د درانيانو ټولواکمني
پخواني هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
دراني سترواکي، چې ورته سدوازيي پاچهي او افغان سترواکي هم ویل کېږي، افغان سترواکي وه چې د احمدشاه ابدالي له خوا یې بنسټ کېښودل شو او د مرکزي آسیا، منځني ختیځ او سویلي اسیا یو شمېر برخې په کې شاملېدلې. دغې سترواکۍ په خپل اوج کې په افغانستان، معاصر پاکستان، د ایران په شمال ختیځو او سویل ختیځو برخو، ختیځ ترکمنستان او شمال لویدیځ هند واک درلود. د عثماني سترواکۍ په خوا کې، دراني سترواکي د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې لویه مسلمانه سترواکي وه.[1][2][3][4]
د درانیانو ټولواکمني Durrani Empire | |||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||
شعار توکل پر خدای | |||||||||||||||||||
د افغانستان نخشه په ۱۷۴۷م کال کی | |||||||||||||||||||
پلازمینه | |||||||||||||||||||
ژبه(ی) |
| ||||||||||||||||||
دین |
| ||||||||||||||||||
دولت | ټولواکمني | ||||||||||||||||||
پیښلیک | |||||||||||||||||||
- ۱۷۴۷– ۱۷۷۲ | احمد شاه درانی | ||||||||||||||||||
- ۱۸۳۹–۱۸۴۲ | شاه شجاع (اخري) | ||||||||||||||||||
تاریخ | |||||||||||||||||||
- پیل | ۱۷۴۷ | ||||||||||||||||||
- پای | ۱۸۲۶ | ||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||
نن برخه د | افغانستان
ایران پاکستان هندوستان تاجيکستان اوزبکستان تورکمنستان چين |
د پښتنو تاریخ | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د هوتکيانو ټولواکمني ۱۷۱۵–۱۷۲۵ | |||||||
د درانيانو ټولواکمني ۱۸۲۶–۱۷۴۷ | |||||||
د افغانستان امارت ۱۸۲۳–۱۹۲۶ | |||||||
د افغانستان جمهوریت ۱۹۷۳–۱۹۷۸ | |||||||
د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت ۱۹۷۸–۱۹۸۷ | |||||||
د افغانستان اسلامي دولت ۱۹۹۲–۲۰۰۲ | |||||||
د افغانستان اسلامي امارت۱۹۹۶–۲۰۰۱ | |||||||
د افغانستان انتقالي اسلامي دولت۲۰۰۲–۲۰۰۴ | |||||||
پښتانه ټبرونه او مشران
ټبرونه | |||||||
احمدشاه ابدالي د محمد زمان خان ابدالي زوی (د ابدالي قبیلې مشر) او د نادر افشار یوله نامتو قوماندانانو نه و. په خپله قبیله کې په بې اتفاقۍ له برلاسۍ او د ۱۷۴۷ ز کال په جون میاشت کې د نادر افشار له مړینې وروسته، احمدشاه ابدالي همدغه کال د کندهار، غزني، کابل او پېښور په نیولو سره افغانستان خوندي او د افغانستان پاچا شو. واک ته له رسېدو وروسته احمد شاه ابدالي د خپلې قبیلې نوم «دراني» ته واړاوه، چې له دې وروسته هغه د احمدشاه دراني په نوم پېژندل کېده. په ۱۷۴۹ ز کال کې مغول واکمن د شمال لویدیځ هند د ډېری برخو حاکمیت افغانانو ته پرېښود. له دې وروسته احمد شاه لویدیځ ته مخه کړه، څو مشهد چې د شاهرخ شاه له خوا اداره کېده ونیسي، خو هغه له احمد شاه سره بیعت وکړ او د هغه حکومت یې ومانه. وروسته یې د هندوکش شمال ته ځواکونه ولېږل، څو ترآمو سیند پورې سیمې ونیسي، په ډېر لنډ مهال کې، د شمال سیمو ګڼ شمېر بېلابېلې قبیلې له ده سره یوځای شوې. له دې وروسته احمدشاه او د هغه ځواکونو څلورځله پر هند برید وکړ او د کشمیر او پنجاب سیمو کنترول یې ترلاسه کړ. د ۱۷۵۷ ز کال په لومړیو کې هغه په ډیلي برید وکړ، خو مغولي سترواک دویم عالمګیر ته یې اجازه ورکړه چې له ده نه په تابعیت کولو یا د ده د واکمنۍ په منلوسره د سیند سیند په سویلي سیمو یوازې تش په نامه واکمن پاتې شي.[5]
په ۱۷۷۲ ز کال کې د احمدشاه دراني له مړینې وروسته، د هغه زوی تیمورشاه درانی د دراني لړۍ واکمن شو. د تیمورشاه د واکمنۍ پر مهال کابل د دراني سترواکۍ په پلازمېنه واوښت او پېښور یې د ژمي په موسم کې پلازمېنه وټاکله. په ورته مهال دغې سترواکۍ د شیندل کېدو پر لورحرکت وکړ. دغې لړۍ ته د نسلونو لپاره افغانستان په میراث پاتې شو، تر هغه مهاله چې دوست محمد خان په ۱۸۲۳ ز کال کې واک ترلاسه کړ. دراني سترواکي د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکې په توګه پېژندل کېږي، چې احمد شاه درانی ته د «ملت د پلار» یا «بابا» لقب ورکړل شوی دی.[6][7]