ژاک شېراک
د ويکيخبرونو ليکنه / From Wikipedia, the free encyclopedia
ژاک ریني شېراک (د ۱۹۳۲ ز کال د نومبر له ۲۹ مې نه – د ۲۰۱۹ ز کال د سپټمبر تر ۲۶ مې پورې) یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۹۵ز کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. له دې وړاندې شېراک له ۱۹۷۴ ز کال نه تر ۱۹۷۶ز کال او له ۱۹۸۶ کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې د فرانسې لومړی وزیر و او د ۱۹۷۷ ز کال نه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د پاریس ښاروال و. [1][2][3][4][5]
شېراک د اداري علومو په ښوونځي کې له ګډون وروسته، د جګپوړي ملکي مامور په توګه خپله دنده پیل کړه، چې لږ وروسته یې په سیاست کې پښه کېښوده. شېراک د کرنې وزارت او د کورنیو چارو د وزارت په ګډون په بېلابېلو جګ پوړو پوستونو کې کار کړی دی. نوموړي په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۸ ز کلونو کې، د ولسمشرۍ لپاره د محافظه کار ګولیسټ ګوند د جمهوريت لپاره د خوځښت د مشر په توګه بې پایلې هڅې درلودې. په لومړی سر کې د شېراک په کورنیو سیاستونو کې د مالیاتو ټیټې بیې، د نرخونو د کنټرول لرې کول، د جرم او ترهګرۍ لپاره سخته سزا او د سوداګرۍ خصوصي کول ګډون درلود. په دویمه دوره کې د لومړي وزیر په توګه د دې سیاستونو له تعقیب وروسته، نوموړي خپل نظر بدل کړ. هغه د مختلفو اقتصادي سیاستونو لپاره استدلال وکړ او د ۱۹۹۵ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په دویم پړاو کې د ۵۲.۶ سلنه رایو په ګټلو سره ولسمشر وټاکل شو، چې سوسیالیست لیونل جوسپین ته یې، وروسته له هغه ماتې ورکړه چې د "ټولنیزو شخړو" (ټولنیز جلاتوب) د حل د تګلارې پر بنسټ یې کمپاین وکړ. د شېراک اقتصادي سیاست، چې د دیریجیزم پر بنسټ ولاړ و، یعنې د دولت په لارښوونه پانګونې ته اجازه، د مارګریټ تاچر او جان میجر په صدارت کې د انګلستان د آزاد بازار د سیاست سره په ټکر کې راغی، چې شېراک هغې ته د "انګلو-سیکسون الترالیبرالیزم" یا نوی لیبرالیزم په سترګه کتل. [6][7][8]
نوموړی په عراق باندې د امریکا په مشرۍ د یرغل په وړاندې د خپل درېځ، د یهودانو په شړلو کې د فرانسې د حکومت د همکارۍ د ونډې او په ۲۰۰۰ ز کال کې د ټولپوښتنې له لارې له ۷ کلونو نه ۵ کلونو د ولسمشرۍ دورې د کمولو په برخه کې هم شهرت ترلاسه کړ. نوموړي د ۲۰۰۲ کال کال د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې، د ښي اړخه نوماند، ژان ماري لوپین په وړاندې په دویم پړاو کې د ۸۲.۲ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی شو، خو نوموړي په خپله دویمه دوره کې، د محبوبیت خورا ټیټه درجه درلوده او د فرانسې په معاصر سیاسي تاریخ کې یو له لږ محبوبو ولسمشرانو نه ګڼل کېده.
د پاریس محکمې په ۲۰۱۱ زکال کې، شېراک د عامه پیسو د ضایع کولو او د خلکو باور نه د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې مجرم و ګڼل شو، هغه ته یې د دوه کاله تعلیقي بند سزا ورکړه.[9]