کاربوهایډرېټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
کاربوهایډرېټ (/kɑːrboʊˈhaɪdreɪt/) یو بایومالیکول دی چې د کاربن (C)، هایډروجن (H) او آکسیجن(O) له اټومونو څخه جوړ شوی چې په معمول ډول د هایډروجن اټوم نسبت ۲:۱ (د اوبو په څېر) دی او د Cm(H2O)n تجربوي فورمول لري (چېرته چې m کولی شي چې له n څخه توپیر ولري یا ونلري). په هرحال، ټول کاربوهایډرېټونه دې سټایکومټریک تعریف سره سمون نه خوري (د بېلګې په توګه یورونیک اسیډونه، ډي اوکسي قندونه لکه فوکوز)، او همدارنګه ټول هغه کیمیاوي مواد چې د دې تعریف مطابق دي په اوتومات ډول د کاربوهایډرېټ په توګه نه طبقه بندي کېږي (لکه فارمل ډي هایډ او اسټیک اسیډ).
دا اصطلاح ډېری په بایوکیمیا کې ډېره عامه ده، چېرته چې د ساکارایډ مترادفه ده، هغه ډله کې چې قندونه، نشایسته او سېلولوز شامل دي. ساکارایډونه څلورو کیمیاوي ګروپونو باندې وېشل کېږي: مونوساکارایډان، ډای ساکارایډان، اولیګوساکارایډان او پولي ساکارایډان. مونوساکارایډان او ډای ساکارایډان، چې ترټولو کوچني کاربوهایډرېټان دي (ټیټ مالیکولي وزن لري)، په معمول ډول د قند په نوم نومول کېږي. د ساکارایډ ویی د لرغوني یونان له σάκχαρον (sákkharon) له کلمې څخه چې د «بورې یا شکر» معنا ورکوي، اخیستل شوی دی. په داسې حال کې چې د کاربوهایډرېټانو علمي نومونه پېچلې ده، د مونوساکارایډانو او ډای ساکارایډانو نومونه ډېرې د -ose په وروستاړي ختمېږي کوم چې په اصل کې له ګلوکوز څخه اخیستل شوی، چې په لرغونې یوناني کې د γλεῦκος (gleûkos) له ویي څخه چې د «شراب» په مانا ده، او کابو د ټولو قندونو لپاره کارول کېږي، د بېلګې په توګه فرکټوز (د مېوې قند)، سکروز (د چوغندر یا ګني بوره)، رایبوز، لاکټوز (د شیدو بوره) او نور.[1][2]
کاربوهایډرېتان په ژوندیو موجوداتو کې ګڼ رولونه لري. پولي سکرایډونه د انرژۍ سرچینې (لکه نشایسته او ګلایکوجن) او د جوړښتي اجزاوو (لکه سلولوز په بوټو کې او چیټین په آرټروپوډانو کې) په توګه عمل کوي. د ۵ کالبنه مونوسکرایډ رایبوز د کوانزایمونو (د بېلګې په توګه ATP، FAD او NAD) مهم جز او د RNA په نوم جنیټیکي مالیکول ملا تیر دی. اړوند ډیوکسي رایبوز د DNA یو جز دی. سکرایډونه او د هغوی مشتقاتو کې ډېر نور مهم بایومالیکولونه شامل دي چې په دفاعي سیسټم، القاح، له پتوجنیزس څخه مخنیوي، وینې کلکېدو او پرمختیا کې کلیدي رول لوبوي.[3]
کاربوهایډرېټان په تغذیه کې اساسي رول لري او په طبیعي او پروسس شویو خوړو په پراخه لړۍ کې پیدا کېږي. نشایسته یو پولي سکرایډ دی. دا په حبوباتو (لکه غنم، جوار، وریجې)، کچالو او د غله جاتو اوړو څخه پروسس شویو خوړو لکه ډوډۍ، پیزا او پاستا کې ډېر پیدا کېږي. قندونه د انسان په خوراکي رژیم کې په عمده ډول د میز شکر (سکروز، له ګني یا چوغندر بورې څخه استخراج شوی)، لاکټوز (چې په شیدو کې ډېر وي)، ګلوکوز او فرکټوز په توګه څرګندېږي چې دواړه په شاتو، ډېری مېوو او ځینې ترکاري ګانو کې په طبیعي ډول شتون لري. د میز شکر، شیدې یا شات په ډېری څښاکونو کې او ډېری چمتوشویو خوړو لکه مربا، بسکېټونو او کېکونو کې ورزیاتېږي.
سلولوز، د ټولو بوټو په حجروي دېوال کې شته یو پولي سکرایډ، د نامحلوله خوراکي فایبر یوه اصلي برخه ده. که څه هم د انسان لپاره د هضم وړ نده، سلولوز او نامحلول خوراکي فایبر په ټولیز ډول د کولمو حرکتونو په آسانتیا سره د هضمي سیسټم روغتیا کې مرسته کوي. په خوراکي فایبر کې شته نور پولي سکرایډونو کې مقاوم نشایسته او اینولین شامل دي چې د غټو کولمو په مایکروبیوټا کې ځینې باکټریاوې تغذیه کوي او د دې باکټریاګانو په واسطه میټابولیز کېږي ترڅو له کوچني زنځیرونو سره غوړ اسیډونه تولید کړي.[4][5][6]