لېنچ د زدهکړو تر څنګ له بای سکاوټ/څارندوی/ پیشاهنګ سره یوځای شو، که څه هم هغه وروسته وويل چې «يوازې [څارندوی] شوم، بناً ما وکولی شوی هغه خوشي کړم او شاته يې پرېږدم.» هغه د اېګل سکاوټ (د امریکا د پیشاهنګانو تر ټولو لوړ رتبه د شاهین نښان، ژباړن) تر ټولو لوړې درجې ته ورسېد. هغه پهخپله ۱۵مه کلیزه کې د نورو پیشاهنګانو تر څنګ د یو شاهيني نښان لرونکي پیشاهنګ په توګه له سپينې ماڼۍ څخه بهر د ولسمشر جان اېف کنېډې د لوړې/تحلیف په مراسمو کې موجود و. همدارنګه له کوچنيوالي له انځورګرۍ او نقاشۍ سره مينه لرله او په وېرجينیا کې چېرته يې چې د پلار ژوند کول خوښېدل، د ژوند کولو پر مهال يې د یوې دندې/مسلک په توګه خپل دا مسیر وڅاره. [26][27][28]
لېنچ په اسکندریه کې د فرانسیس سي هامونډ په ښوونځي کې له علمي پلوه کوم غورهوالی نه درلود او د ښوونخي له کارونو سره يې چندان لېوالتیا نه لرله، خو د پېژندل شویو زدهکوونکو له ډلې وو او تر پرېښودلو وروسته يې پرېکړه وکړه چې په کالج کې انځورګري وکړي. هغه مخکې لهدې چې په ۱۹۶۴ کال کې په بوستون کې د ښکلو هنرونو ښوونځي (چېرته چې له موسیقار پیټر وولف سره په یوه خونه کې و) ته ولېږل شي، خپلې زدهکړې په واشنګټن کې د کورکوران د هنر او طراحۍ په ښوونځي کې پیل کړې. هغه دا ځای یوازې یو کال وروسته پرېښود او ويې ويل، «په ټوله کې په هغه ځای کې ماته هېڅ انګېزه رانهکړل شوه» په بدل کې يې هغه پرېکړه وکړه چې غواړي د اروپا شاوخوا ته له خپل ملګري جک فیسک سره چې په کوپر یونین کې د هغه له زدهکړو څخه ناراضي و سفر وکړي. دوی هيلهمن و چې په اروپا کې به له اتریشي [1]اکسپرسیونیست انځوګر کوکوشکا څخه د هغه په ښوونځي کې انځورګري زده کړي. خو سالزبورګ له رسېدو سره وپوهېدل چې کوکوشکا نهشته؛ په اروپا کې تر دوه اونۍ وخت تېرولو وروسته بېرته ناهيلي متحده ایالاتو ته راوګرځېدل. [29][30]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.