سیول
From Wikipedia, the free encyclopedia
سیول د سویلي کوریا پلازمېنه او د دې هېواد تر ټولو ستر میتروپولیتن ښار دی. د ۲۰۲۰ کال د احصائیو له مخې، د سیول ښار ۹.۹ میلیونه وګړي لري، چې د سیول د پلازمېنې د سیمې او شاوخوا د انچیون میتروپولټن او ګینوګي ولایت سیمې په ځان کې رانغاړي. دا ښار د یوه نړیوال ښار په توګه ګڼل کېږي، چې د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د څېړنې شبکې (GaWC) له خوا د یوه الفا ښار په توګه ډلبندي شوی دی. سیول له توکیو، نیویارک ښار او لاس انجلیس نه وروسته په ۲۰۱۴ ز کال کې د د متروپولییتن ستر اقتصاد لرونکو ښارونو په لړ کې په څلورم ځای کې راغلی و. نړیوال سیلانیان معمولاً سیول ته د انچیون د نړیوال هوايي ډګر نه د AREX له لارې ورځي، کوم چې د نهو پرله پسې کلونو لپاره د هوايي ډګرونو د نړیوالې شورا له خوا (۲۰۰۵-۲۰۱۳) د غوره هوايي ډګر په توګه ډلبندي شوی و. په ۲۰۱۵ ز کال کې، دا ښار په اسیا کې د ژوند کولو له اړخه یو له ډېرو ممتازو ښارونو وګڼل شو او همداشان د Arcadis له خوا په نړیواله توګه د ژوند د کیفیت له مخې دویم ستر ښار وپیژندل شو، چې په دې ښار کې د سړي سر ناخالص تولید شاوخوا ۴۰۰۰۰ امریکايي ډالر دي. سیول د ۲۰۰۲ کال د فیفا د نړیوال کپ لپاره یو له دوو رسمي کوربه ښارونو څخه و چې سویلي کوریا او جاپان په ګډه سره د هغو کوربه توب وکړ.[18][2][19]
سیول Seoul | |
---|---|
서울시 Seul | |
Seoul Special City 서울특별시 | |
• هانګول | 서울특별시 |
• هانجا | Script error: The function "lang" does not exist. |
• Revised Romanization | Seoul Teukbyeolsi |
• McCune–Reischauer | Sŏul T'ŭkpyŏlsi |
Clockwise from top: Namdaemun, Myeongdong Cathedral, Cheongyecheon, Gyeongbokgung Geunjeongjeon, 63 Building, N Seoul Tower | |
Map of South Korea with Seoul highlighted | |
کورډېناټونه: ۳۷°۳۴′شمال ۱۲۶°۵۹′ختیځ [1] | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۶ جون ۱۳۹۵ |
نومول شوی په | پلازمېنه |
اداري وېش | |
هیواد | South Korea[2] |
Region | Seoul National Capital Area |
پلازمینه د: | |
Districts | کينډۍ:قائمة مخفية |
حکومت | |
• ډول | Seoul Metropolitan Government Mayor–Council |
• ښاروال | پارک ون-سون (کينډۍ:Polparty) |
• Council | Seoul Metropolitan Council |
• National Representation - National Assembly |
کينډۍ:Composition bar 16.3% (total seats) کينډۍ:Composition bar19.4% (constituency seats) ليسټ
|
پراخوالی[3] | |
• ښار | ۶۰۵٫۲۱ کلوميټر٢ (۲۳۳٫۶۷ میله مربع) |
لوړوالی | ۳۸ ميټره (۱۲۵ فوټ) |
نفوس شمېرنه (2016[4]) | |
• ښار | ۱۰,۲۹۰,۰۰۰[5] |
• ستره ښاري سيمه | ۲۵٬۶۰۰٬۰۰۰ |
• Demonym | 서울 사람 (Seoul saram), 서울시민 (Seoul-simin), Seoulite |
• Dialect | Gyeonggi |
وروستي مالومات | |
وخت زون | نړيوال همغږی وخت + 09:00 |
رسمي ژبه | کوريايي ژبه |
جيو کوډ | 1835848 |
آی اېس او 3166 | KR-11[6] |
