بوینس آیرس
From Wikipedia, the free encyclopedia
بوینس آیرس د ارجنټاین هیواد پلازمینه او لوی ښار او بندر دی.
د بوینوس آیرس خپلواک ښار | |
---|---|
Ciudad Autónoma de Buenos Aires | |
په شپه کې د ښار منظره | |
ملکه الپلالتا، د جنوبي امریکا پاریس، پلازمینه تانګو، د کتابونو ښار، پامپاس پاریس، د لاتینی امریکا هنري پلازمینه | |
په ارجنټاین هیواد کې د بوینوس آیرس خپلواک ښار نقشه | |
موقع د بوینوس آیرس خپلواک ښار | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۳۴°۳۶′۱۲″ سویل ۵۸°۲۲′۵″ لویدیځ | |
خپلواکی | ۱۵۳۶, ۱۵۸۰ |
اداري وېش | |
هیواد | ارجنټاين |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• والي | ماوریکیو ماکری |
• وکیلان | ماریا ایګنیا استنسورو سامویل کابانچیک دانیل فیلموس |
پراخوالی | |
• ښار | ۲۰۳ کلوميټر٢ (۷۸ میله مربع) |
• ځمکه | ۲۰۳ کلوميټر٢ (۷۸ میله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۴٬۷۵۸ کلوميټر٢ (۱٬۸۳۷ میله مربع) |
لوړوالی | 25 متر |
نفوس شمېرنه (۲۰۰۱) | |
• ښار | ۲٬۸۹۱٬۰۸۲ |
• د نفوسو کثافت | ۱۴٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۳۷٬۰۰۰/ميله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۱۲٬۸۰۱٬۳۶۴ |
د گڼه گوڼې نوم | porteño (m), porteña (f) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | ART (ه.ن.و۳-) |
C1000-14xx | |
سيمه ييز د زنګ کوډ | ۰۱۱ |
جيو کوډ | 3435910 |
آی اېس او 3166 | AR-C[1] |
خورلڼې ښارونه | برلين ، ساو پاولو [2]، آتن ، بلګراډ ، بوګوتا ، د مشق ، تل آویو ، قاهره ، کيېف [3][4]، مادريد ، مونټي ویډو ، مسکو ، ناپل ، اوساکا ، بېجنګ ، پراګ ، رايو ډي جينېرو ، روتردام ، سانتیاګو ، سيول ، وارسا ، میلان ، پالرمو ، بارسلونا ، بېروت ، مکسیکو ښار ، کيپ ټاؤن ، استانبول ، لندن ، اوهايو ، آټاوا ، کیتو ، زګريب ، باسیلیکاتا ، سینټ پیټرزبورګ [5]، رام الله ، کوشیتسه ښار |
HDI | high ۰٫۹۵۳ |
رسمي وېبپاڼه | www.buenosaires.gov.ar |
سمول |
بوېنس آیرس (په انګلیسي: Buenos Aires)، چې په رسمي توګه «د بوېنس آیرس خپلواکمن ښار» (په سپانیوي: Ciudad Autónoma de Buenos Aires) یادېږي، د ارجنټاین پلازمېنه، تر ټولو لوی او لومړی درجه ښار دی. دغه ښار د ریو دو لا پاتا په لوېدیځه څنډه کې، د سویلي امریکا سویلختیځ ساحل په غاړه واقع شوی دی. «Buenos Aires» کېدای شي د «ملایم شمال» یا «ښه هوا» په توګه وژباړل شي، خو پخوانۍ معنی یې، په شپاړلسمې پېړۍ کې د بنسټ اېښودونکو تعبیر ؤ، چې د «Real de Nuestra Señora Santa María del Buen Ayre» اصلي نوم په کارولو سره، د ایټالیا په ساردینیا کې د بوناریا له مدونا وروسته نومول شوی ؤ. [6][7]
د بوېنس آیرس ښار نه د بوېنس آیرس ولایت یوه برخه ده او نه د ولایت مرکز؛ بلکې یوه خپلواکمنه سیمه ده. په ۱۸۸۰ز کې، له څوګونو لسیزو سیاسي مبارزو وروسته، بوېنس آیرس فدرالي شو او د بوېنس آیرس له ولایت څخه ووت. د ښار محدوده پراخه شوه او د بېلګرانو او فلورس ښارونه پهکې شامل شول؛ اوسمهال دواړه ښاري سیمې دي. د ۱۹۹۴ز کال د اساسي قانون تعدیل لهمخې، دغه ښار خپلواکمن اعلان شو، له همدې امله، رسمي نوم یې «د بوېنس آیرس خپلواکمن ښار» دی. ښاریانو په ۱۹۹۶ز کال کې د لومړي ځل لپاره د دولت مشر وټاکه؛ مخکې تر هغو، ښاروال د ارجنټاین ولسمشر لهلورې په مستقیم ډول ټاکل کېده.[8][9]