خورلڼې ښارونه | سان فرانسسکو (۱۸ مې ۱۹۷۶–)[7] قاهره (۲۷ اپرېل ۱۹۹۷–) جکارتا (۲۵ جولای ۱۹۸۴–) نوي دهلي تایپي (۲۳ مارچ ۱۹۶۸–) انقره (۲۳ اگسټ ۱۹۷۱–) تهران بوګوتا (۱۴ جون ۱۹۸۲–) توکيو (۳ سپټمبر ۱۹۸۸–) مسکو سیدنی بېجنګ (۲۳ اکتوبر ۱۹۹۳–) اولان باتور (۶ اکتوبر ۱۹۹۵–) هانوی (۱ مې ۱۹۹۶–) وارسا (۲۰ جون ۱۹۹۶–) استانه آتن واشنګټن ډي سي (۱۳ مارچ ۲۰۰۶–)[8] بانګکوک (۱۶ جون ۲۰۰۶–) تیرانا ساو پاولو (۲۰ اپرېل ۱۹۷۷–)[9] ډېلي بوئنوس آيرز مکسیکو ښار (۵ اکتوبر ۱۹۹۲–) رايو ډي جينېرو پاريس (۱۲ نومبر ۱۹۹۱–) روم (۱۸ مارچ ۲۰۰۰–) نيويارک هونولولو (۲۲ اکتوبر ۱۹۷۳–)[10] کيېف (۲۶ سپټمبر ۲۰۲۳–)[11] |
آلوتونګه | کوریایي زاغه |
رنګ | سور رنګ سیول[12] |
ګل | زیړ یاس |
سرچیني | د سیول سرچیني (سیول هانګانګ او سیول نامسان)[13] |
د بخت نښان | Haechi |
شعار | "I·SEOUL·U "[14] ( "د اسیا روح په معنی") |
ترانه | "S.E.O.U.L." (اجرا سوپر جونیور او ګرلز جنریشن) |
ونه | تاریخي |
GDP(Metro) | US$ 779.3 billion[15] |
GDP per capita(Metro) | US$ 35,782[16][17] |
رسمي وېبپاڼه | seoul.go.kr |
سمول |
په ګنګنم او د ډیجیټل رسنۍ ښار کې د سترو تکنالوژيکي شرکتونو د مرکزونو په لرلو سره، د سیول سیمه د فورچون ګلوبل ۵۰۰ کمپنیو له منځه د ۱۵ سترو او مشهورو کمپنیو لکه سامسونګ، ایل جي او هیونډای کور دی. د نړیوال ځواک لرونکي ښار د شاخص او د نړیوالو مالي مرکزونو د شاخص له مخې دا ښار په اوم مقام کې راځي، چې د نړیوالو کنفرانسونو د کوربه توب له مخې د نړۍ په چارو کې یو له مخکښو متنفذینو ښارونو څخه ګڼل کېږي. د سیول ښار د ۱۹۸۶ کال د اسیايي لوبو، د ۱۹۸۸ کال د دوبني المپیک او د ۲۰۱۰ کال د G20 Seoul summit کوربه و.[20][21][22]
سیول د بېلابېلو کوریايي حکومتونو پلازمېنه وه، له هغې ډلې د بیکجي، جوسیون، کوریايي سترواکي، ګوریو (د دویمې پلازمېنې په توګه) او اوسمهال د سویلي کوریا. په ستراتیژيکي توګه دا ښار د هان سیند پر غاړه پروت دی. د سیول تاریخ ۲۰۰۰ کاله وړاندې ته ورګرځي، کله چې له میلاد نه وړاندې په ۱۸ کال کې د بیکجي خلکو له خوا جوړ شو، بیکجي د کوریا یو له دریو پاچاهیو څخه ده. دا ښار بیا وروسته د جوسیون د سلسلې له خوا د کوریا د پلازمېنې په توګه پسې پراخ شو. سیول د غرونو او غونډیو په مټ را محاصره شوی ښار دی، چې د بوخان غر د دې ښار په شمالي څنډه کې پروت دی. د سیول په ښار کې د یونیسکو پنځه نړیوال میراث لرونکي سایټونه شته چې دا دي: د چانډویک ماڼۍ، د هواسیونګ کلا، د جونګمیو زیارت، نمهانسانسیونګ او د جوسیون سلسلې شاهي قبرونه. په دې وروستیو کې، سیول د عصري معمارۍ او ودانیزو چارو په برخه کې خورا مخکښ پاته شوی، چې په دې لړ کې کولای شو د N Seoul Tower، 63 Building، Lotte World Tower، Dongdaemun Design Plaza، Lotte World، Trade Tower، COEX او IFC Seoul نومونه واخلو. سیول په ۲۰۱۰ ز کال کې د نړۍ د طراحي پلازمېنه هم ونومول شوه. سیول همداشان د K-pop او Korean wave د زوکړې ځای هم دی.[23]